د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ د ۸۰ میلیونو تنو یوه نړیواله بشري شبکه ده، او له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د ناورینونو او جګړو او همدارنګه روغتیایي او ټولنیزې ستونزې ولري. دغه غورځنګ د سره صلیب نړیوالې کمیټې، د سره صلیب او سرې میاشتې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون او د سره صلیب او سرې میاشتې د ۱۹۲ ملي ټولنو څخه جوړ شویدی.

په افغانستان کې موږ د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره کار کوو چې د روغتیا څارنې خدمتونه وړاندې او مرستې وویشي او همدارنګه د دغې ټولنې د خپلخوښو وړتیاوې لوړوو چې په بیړنیو حالاتو کې په ښه توګه ځواب ورکړي.