په ۲۰۲۴ ام کال کې ، په افغانستان کې ټولنې د دوامداره اقتصادي ننګونو، طبیعي ناورینونو او د لسیزو وسله والو جګړو له کبله، پرله پسې له ناوړه حالت سره مخ وې. نړیوالو بندیزونو او د بهرنیو مرستو کموالي لا ډېرې ننګونې رامنځته کړي چې په هېواد کې یې داسې یو ناوړه حالت راپیدا کړی چېرته چې په میلونونو خلک له بیوزلۍ، د خوړو ناخوندیتوب او د روغتیايي پاملرنې په شان اړینو چوپړتیاوو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخامخ وو.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (آی سي آر سي) د استازولۍ مشره اغلې کترینا ریتز وايي : “د ښځو، کوچنیانو او د معلولیت لرونکیو خلکو په شمول د زیانمنو ډلو  خواشینوونکی حالت، په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ دی. دا خطرناک حالت دوامداره نړیوالې پاملرنې او اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري چې له دې څخه ډاډ ترلاسه شي چې تر ټولو اړمنو خلکو ته اړینې مرستې ورسول شي. “

د انځورونو دا ټولګه د نه ستړي کېدونکیو ننګونو سره د افغانستان د خلکو د پیاوړتیا او زغم ښودنه کوي.  ددې انځورونو او کیسو له لارې، موږ په ټول هېواد کې موجود، سترې بشرپاله اړتیاوې، د اړینو مرستو په چمتو کولو زموږ د ټیمونو هڅې، ملاتړیز خدمات او د ټولنو هیلې  په ګوته کړي.

د آی سي آر سي په مرسته، د افغاني سره میاشتر ضاکار د کنړ ولایت د ناړۍ په ولسوالۍ کې د وسلو په یوه ککړه سیمه کې د ماشومانو لپاره د خطر د پوهاوي خوندي چلند غونډه ترسره کوي. (انځور: آی سي آر سي/افغاني سره میاشت)

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو څخه ډېر د چاودیدونکو توکو له زیان سره مخامخ دی او په دې توګه یې ټولنې له خطر سره مخامخ کړي دي. په ۲۰۲۴ ام کال کې د آی سي آر سي د سوابقو له مخې په چاودېدونکیو توکو پورې اړونده په ۲۳۴ پېښو کې ۴۵۵ ملکي خلکو  ته مرګ ژوبله اوښتې (چې ۳۵۹ یې کوچنیان وو). له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په ګډه، زموږ ټیمونو په ټول هیواد کې په هغو سیمو کې چې د وسلو لخوا ککړې شوې وې، تر ۲۴۰،۰۰۰ ډېرو خلکو ته چې تر نیمايي ډېر یې کوچنیان وو، د خطر د پوهاوي او د خوندي چلن ناستې ترسره کړي دي.

په افغانستان کې زیاتره خلک، چې ډیری یې ښځې او کوچنیان دي، اوبو راوړلو لپاره له خپلو کورونو څخه لرې تګ ته اړ شوي ( انځور: آی سي آرسي/محمد مسعود صمیمي)

په افغانستان کې او په تېره په ګڼ مېشتو سیمو کې ، د څښاک  پاکواوبو ته لاسرسی د ټولنو لپاره یوه ننګونه ده. د کابل اوسېدونکی، سید محمد نعمان د اوبو رسولو د اوسني سیستم د نیمګړتیاوو په ګوته کولو سره وايي : « کله نا کله خو اوبه د شپې ناوخته ۱۰ یا ۱۱ بجې راځي او هیڅ ټاکلی مهالویش نه لري. » دا نا څرګند حالت دا ښيي چې د زیربناوو د ښه کولو او د اوبو د یو دوامدار مدیریت سیستم جوړولو ته جدي اړتیا ده، ترڅو د خلکو اړتیاوې په ښه ډول ځواب کړي.

د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ په کوسین کلي کې کوچنیان کور ته د څښاک اوبو وړلو لپاره راټول شوي (انځور/ آی سي آر سي)

د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي د ښه والي په برخه کې، آی سي آر سي په ټول افغانستان کې د زیربناوو د بیا رغوونې ملاتړ کوي. په ۲۰۲۴ ام کال کې زموږ ټیمونو په  بریالیتوب سرهپه ۹ ولسوالیو کې موجوده ۱،۲۴۷ لاسي پمپونه ترمیم کړي دي. پدې هلو ځلو سره، ۱۷۰،۰۰۰ خلکو د د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی، چې دې کار د روغتیا په ښه والي او د اوبو له کبله د رامنځته کېدونکیو ناروغیو په کموالي کې مرسته کړې ده.

د بغلان ولایت په برکه ولسوالۍ کې تر ویجاړوونکي سیلاب وروسته پاتې شوې نښې نښانې (انځور: آی سي آر سي / محمد مسعود صمیمي)

په ۲۰۲۴ ام کال کې سختو بارانونو او سیلابونو  په ۳۲ ولایتونو کې تر ۱۱۹،۱۶۰ ډېر خلک اغېزمن کړي، تر ۶،۸۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړي او شاوخوا ۶۴،۰۰۰ جریبه فصلونو ته یې د پام وړ زیان اړولی دی. لږ تر لږه ۲۲۵ کسان پکې مړه  او په زرګونو نور پکې ژوبل او یا هم بېځایه شوي دي.

د سیلاب ځپلو لپاره د ننګرهار ولایت په فاطمة الزهرا روغتون کې بېړنۍ طبي توکي ( انځور : آی سي آر سي/ سلطان ناصري)

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ملتیا، آی سي آر سي، سیلاب ځپلو خلکو  تهمالي مرستې چمتو کړې. افغاني سرې میاشتې ټولنې تر سیلابونو او د دوی تر بیځایه کېدنو وروسته په سیلاب ځپلو خلکو تاوده خواړه ، کمپلې، خیمې او د روغتیاساتنې نور توکي وویشل چې دوی بېړنۍ اړتیاوې پرې پوره شي. موږ د هغو چاودېدونکیو  توکو دخطرونو د بلقوه شتون په اړه هم پوهاوی ترسره کړی، چې ممکن د سیلابونو له کبله د استوګنې سیمو ته وړل شوي وي او ددې کار موخه دا وه چې په سيلاب ځپلو سیمو کې ملکي خلکو ته د زیان ور اوښتل کم کړي.

په دې وروستیو کې نصب شوې د هایبرډ لمریزې برېښنا سیستم، اوسمهال دکندهار د میرویس حوزوي روغتون ته دوامداره او ښه برېښنا چمتو کوي (انځور: آی سي آر سي/محمد مسعود صمیمی)

له کلونو راهیسی د میرویس سیمه ‌ییز روغتون د غیر باوري بریښنا سره لاس او ګریوان وو چې دې ستونزې نه یوازې په کندهار کې، بلکې په شاوخوا ولایتونو کې د خلکو لپاره د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته هم جدي زیان رسولی و. پخوا به دې روغتون په ورځ کې یوازې له پنځو تر نهو ساعتونو پورې کمزورې بریښنا درلوده. د دې ننګونې د حل لپاره، د سره صلیب نړیوالې کمیټې (آی سي آر سي) دوه عمده پروژې ترسره کړې چې یوه یې د ۵.۵ کیلومترو د منځني ولتاژ د برېښنا د مزي جوړول وو چې روغتون یې د ښار د برېښنا له عمومي سیستم سره وصل کړ او بله یې د ۵۵۰ کیلو واټ په ظرفیت د هایبرډ لمریز برېښنا نصبول وو. ددې پروژو په تکمیل سره دوامداره برېښنا چمتو شوه چې  پدې سره  ناروغانو  تهپاملرنه زیاته شوه او د چاپیریال ککړتیا هم کمه شوه.

په دوامداره توګه د برېښنا شتون د روغتیايي خدمتونو په باور او کیفیت کې د پام وړ ښه‌ والی راوستی دی. (عکس: آی سي آر سي محمد مسعود صمیمي)

“برېښنا د وخت نه مخکې زېږېدلو ماشومانو د انکوبېټرونو لپاره خورا مهمه ده، ځکه چې دا د مور رحم په څېر ثابته تودوخه برابروي. دغه ماشینونه د وخت نه مخکې زېږېدلو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړین دي. په دې وارډ کې د برېښنا دوامداره موجودیت حتمي دی؛ که برېښنا پرې شي، د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېږي”. د میرویس سیمه‌ ییز روغتون د ماشومانو په وارډ نرسه، سویتا.

په افغانستان کې لومړني روغتیايي مرکزونه د خلکو لپاره داسې حیاتي سرچینې دي چې لاسرسی ورته اسان، لګښت یې مناسب او ښه تجهیز دي. (عکس: آی سي آر سي/ذبیح الله برمک)

د افغاني سرې میاشتې ټولنه د آی سي آر سي په ملاتړ، ۴۶ لومړني روغتیايي مرکزونه پر مخ بیایي، چې نږدې یو میلیون کسانو ته د عادي ناروغیو د درملنې او مخنیوي زمینه برابره کړې ده، او په ځانګړي ډول یې په کلیوالو او ښاري سیمو کې د ښځو او ماشومانو په روغتیا تمرکز کوي. د دې خدماتو دوام نه یوازې د خلکو ژوند خوندي کړی، بلکې په دویمه کچه روغتیايي مرکزونو باندې یې شته فشار هم راکم کړی دی.

ډېری افغانان د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره له سختی سره مخ دي، ځکه چې کار موندل ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.
(عکس: آی سي آر سي/محمد مسعود صمیمي)

۷۶ کلن آقا محمد چې له ناامیدۍ کړیږي، هره ورځ د کابل د ښار په زړه کې د د نورو مزدورانو سره د مزدورانو په اوږده قطار کې دریږي، تر څو ځانته کار پیدا کړي. هغه وایي: “بازار ته ځم او پدې طمع چې یو څوک مې کار ته بوځی. په ندرت سره ځینې وختونه په سختی یو څه وګټم، خو اکثر وخت کور ته تش لاس ستنیږم.” هغه خپله ورځني مبارزه کې هغه ناخوالې او نامیدي بیانوي چې د خپلې کورنۍ لپاره یواځینی نفقه برابرونکي دی.

اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې درې د کرنیز کانالونه چې د ښار تر ټولو اړمنو خلکو لپاره د ژوند مهمې سرچینې دي، بیا ورغول شول. (عکس: آی سي آر سي/امیرمحمد)

دغه پروژه د څښاک اوبو او د اوبو لګولو سیسټمونه د ۵,۲۰۰ کورنیو لپاره ښه کړي او د نغدي-کار پروګرام له لارې یې له سیمه ییزې ټولنې څخه له ۳۵۰ ډېر کسانو ته لنډمهاله دندې او عاید برابر کړي.

ددې پروژې په بیارغونې سره د څښاک او د اوبولګولو سیسټمونه ښه کړل، چې له ۵۲۰۰ څخه زیاتې کورنیو ته یې ګټه ورسېده.  همدارنګه، ددې پروژې د “کار په بدل کې نغده مرسته” پروګرام له لیارې ۳۵۰ تنو ته لنډ مهاله دنده او عاید یې تر لاسه کړ.

آی سې آر سي، په ۲۰۲۴ کال، د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې، ۱۱ پروګرامونو په تطبیق کړي دي چې له امله یې ۲۴،۰۰۰ څخه ډیرو تنو ته لنډمهاله کار چمتو او مالي مرسته شوې ده.

محب‌الله او یوسف هغه کوچنیان دي، چې له مغزي فلج سره مبارزه کوي او په کابل کې د آی سي آر سي د فزیکي بیا رغونې په مرکز کې یې درملنه روانه ده. (عکس: آی سي آر سي/محمد مسعود صمیمي)

مطیع الله، چې د آی سي آر سي  د فزیکي بیا رغونې مرکز کې د درملنې ترلاسه کولو وروسته د خپلو زامنو پرمختګ ګوري، اوس د هغوی د راتلونکي په اړه ډېر هیله مند دی. هغه وایي: “زه د خپلو زامنو لپاره سخت ځوریدم. کله به چې دوی په ډیرې سختی پخپلو سینو څښېدل خو اوس وینم چې ددوی پښې ورو ورو ځواکمنې کېږي، زه ددوی د کمې روغتیا خو د پام وړ بدلونونو شاهد یم. دا هماغه دعا ده چې ما دې ځای ته تر راتګ وړاندې کړې وه.”

آی سي ار سي په افغانستان کې د فزیکي بیا رغونې تر ټولو لوی پروګرام پر مخ وړي، چې په ټول هېواد کې اووه مرکزونه لري. دا مرکزونه هر کال له ۲۰۰,۰۰۰ څخه زیاتو معلولینو ته فزیکي درملنه او ټولنیز ملاتړ چمتو کوي.

په ژمي کې، ډېری افغان کورنۍ د یوې ستونزمنې پرېکړې سره مخ کېږي: تودوخه یا خواړه (عکس: آی سي آر سي/محمد مسعود صمیمي)

“په پخوانیو جګړو کې د مېړه د لاسه ورکولو وروسته، زه د خپلې کورنۍ د ژوند بقا لپاره یوازې کار کوم او په کرایې کور کې له پنځو اولادونو سره ژوند کوم. د ژمي په راتلو سره، موږ نه شو کولی چې د سوخت مواد واخلو او د ځان تودولو لپاره خځلې سوځوو. هغه وايي، زه د لوړ فشار لرم او له خپلو اولادونو سره قالینې اوبم. او هرو دریو میاشتو کې یوازې ۵۰۰۰ افغانۍ ګټو، چې دا د ژوند تیرولو لپاره ډېرې کمې دي.” صادقه د کابل اوسېدونکې

د کندهار د سرپوزې ولایتي زندان کې زندانیانو ته د حفظ الصحې او ژمي توکي ورکړل شول. (عکس: آی سي آر سي/امیرمحمد)

د تېرو ۴۰ کلونو را پدیخوا، آی سي آر سي په افغانستان کې د خپل بشري ماموریت پر بنسټ له زندانونو لیدنې ترسره کوي. د زندانونو اړونده زموږ د فعالیتونو یوه برخه دا ده چې له چارواکو سره خبرې کوو تر څو د زندانیانو لپاره د ژوندانه له شرایطو او ښه چلند څخه ډاډ ترلاسه کړو. زموږ ټیمونه د توقیف شویو کسانو د ژوند شرایطو د ښه کولو لپاره ژمي، حفظ الصحې، تعلیمي او تفریحي توکي برابروي. موږ د زندان د کارکوونکو سره تخنیکي مرسته هم کوو تر څو د زندان د مدیریت سیستمونه ښه شي او د زندانیانو حقوقو او بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی ښه کړي. موږ هڅه کوو چې د زندانیانو د خپلوانو اړیکې ټینګې او خوندي پاتې شي. سربېره پر دې، موږ د عدلي اصولو د درناوي لپاره هم کار کوو.

آی سي آر سي له لعل ضمیر سره، چې د ننګرهار ولایت اسېدونکی دی، مرسته وکړه تر څو له دریو کلونو وروسته خپل ځوی پیدا کړي. (عکس: آی سي آر سي/ذبیح الله شینواری)

“خلکو موږ ته ډاډ  راکاوو او ویل یې، ‘ستا ځوی ژوندی او روغ دی، او تاسو ډیر فکر کوی.’ خو ما نه منله او باور مې درلود چې هغه مړ شوی دی ځکه د خپل ۱۵ کلن ځوی سره مې ډیره موده اړیکه نه وه.  ددې منل خورا سخت وي چې له یو چا سره ډیره موده نشې غږیدلی او احساس مې کاوو چې هغه د تل لپاره تللی. د دریو کلنونو انتظار وروسته، آی سي آر سي راته وویل چې روغ او جوړ دی. کله مې چې بالاخره خبرې ورسره وکړې، داسې راته ښکاره شوه لکه بیا چې زیږدلی وي. زما د ځوی د موندلو په پار زمونږ ټوله کورنۍ د آی سي آر سي منندوی ده.”