کله چې جګړې پیښې شي، ګیر پاتې شویو خلکو سره باید په بیړه مرسته وشي. د همدې له امله، آی سي آر سي په جګړه ځپلو او د تاوتریخوالي په سیمو کې خپل عملیاتي شتون ساتي او همدارنګه په پلازمینو او مهمو ښارونو کې خپلې نمایندګۍ او دفترونه پرانیزي، ترڅو ښه همغږي منځ ته راشي او مرستې وویشل شي.

موږ د نړۍ له ۱۰۰ څخه په ډیرو هیوادونو کې نمایندګۍ او دفترونه لرو. زموږ د ۲۰۰۰۰ کارکوونکو مطلق اکثریت د هغو هیوادونو اتباع دي چې هلته کار کوو.