د ۲۰۲۴ ام کال په لومړۍ نیمایی کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (آی سي آر سي) د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لومړنیو روغتیايي کلینکونو د ملاتړ له لارې، په ځانکړي توګه د ښځو او ماشومانو لپاره د لومړني روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړه. پدې کې د تغذیې ملاتړاوعادي واکسین شامل وو. سربېره پردې، د پنځو روغتونونو بېړنیو یا عاجلو څانګو تهحیاتي طبي مواد، روزنه او تجهیزات ورکړل شوي دي.

آی سي آر سي په ټول هېواد کې د فزیکي بیارغونې په خپلو اوو مرکزونو کې معلولینو ته د فزیکي بیارغونې د چوپړتیاوو چمتو کولو ته دوام ورکړی دی. له آزادۍ بې برخې شویو کسانو لپاره هم، آی سي آر سي له زندانونو څخه لیدنې کړې، او د بندیانو د ژوند شرایطو د ښه کولو لپاره یېلومړنۍ روغتیايي پاملرنې او مرسته چمتو کړې ده. د کورنیو اړیکو د خوندیتوب هلې ځلې د ورک شویو کسانو د قضیو د په حل کې مرسته وکړه او د بندیانو او د دوی د کورنیو ترمنځ اړیکو ته هم لاراواری وشو. د خوندیتوب اندېښتو ته د رسیدګۍ لپاره آی سی آر سی له ټولنو سره هم ښکېله وه.

د ناچاوده توکو لخوا رامنځته کېدونکو خطرونو ته د ځواب ورکولو په برخه کې، د آی سي آر سي او افغاني سرې میاشتې ټولنې کارمندانو تهروزنه ورکړل شوه ترڅو ټولنو ته د خطرپوهاوي او خوندي چلن ناستې ترسره کړي او د وسلو د ککړتیا د پېښو راپورونه هم راټول شول. د ټولنې سرهښکېلتیا د یوه لومړیتوب په توګه په ګوته شوه او په ټول هیواد کې د د ټولنې له مشرانو او غړو سره بحثونه وشول. آی سي آر سي ژمنه ده چې هغو خلکو ته چې تر ټولو زیات مرستو ته اړتیا لري، بشردوستانه مرستې ورسوي.

د لا ډېرو جزیاتو لپاره لاندې بشپړ سند وګورئ:

ICRC_Afghanistan_Facts_and_Figures_Pashto_2024(Jan-June)