د یکشنبې په ورځ، د اگست د میاشتې په ۳۱مه نېټه یوې سختې زلزلې چې د ریختر ۶ درجې شدت يې درلود، د افغانستان ختیځه سیمه ولړزوله، په پایله کې یې په کونړ، ننگرهار او لغمان ولایتونو کې پراخې ویجاړۍ رامنځ‌ته شوې. په دې پېښه کې د سلګونو انساني تلفاتو راپورونه ورکړل شول او دا شمېر هر ساعت په زیاتېدو په حال کې دی.

د دې لرې-پرتې سیمې بشري وضعیت لا هم په بشپړ ډول څرګند نه‌دی. ډېری کلي او هغه بانډې او درې چې زیانمنې شوي دي، د ډبرو د غورځېدو او سرکونو د تړل کېدو له امله لا هم د لاس‌رسي وړ نه‌دي، چې له دې امله ډېری زیانمن وګړي د بنسټیزو مرستو ترلاسه کولو نه محروم پاتې دي.

بېړنۍ بشري اړتیاوې په لاندې ډول دي: د لټون او ژغورنې ملاتړ، بېړنۍ طبي مرستې، لنډمهاله سرپناه، خواړه او اوبه، د قربانیانو جسدونو ته لاس‌رسی، او د سرکونو بیا پرانستل تر څو بشري مرستې اړمنو خلکو ته ورسېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټول کارمندان په هېواد کې خوندي دي او دا اداره د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون سره په همغږۍ د بشردوستانه ځواب له پروسې ملاتړ کوي.

زموږ مرستې عبارت دي له: په زیانمنو سیمو کې د دوو روغتونونو لپاره عاجل طبي وسایل چمتو کول، د اوبو او حفظ الصحې تجهیزات، عدلي طب خدمتونه، او هغو کسانو سره مرسته کول چې د خپلو ورک شویو کورنیو غړو د موندلو یا له هغوی سره د اړیکو نیولو هڅه کوي.

زموږ فکر او همدردي د ټولو هغو کسانو سره ده چې د دې غميزې له امله اغېزمن شوي‌دي؛ دا غمیزه د افغانستان هغه بشري ننګونې لا پسې پراخوي، چې له کلونو راهیسې ورسره مخ دی.

د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې شمېره سره اړیکه ونیسئ:

پرویز احمد فیضی، آی سي آر سی – کابل: 0093729110672
pfaizi@icrc.org