د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د واک له بدلون وروسته، د افغانستان خلک له یوه ژور بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ شول. د اوږدمهاله جګړو میراث، ناڅاپي اقتصادي ستونزې، او د اقلیم بدوالی د دې لامل شو چې ګڼې کلیوالي کورنۍ د عاید له سرچینو بېبرخې شي او د اوبو لګونې مهم سیستمونه له منځه ولاړ شي. کله چې کروندې وچې شوې او د کار فرصتونه کم شول، نو دا څرګنده شوه چې یو بېړني او عملي حللارې ته اړتیا ده.
د دې بشري بحران په ځواب کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې یو نوی پروګرام جوړ کړ، څو هم د خلکو سمدستي اړتیاوې پوره کړي او هم د کلیوالو ټولنو اوږدمهاله اړتیاوې وڅاري. موږ د پخوانیو د معیشت او زیربناوو د پروګرامونو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې، «د نغدو پیسو په بدل کې د کار» یو داسې ماډل جوړ کړ، چې له مخې یې بېوزله خلکو ته د عاید زمینه برابره شي او مهمې زیربناوې لکه کاریزونه، کانالونه، د سېلابونو د مخنیوي دیوالونه او چک ډېمونه ورغول شي. تر تخنیکي پلانجوړونې سربېره، زموږ ټیمونو له سیمو څخه کتنې وکړې او له خلکو سره يې مشورې وکړې تر څو پروژې ټولګډونه، اقلیمي بدلون ته چمتو، او د خلکو د ملکیت پر بنسټ وي.
لنډمهاله او اوږدمهاله ګټې:
د نغدو پیسو په بدل کې د کار امتحاني پروژې د ۲۰۲۲ز کال په شروع کې پر لار واچول شوې. له لومړنیو پروژو څخه یوه دا وه چې د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې ۱۶۷۰ متره اوږد د سېلاب ضد دېوال جوړ او ۱۰۰۰۰ ګابيون (په سیم کې بندې ډبرې) ځای پر ځای شي. دا پروژه چې ۳۸۲ ځایي کارګرو ته يې بوختیا رامنځته کړېوه، ۱۲۰ هکټاره کرنیزه ځمکه يې د موسمي سېلابونو له زیانه ساتله او له ۳۰۰۰ ډېر خلک چې پر دې ځمکو متکي وو، ورته يې د عاید زمینه برابره کړه چې هم سمدستې مرسته وه او هم د دوی لهپاره اوږدمهاله کرنیز ثبات رامنځته شو.

د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې ځايي کاریګر د سېلاب پر وړاندې استنادي دیوال (ګابیون) جالۍ ځای پر ځای کوي. (انځور: آی سي آر سي)
د دې مثبتې تجربې له مخې، دا نوښت په ۲۰۲۳ز کال کې په لوړه کچه پراخ شو او په لسو ولایتونو کې ۱۳ پروژې پر لار واچول شوې. په ټولیز ډول ۲۶۴۵ کسان په کار وګمارل شول، چې شاوخوا ۲۱۰۰۰ کسان یې تر پوښښ لاندې راوستل. همغه کال، پروګرام دودیز اوبو لګونې سیسټمونو، کاریزونو، د اقلیم له بدلون سره مقاومو چک ډېمونو او د خاورې ساتنې دیوالونو ترمیم او جوړولو ته لومړیتوب ورکړ.
غوث محمد، د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه وايي: «د اوبو د کموالي له امله له خپلې ځمکې او کور څخه بېځایه کېدل او بل ځای کې پناه اخیستل ډېر سخت کار دی. زموږ سیمه د اوبو د نشتوالي له امله په دښتو بدله شوېوه، چې زموږ خلکو ته یې ډېر تشویش پیدا کړېوو. څو کاله وروسته، را ته وویل شول چې آی سي آر سي به زموږ کاریز پاک او ورغوي. کله چې دا کارونه پیل شول، زه هم له نورو سیمهایزو کاریګرو سره یو ځای د کاریګر په توګه وګمارل شوم. اوس زموږ کاریز رغول شویدی، موږ هم د کرنیزو فعالیتونو او هم د څښاک لپاره پوره اوبه لرو.»

د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د کاریز د پاکولو پر مهال محلي کارکوونکي
په شمالي هلمند کې، په ځانګړي ډول د نوزاد ولسوالۍ چې د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ شوې، بزګران زیاتره د څښاک، کرنې او د څارویو د ساتنې لپاره پر ځمکینو کانالونو متکي دي. د سره صلیب د نغدو پیسو په بدل کې د کار پروژه په دې سیمه کې خورا مهمه وه، ځکه چې د التیګي سیمې لپاره یې د کانالونو د پاکولو او ترمیم چاري ترسره کړې.
د کندهار په شاهوليکوټ ولسوالۍ کې، د سیمې خلکو ۷۳ متره اوږد او ۲.۵ متره لوړ بند ورغاوه، چې د سختو بارانونو پر مهال یې مقاومت وکړ او کرنیزې ځمکې یې د سېلاب له زیان څخه وژغورلې. د لومړي ځل لپاره په تېرو ۱۵ کلونو کې، د ځمکې لاندې د اوبو سطحه په څرګند ډول لوړه شوې، چې نه یوازې د اوبو لګولو لپاره کافي اوبه برابروي، بلکې د حاصلاتو اندازه یې دوه برابره کړې ده. بزګران وايي، پخوا به یې آن د ځمکې په ۱۰ متره ژوروالي کې په ډېرې ستونزې سره اوبه ترلاسه کولې، خو اوس له ۱ تر ۳ مترو ژوروالي پورې کافي اوبه ترلاسه کوي.

د کندهار د شاهوليکوټ بند چې د باران اوبو ډک کړیدی. (انځور: آی سي آر سي)
په ۲۰۲۴ز کې، دغه نوښت خپله تر ټولو ستره لاستهراوړنه لرله، چې له مخې یې ۱۶ پروژې په ۱۴ ولایتونو کې پلي شوې، ۳۳۸۳ کارګرو ته یې دندې برابرې کړې، او تر ۲۷۰۰۰ زیاتو کسانو ته یې ګټه ورسوله.
په دغو پروژو کې ۱۴ کیلومتره اوبو لګونې کانالونه پاک شول، ۵ کیلومتره محافظتي دیوالونه جوړ شول، او هغه د اوبو سیستمونه چې کلونه-کلونه پرېښودل شوي وو، ترمیم شول.
د بېلابېلو ولسوالیو د پرلهپسې ارزونو له مخې، د اوبو لګونې وړ ځمکو کچه له ۲۵ تر ۴۰ سلنې زیاته شوې، او د کر لپاره مناسب فصل هم ښه شوی دی.

د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالۍ د سُرخشال کلي د اوبهلګونې یو کانال د پاکولو په پروژه کې له ۲۴۰ زیات د ځايي کارکوونکي شامل شول، چې له امله یې ۷۱۰ کورنیو ته ګټه ورسېده. (انځور: آی سي آر سي)
حاجي شاه ولي، چې د سُرخشال کلي اوسېدونکی دی، وايي: موږ له مالي ستونزو سره مخ وو، په ځانګړي ډول په شدید ژمي کې، د سره صلیب دا پروژه نه یوازې موږ ته د عاید یوه زمینه شوه، بلکې زموږ د کرنیزو ځمکو لپاره يې یوه مهمه د اوبو سرچینه هم بېرته فعاله کړه. پخوا به اوبه د خراب مدیریت له امله ضایع کېدې، خو اوس چې کانال سم کار کوي، باور لرم چې سږکال به زموږ د غنمو او کچالو حاصلات ښه عاید ولري.
په ۲۰۲۵ز کې، پنځه نوې پروژې پیل شوې چې ۵۳۵ کارګر پکې بوخت شول، او پلان شته چې د کال تر پایه پورې ټولټال ۲۰ پروژې بشپړې شي.
د آی سي آر سي د اقتصادي خوندیتوب پروګرام مسووله، جانېت ایدولو وايي: «آی سي آر سي اوس تفصیلي ارزونې کوي، څو راتلونکو پړاوونو کې د پروژو هدفمندتیا او د لګښت اغېزمنتوب نور هم ښه شي. د تېرو کلونو تجربې – لکه د کلیو شفافه او عادلانه انتخاب اهمیت، د خوندیتوب پیاوړي تدابیر، او د خلکو په ګډون پلان جوړونه هغه څه دي، چې د پروګرام د دوامداره پرمختګ لپاره لارښود ګرځي.»

د آی سي آر سي په ملاتړ، د کندز ولایت د زاخېل کلي ۲۰۰ ټولنیزو کارګرانو د ۸.۵ کیلومتره اوبو لګونې کانالونو په ترمیم او د ۲ پلچکونو په جوړولو سره لنډمهاله عاید ترلاسه کړ، چې شاوخوا ۵۰۰۰ کورنیو ته یې د اوبو لاسرسی اسانه کړ. (انځور: آی سي آر سي).
پر ټولنو دایمي اغېز
د نغدو پیسو په بدل کې د کار نوښت د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د بدلون یوه لړۍ پیل کړې ده. دا رغنیزې پروژې نه یوازې د اوبو لهپاره د کروندګرو لاسرسی ښه کوي، بلکې دوی ته دا توان هم ورکوي چې له وچکالۍ او سېلابونو سره ښه مقابله وکړي.
د سره صلیب د اقتصادي خوندیتوب پروګرام مسووله، جانېت ایدولوګ وايي: «هغه ټولنې چې جګړو اغېزمنې کړېوي او د ژوند کولو او مقاومت بنسټیز سیستمونه یې زیانمن شويوي، دا نوښت خلک له دې ژغوري چې د اقتصادي مجبوریو له امله خطرناکو کاري چاپېریالونو ته لاړ شي یا د پورونو په ناوړه جال کې ګیر شي. د لنډمهاله عاید له لارې، کورنۍ کولای شي خپلې بنسټیزې اړتیاوې په ښه ډول پوره کړي، او هممهاله هغه کرنیزه زېربنا بېرته ورغوي چې د جګړو لهامله زیانمنه شوېوه.»
خو دې پروژو اغېز تر دې هم پورته دی؛ خلک په ویاړ سره د خپل ژوند، مقاومت لوړولو، او ځانبساینې په بېرته راژوندۍ کولو کې ونډه اخلي. له دې عوایدو سره کورنۍ کولای شي خوراکي توکي، د ښوونځي لوازم، او درمل وپېري، او له همدې سره ځایي دوکانداران او پلورونکي هم د خلکو د لوړ پېرلو ځواک څخه ګټه پورته کوي.
په هغو ټولنیزو مشورو کې چې د «چای او خبرې» په نوم پېژندل کېږي، خلک وايي چې د دې پروژو له تطبیق وروسته د ټولنې غړو تر منځ همکاري زیاته شوې، د اوبو شریکولو هوکړې رامنځته شوې، او د یووالي احساس یې لا پیاوړی شویدی.
د پروژو اغېز د شمېرو په بڼه:
– ټولې پلي شوې پروژې: له ۳۵ څخه زیاتې
– استخدام شوي ټولنیز کارکوونکي: ۶۹۴۵ تنه، چې پهدې کې: ) ۳۸۲ تنه په ۲۰۲۲ز کې، ۲۶۴۵ تنه په ۲۰۲۳ز کې، ۳۳۸۳ تنه په ۲۰۲۴ز کې، ۵۳۵ تنه د ۲۰۲۵ز په لومړیو کې)
– تر ملاتړ لاندې خلک: ۵۴۰۰۰ تنه (په منځنۍ کچه هره کورنۍ ۸ کسه حساب شوې)
– پاک یا ترمیم شوي کانالونه: ۱۴ کیلومتره
– جوړ شوي محافظتي دیوالونه: ۵ کیلومتره
– ژغورل شوې کرنیزه ځمکه: ۱۲۰ هکټاره
– د اوبو لګونې وړ ځمکو زیاتوالی: ۲۵–۴۰ سلنه

