د سره صلیب نړیواله کمېټه (آی سی آر سی) یو ناپلوی او ناپېیلی سازمان دی چې د وسله والو جګړو او د تاوتریخوالي د نورو حالتونو د قربانیانو لپاره بشرپاله خوندیتوب او مرستې ډاډمنوي.

د جینوا تر لوظنامو لاندې زموږ قیمومیت د وسله والو جګړو او د تاوتریخوالي د نورو حالتونو قربانیانو ته د بشرپاله مرستې چمتو کول او دهغو قوانینو دودالی یا ترویجول دي چې د جګړه ځپلو خوندیتوب کوي.

د سره صلیب او سرې میاشتې د غورځنګ د یوې برخې په توګه، د سره صلیب نړیواله کمېټه (آی سی آر سی) دې ته ژمن ده، چې عامو خلکو ته د لاسرسي وړ وي او د خپلو ډیجیټلي پلټفورمونو له لارې د خپلو رغنده او احترامانه نظریاتو د تبادلو پیاوړتیا کوي چې په دې توګه تر شونې حده پورې روڼتیا ، ځواب ورکول او دوه اړخیز زده کړه ډاډمنه کړو. موږ د بېلابېلو لیدلورو هرکلی کوو او له ټولو کاروونکیو غواړو چې خپل لید په احترامانه توګه شریک کړي.

آی سی آر سی په ډیځټلي پلټفورمونو کې د کاروونکیو لخوا رامنځته شوې منځپانګه، نه تاییدوي او نه یې هم د سموالي تضمین کوي او نه هم داسې منځپانګه تاییدوي، چې په دې کې هغه کسان یا پروفایلونه هم شامل دي چې ادعا کوي چې د آی سی آر سی استازیتوب کوي یا هم ورپورې تړاو لري.

زموږ په چینلونو کې، موږ له هغې منځپانګې یا ماهیت څخه ممانعت کوو، چې کرغیړن ، تور پورې کوونکې ، له سپکاوي ډک ، توهینوونکی ، ګواښوونکی ، ځورونکې یا هم کرکجن وي. د یوه درناوي وړ چاپېریال د ساتنې لپاره، موږ دهغو نظریانو څارنه کوو، پټوو یا یې هم اخوا کوو چې له دې قواعدو څخه سرغړونه کوي یا دا چې په بل ډول توهینوونکي، ګمراه کوونکي، یا نامناسب وي. جعلي او ناوړه ویبپاڼې او درغلۍ چې د آی سی آر سی هویت یا نښان کاروي، نو د موجوده چینلونو له لارې به راپور کړای شي او د اړتیا په صورت کې به قانوني اقدام ترسره شي.  د یوې یادونې په توګه، د سره صلیب، سرې میاشتې یا هم سور کرسټال د نښانونو ناوړه کارول د قانون له مخې منع شوي او ښايي د قانوني اقدام او بندیزونو لامل شي.

د دې معیارونو په ساتلو سره، زموږ موخه د ماناداره او درناوي وړ د نظریاتو د تبادلې لپاره د یو ځای رامنځته کول او دهغې ساتنه ده او په دې هکله ستاسې پر همکارۍ باندې حساب کېږي.