افغانستان په نړۍ کې لا هم له سختو بشري بحرانونو سره مخ دی. اټکل کیږي چې په ۲۰۲۵ز کال کې، چې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک، یعنې نږدې د هېواد نیمایي نفوس، د څو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو او د اقلیمي بدلون له امله بشري مرستو ته اړتیا لري. د کار او عاید کم فرصتونه، دوامداره بېکاري او روغتیایي خدمتونو ته محدود لاسرسی ډېرې کورنۍ دې ته اړې کړي چې د ژوند او بقا په سخت حالت کې ژوند وکړي.
دا وضعیت تر ټولو ډېر پر هغو زیانمنونکو خلکو اغېز کوي، چې پکې خوارځواکي ماشومان، زاړه کسان، معلولین، د ښځو تر سرپرستی لاندې کورنۍ او د روز مزد کارګران شامل دي. د ټولنیز خوندیتوب د کمزورو میکانېزمونو او د خلکو د ځان بسیا کېدو د لارو د کمزورېدو له امله، دغه ډلې له یوې نامعلومې او له ننګونو ډکې راتلونکې سره مخ دي.
طبیعي پېښې او د خلکو د پراخ کډون له امله بشري اړتیاوې لا پسې زیاتې شوې دي. زلزلې، وچکالۍ، سېلابونه او د هوا بدلېدونکې بڼې کرنیز حاصلات ویجاړ کړي، ډېرې کورنۍ یې بېځایه کړې او کورونو او مهمو بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیان رسولی دی. دې وضعیت د خوړو خوندیتوب لا سخت کړی او د ځایي ادارو او ټولنو د غبرګون وړتیا یې تر سخت فشار لاندې راغلې ده.
همدارنګه، په ۲۰۲۵ کال کې میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. ډېری دغه راستنېدونکي له لږو امکاناتو سره را رسېدلي، چې له امله یې پر روغتیايي، اوبو، خوړو او ساتنې خدمتونو لا نور بار زیات شوی، په ځانګړي ډول په سرحدي ولایتونو کې چې لا له مخکې هم له جدي ستونزو سره مخ وو.
په ټوله کې، د افغانستان بشري ننګونې د اقتصادي بې ثباتۍ، سخت اقلیمي اغېز، بې ځایه کېدنې، اقتصادي بندیزونو او د نړیوالې همکارۍ د کمېدو له ګډ اغېز څخه مینځ ته راغلې ده. که څه هم د ژوند ژغورونکې مرستې لا هم ډېرې مهمې دي، خو بېړنۍ او دوامدارې هڅې ته اړتیا ده تر څو د خلکو د عاید سرچینې بېرته فعالې شي، د ستونزو اصلي ریښې حل شي او د ټولنو د مقاومت او ځان بسیا کېدو وړتیا پیاوړې شي. دا انځورونه نه یوازې د افغانستان د سخت بشري وضعیت حقیقت ښيي، بلکې د افغان ولس زغم، ځواک او وقار هم انځوروي.

آی سي آر سي/محمد مسعود صمیمی
د ۲۰۲۵ کال د ژمي له رارسېدو سره، میلیونونه افغانان د سختې یخنۍ، بېوزلۍ او د مناسبې سرپناه د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. هغه کورنۍ چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله بېځایه شوې دي، په ځانګړي ډول د کونړ د زلزله ځپلې کورنۍ تر ټولو ډېرې زیانمنې دي؛ ځکه ډېری یې لا هم په خېمو یا زیانمنو کورونو کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې تودوخه ورځ تر بلې راټیټېږي.
”زه له خپلې اووه کسیزې کورنۍ سره په یوه کرایي کور کې اوسم. د ورځني مزد کار کوم او د خپل زوی په مرسته په ورځ کې یوازې ۵۰ افغانۍ، یعنې نږدې ۰.۹ ډالر، عاید لرم، حال دا چې د کور کرایه مو ۳۰۰۰ افغانۍ ده او له تېرو دوو میاشتو راهیسې ېې د ورکولو توان نلرو. ژمي کې هره ورځ هوا سړیږي او زموړنږ د ژوند ستونزې هم زیاتېږي. د تودوخې لپاره هېڅ سون د توکي نه لرو، سړې هوا زما کورنۍ ناروغه کړې ده، او ځینې ورځې داسې راځي چې په کور کې مو حتی یوه ډوډۍ هم نه پیدا کېږي“. ۷۳ کلن میر ولي د کابل اوسېدونکی، په درد او خواشینۍ سره وایي.
د ژمي سړې هوا په هېواد نورې ستونزې هم لا پسې ډیروي؛ ځکه اقتصادي کمزورۍ او د خوړو نه امنیت ډېرې کورنۍ له دې بېوسه کړې دي چې د ژمي لپاره لازم چمتووالی ونیسي.

آی سي آر سي/ذبیح الله شینواری
د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه، یوې زورورې ۶.۰ درجې زلزلې د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې او د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو زیاتې برخې یې ویجاړې کړې. پدې پیښه کې له ۲۲۰۰ څخه د ډېرو کسانو ژوند بایلود، زرګونه کسان یې ټپیان کړل او تر ۶۸۰۰ زیات کورونه یې ویجاړ کړل، چې له امله یې ډېرې کورنۍ په غرنیو او لېری پرتو سیمو کې بې سرپناه پاتې شوې. د پېښې له رامنځته کېدو لږ وخت وروسته، آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې او ځایي ادارو سره ګډ کار پیل کړ. په دې مرستو کې په بېړني ډول د ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره روغتیایي خدمتونو ته لومړیتوب ورکړل شو، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې روغتیایي مرکزونه تر سخت فشار لاندې وو یا ورته لاسرسی نه کېده، او همدارنګه د بېځایه شویو کورنیو لپاره د لنډمهاله سرپناه برابرولو ته پاملرنه وکړه.
آی سي آر سي د زلزلې له اغېزمنو خلکو سره د فزیکي بیارغوونې حیاتي خدمتونه وړاندې کړل، تر څو د اوږدمهاله روغتیایي ستونزو او معلولیتونو مخه ونیسي او د هغوی د ژر رغېدو بهیر چټک کړي. په جلالاباد کې د فزیکي بیارغوونې مرکز کې ۹۸۳ نارینه، ښځو او ماشومانو ته د فزیوتراپي او د لومړنیو بیارغونې خدمتونه برابر کړل.

آی سي آر سي/امیر محمد
په ۲۰۲۵ کال کې، آی سي آر سي په افغانستان کې د اقتصادي خوندیتوب د پروګرامونو له لارې له ټولنو سره مرسته وکړه تر څو د روانو اقتصادي ستونزو سره سره خپلې د ژوند سرچینې پیاوړې کړي او د خوړو امنیت ښه کړي. دا هڅې د اوبو لګولو د سیستمونو د بیا رغوونې، د کرنې د طریقو د ښه کولو او په یو شمېر ولایتونو کې بزګرانو ته د تخنیکي روزنو د ورکولو له لارې ترسره شوې. په ورته وخت کې، آی سي آر سي د «کار په بدل کې نغدې پیسې» پروژې هم عملي کړې، چې د اوبو لګولو د کانالونو بیا رغونه پکې شامله وه. دې پروژو زرګونو خلکو ته لنډ مهاله کار او عاید برابر کړ.

آی سي آر سي/امیر محمد
آی سي آر سي په ټول افغانستان کې د ځمکني ماینونو او ناچاودو توکو د دوامدار ګواښ پر وړاندې خپلې هڅې روانې وساتلې، ځکه د کلونو جګړو له امله ټولنې، په ځانګړي ډول ماشومان، لا هم له جدي خطر سره مخ دي. د «د خطر پوهاوي او خوندي چلند» (آر اې ایس بي) پروګرام له لارې، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همکارۍ عملي کېږي، آی سي آر سي ټولنو ته د پوهاوي ناستې برابرې کړې تر څو خلک وکولای شي چاودېدونکي توکي وپېژني او له هغوی څخه ځان وساتي. د مخنیوي تر څنګ، آی سي آر سي د ماینونو او ناچاودو مهماتو له قربانیانو سره د فزیکي بیارغونې د پروګرام له لارې خپل اوږدمهاله ملاتړ ته هم دوام ورکړی دی. د دې پروګرام له لارې زرګونو معلولینو ته مصنوعي غړي، ارتوپېډیک وسایل، فزیوتراپي او د تګ راتګ کومکي وسایل برابر شوي، او همدارنګه ورته مسلکي روزنه او کوچني پورونه ورکړل شوي.

آی سي آر سي/محمد مسعود صمیمی
په ۲۰۲۵ کال کې، آی سي آر سي خپلې هڅې نورې هم پیاوړې کړې تر څو په افغانستان کې باوري او دوامداره برېښنا برابره کړي، او په خپلو پروګرامونو کې د چاپېریال ساتنې او د اقلیم د زغم وړتیا هم مدغم کړي. د دې هڅو په ترڅ کې روغتونونو ته د لمر-شبکې ګډ سیسټمونه برابر کړل، لکه د میرویس سیمه ییز روغتون، تر څو مهم روغتیایي خدمتونه په دوامداره توګه وړاندې کړي. په کندز ولایت کې له ۳,۰۰۰ څخه ډېرو خلکو د افغانستان برښنا شرکت ته د وسایلو د مرستې له لارې برېښنا ښه او ګټه واخیسته. آی سي آر سي همدارنګه په ښارونو او کلیوالو سیمو کې د اوبو د رسولو بنسټیزو تاسیساتو ته وده ورکړه، د لمریز سولر او هایبریډ پمپ سیسټمونه یې نصب کړل چې خلکو ته د پاکو اوبو او د کرنې لپاره د اوبو لاسرسی اسانوي.

آی سي آر سي/محمد مسعود صمیمی
په افغانستان کې آی سي آر سي د فزیکي بیارغوونې د پروګرام له لارې له معلولیت لرونکو کسانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړی. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه تر نومبر پورې، له ۲۰۱،۰۰۰ څخه ډېر ناروغان په اوو هغو مرکزونو کې چې د آی سي آر سي لخوا یې ملاتړ کیږي، تداوی شول؛ چې نږدې ۱۳،۰۰۰ یې نوي مراجعین وو. په دې موده کې ۳۰،۲۹۶ کسانو ته مصنوعي غړي او ارتوپېډیک وسایل برابر شول، او ۳۲۴،۱۵۷ د فزیوتراپي ناستې ترسره شوې، او د ۹۳۳ هغو کسانو لپاره منظم تعقیبي پاملرنه وشوه چې د بدن غړي یې قطع وو. له طبي درملنې سره یو ځای، دغه پروګرام د ټولنیز ګډون او ځان بسیا کېدو پر پیاوړتیا هم تمرکز وکړ. په دې لړ کې ۱۰،۷۰۳ کورنۍ لیدنې ترسره شوې، ۴۰۷ کسانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه، د عاید د سرچینو د پیاوړتیا لپاره ۱،۷۲۰ بېسود کوچني پورونه برابر شول، او معلولیت لرونکو ماشومانو ته ځانګړی ملاتړ برابر شو. دا هڅې د دې لپاره دي چې د خلکو خوځښت، وقار او اقتصادي ګډون بیا ورغول شي.

آی سي آر سي/امیر محمد
سږ کال افغانستان له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د چټک شمېر زیاتوالي شاهد وو، چې دې چارې د ټولنو او خدمتونو په نازک وضعیت نور فشار واچاوه. ډیری راستنیدونکي کډوال به بېړنیو بشري اړتیاوو سره هیواد ته را ستانه شول.
د دې وضعیت د ځواب لپاره، آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د سره صلیب او سرې میاشتې له نورو شریکانو سره په همکارۍ، په مهمو سرحدي دروازو کې بېړنۍ مرستې چمتو کړې. په دغو مرستو کې لومړي روغتیايي خدمات، د څښاک پاکې اوبه، لنډمهاله سرپناه او د حفظالصحې اسانتیاوې شاملې وې، او د ښځو، ماشومانو، زاړه کسانو او معلولیت لرونکو خلکو ځانګړو اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

آی سي آر سي/محمد مسعود صمیمی
آی سي ار سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په نږدې همکارۍ پر مټ په افغانستان کې د بنسټیزو روغتیایي خدمتونو لاسرسی لا پیاوړی کړ. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه تر جون پورې، آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ۴۷ بنسټیزو روغتیایي کلینیکونو ملاتړ وکړ، چې له امله یې تر ۶۰۸،۶۰۰ څخه ډېر ناروغان لومړني روغتیایي خدمتونه ترلاسه کړل. د دغو مراجعینو ډېری یې هغه ښځې او ماشومان وو، چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیایي اسانتیاوو ته لږ لاسرسی لري. په همدې موده کې، یادو کلینیکونو له ۱۶۴،۰۰۰ څخه ډېر د واکسین عادي دوزونه تطبیق کړل، چې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم رول لري، او همدارنګه یې له ۴،۱۸۲ څخه ډېرو خوارځواکو ماشومانو ته د تغذیې ملاتړ برابر کړ. دا هڅې د عامې روغتیا د پیاوړتیا او د ماشومانو د ژوند د ژغورنې لپاره مهمې بلل کېږي.

آی سي آر سي/محمد مسعود آرزویی
په افغانستان کې د کلونو جګړو او پرله پسې طبیعي ناورینونو له امله ډېرې کورنۍ لا هم د خپلو ورکو شویو عزیزانو د موندلو هڅه کوي. په ۲۰۲۵ کال کې، آی سي آر سي له افغان چارواکو سره د مړو د سم مدیریت د پیاوړتیا لپاره کار ته دوام ورکړ، څو هم د ورکو کسانو د موندلو او هم د ډلهییزو مرګژوبلو پر مهال اغېزمن غبرګون ممکن شي. په دې لړ کې، آی سي آر سي د کابل ښاروالۍ ته تخنیکي او مادي ملاتړ برابر کړ او د هېواد په ۳۲ د عدلي طب ادارو کې یې له ۵۰،۰۰۰ څخه ډېر عدلي وسایل ووېشل. په دغو مرستو کې د مړو کڅوړې، د خوندیتوب تجهیزات، جراحي او حفظالصحې توکي، دفتري وسایل او د معلوماتي ټکنالوژۍ تجهیزات شامل وو. سربېره پر دې، د عدلي طب په بېلابېلو برخو کې روزنې هم ترسره شوې، لکه عدلي عکاسي او د کارکوونکو د روغتیا او خوندیتوب اړوند موضوعات.

آی سي آر سي/محمد مسعود صمیمی
افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې هم د اوبو له جدي بحران سره مخ و؛ چې لامل یې اوږد مهاله وچکالۍ، د اقلیم بدلون او د تېرو جګړو له امله د اوبو د زیربناوو د زیانمنېدو پایله ده. میلیونونه خلک لا هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او ډېرې کورنۍ، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، له ناپاکو سرچینو استفاده کوي. دې وضعیت د اوبو له لارې خپرېدونکو ناروغیو کچه لوړه کړی او د خوړو امنیت او د خلکو د ژوند سرچینې یې تر ګواښ لاندې راوستې دي. د دې ستونزو د کمولو لپاره، آی سي آر سي له ټولنو او دولتي ادارو سره په ګډه کار کړی تر څو د اوبو سیستمونه بیرته ورغوي او پیاوړي کړي. د ښاري اوبو رسولو او فاضله اوبو شرکت سره په همکارۍ د ښارونو د اوبو شبکې اصلاح شوې، په کلیوالو سیمو کې لاسي پمپونه ورغول شول او د خوندي اوبو د سم مدیریت لپاره پوهاوی زیات شو، چې له امله یې سلګونو زرو خلکو ته د پاکو اوبو لاسرسی ښه شوی دی.

آی سي آر سي/دوا جان رحیمی
په ۲۰۲۵ کال کې، آی سي آر سي د بندخونو د ادارې له دفتر سره خپله بېطرفه او محرمه همکاري روانه وساتله، تر څو په افغانستان کې د توقیفي مرکزونو د انساني او مناسبو شرایېو ملاتړ وکړي. د جنورۍ څخه تر جون پورې، د ای سي آر سي ټیمونو له ۱۲ توقیفي مرکزونو څخه ۳۱ لیدنې ترسره کړې، له بندیانو سره یې په محرمانه توګه خبرې وکړې او له چارواکو سره یې د ژوند د شرایطو، چلند او بنسټیزو خدمتونو لکه اوبو، حفظالصحې، روغتیايي پاملرنې او د کورنۍ له اړیکو سره د لاسرسي په اړه خبرې وکړې. د څارنې ترڅنګ، آی سي آر سي عملي مرستې هم چمتو کړې. په دې موده کې ۱۶،۰۰۰ څخه ډېرو بندیانو د حفظالصحې توکي ترلاسه کړل، نږدې ۱۸،۰۰۰ کسانو د روژې په میاشت کې له اضافي خوړو ګټه واخیسته، او د روغتیايي خدمتونو په چوکاټ کې له ۱۲،۰۰۰ څخه ډېرو بندیانو او کارکوونکو ته د سکابیس د مخنیوي او درملنې خدمتونه وړاندې شول. سربېره پر دې، معلولیت لرونکو بندیانو ته د فزیکي بیارغونې خدمتونو ته لاسرسی برابر شو، چې موخه یې د بېړنیو اړتیاوو پوره کول او د بشري معیارونو ساتنه وه.
