له کلونو راهیسې ، په کندهار کې میرویس حوزوي روغتون له غیرې باورې برېښنا سره لاس و ګرېوان وو او د شاوخوا ولایتونو د ملیونونو اوسېدونکیو کسانو لپاره د یوه مهم روغتیايي پاملرنې د مرکز په توګه، دې کار یې په پاموړ توګه د فعالیت په ترسره کولو کې خنډ رامنځته کړی وو. په تاریخي توګه، دې روغتون، هره ورځ یوازې له پنځو څخه تر نهو ساعتونو پورې د ټیټ کیفیت برېښنا لرله. ددې تشې د ډکولو لپاره، ډیزلي جنراتورونه پکار واچول شول چې هره ورځ له ۱۵ څخه تر ۲۰ ساعتونو پورې برېښنا تولید کړي، چې دا کار د کاربن د خپرېدا د زیاتوالي او د برېښنا د لوړو بیو لامل شو.
د دې دوامدارې ننګونې د حل لپاره، د سره صلیب نړیوالې کمیټې (آی سي آر سي) د یاد روغتون لپاره د برېښنا دوه پروژې ترسره کړې چې یوه یې د ۵.۵ کیلومترو د منځني ولتاژ د برېښنا د مزي جوړول وو چې روغتون یې د ښار د برېښنا له عمومي سیسټم یا فیډر سره ونښلوو او بله یې د ۵۵۰ kWAC په ظرفیت د هایبرډ لمریز برېښنا نصبول وو.
د آی سي آر سي د اوبو او هستوګنې د څانګې اینجینییر، ښاغلی احمد ضیا ابدالي وايي : « د ۲۰۲۳زکال په لومړیو درې میاشتو کې موږ په بریالۍ توګه روغتون د ښار د باور وړ د برېښنا له مزو سره وصل کړ. له ښاري برېښنا سره د وصلېدو دا تصمیم د جنراتورونو د لوړو لګښتونو، د هغې د چاپېریالیزو خطرونو او په روغتون کې د ډېر شور له کبله ونېول شو.»
نوموړي زیاته کړه : « موږ همدا راز د هایبرډ لمریزې برېښنا سیستم هم نصب کړ، چې روغتون ته د خالص ولتاژ په درلودو سره دوامداره او د تجدید وړ انرژي ورکړي، چې دا کار ضایعات له منځه وړي او طبي تجهیزاتو ته له زیان وراوښتنې څخه مخنیوی کوي.»
دمګړۍ، روغتون په ورځ کې د هایبریډ لمریزې برېښنا او په شپه کې له ښاري برېښنا څخه بې ځنډه برېښنا ترلاسه کوي. په پایله کې د روغتیايي پاملرنې په چوپړتیاوو کې د پاموړ ښه والی راغلی او د هغو ناروغانو لپاره د انتظار وخت هم راکم شوی چې له لرې پرتو سیمو څخه میرویس حوزوي روغتون ته د راتګ لپاره اوږده مزلونه کوي.
په هغو ساعتونو کې چې په روغتون کې د برېښنا مصرف نسبتاً کم وي، نو د هایبرډ لمریزې برېښنا د سیستم له لارې تولېده شوې اضافه برېښنا د ښاري برېښنا سیستم ته ورکول کېږي تر څو د ښوونځیو او د ټولنې د مرکزونو په څېر عامه مرکزونه هم ترې ګټنه وکړي.
د میرویس حوزوي روغتون سرپرست رییس ښاغلی ډاکتر سورګل نوزادي وايي : « موږ هره میاشت نږدې ۶۰،۰۰۰ ناروغانو ته روغتیايي پاملرنه چمتو کوو. په هر صورت غیرې باوري برېښنا به پخوا په شپه و ورځ کې د انکیوبیټرونو د ماشینونو په څېر د اړینو تجهیزاتو په کارولو کې زموږ وړتیا خنډوله. له ښاري برېښنا او د هایبريډ لمریزې برېښنا له سیستم سره د وصلیدو له کبله، نن شکر دی موږ تقریباً بې خنډه برېښنا لرو. دې کار نه یوازې موږ ته دا توان راکړې چې دوامداره پاملرنه چمتو کړو، زموږ د برېښنا لګښتونه یې هم په پاموړ توګه راکم کړي دي، دا ځکه چې تر دې وروسته موږ د جنراتورونو پر تیلو پورې وابسته نه یو»
شبانې او دهغې کوشنی چې په یاد روغتون کې ناروغان دي، نو دوی د برېښنايي زیربنا له ښه والي ډیره ګټنه کړې ده. تر مودې مخکې په شپږو میاشتو کې کوشنی زیږېدلی او مور د خپل کوشني د ژوندي پاتې کېدو لپاره خورا نهیلې وه. خو په روغتون کې د دوامداره برېښنا په مټ کارېدونکو انکیوبیټرونو د دې مور ویره راکمه کړه. شبانه زیاتوي : « زه له هلمنده دې روغتون ته راغلې یمه، پر دې ماشین زما سر نه خلاصېږي، خو دا چې زما کوشني پکې پروت دی، نو ډېره خوشحاله یمه. »
د میرویس حوزوي روغتون د کوشنیانو په څانګه کې د آی سي یو یا عاجلې څانګې نرسه اغلې سویتا وايي : « د انکیوبیټرونو لپاره برېښنا ډېره مهمه ده، ځکه د مور د رحم په څېر ثابته تودوخه ساتي. دا ماشینونه تر مودې مخکې د زېږېدلو کوشنیانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خورا اړین دي. په دې څانګه کې د دوامدارې برېښنا شتون اړین دی، بې له برېښنا ددې کوشنیانو ژوندي پاتې کېدل، یو ننګوونکی کار دی.»
په دې روغتون کې د لابراتوار تکنیشن ښاغلی حافظ فدا محمد وايي : « زموږ لابراتوارونه هره میاشت له ۴۸،۰۰۰ څخه ۵۸،۰۰۰ پورې معاینات ترسره کوي. پخوا به د برېښنا د پرله پسې پرې کېدو له لامله زموږ ماشینونه بندېدل او موږ به ارزښتمن وخت له لاسه ورکاوه، چې دې کار به زموږ ناروغان کړول. اوس، د دوامداره برېښنا په مرسته، موږ په اغېزمنه توګه ان د ډېرو ناروغانو معاینات په غوره توګه ترسره کولای شو »
آی سي آر سي له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۲۳زکال پورې میرویس حوزوي روغتون ته حیاتي ملاتړ چمتو کړی دی. دا هراړخیزه مرسته دا موارد رانغاړي : د درملو، معاشونو او روزنو چمتو کول، د زېربنا بیارغاونه، طبي تجهیزات، خپلو ناروغانو د حیاتي پاملرنې په رسولو کې د روغتون له وړتیا څخه ډاډمنېدل. په روغتون کې د برېښنا د پرې کېدو پرمهال ، د آی سي آر سي د تیلو بسپنه خورا مهمه وه چې په ۲۰۲۱زکال کې ۲۷۰،۰۰۰ لیټره، په ۲۰۲۲ز کال کې ۴۱۴،۰۰۰ لیټره او په ۲۰۲۳ز کال کې ۳۰۶،۵۵۰ ليټره وو. په هر حال، د انرژۍ ددې نویو پروژو په مرسته چې ډیزلي جنراتورونو ته یې اړتیا له منځه وړې، نو په منځني ډول یې هره میاشت ۳۰ ټنه د روغتون د کاربن شتوالی یې په پاموړ توګه راکم کړی دی.