
په افغانستان کې اوبو ته لاسرسی ورځ تر بلې ستونزمن، ګران او د مدیریت له پلوه سخت شوی دی. د اوبو کمښت د خلکو پر ورځني ژوند، معیشت او روغتیا ژور اغېز لري. په کلیوالو سیمو کې اوږدمهاله کړکېچونه او پخوانۍ جګړې، د وچکالۍ، د باران د کمېدو، د نفوس چټک زیاتوالی، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو راتګ، او د ځمکې اوبو د کچې ټیټېدل د دودیزو اوبو سیستمونه لکه څاګانې او کاریزونه (د ځمکې لاندې طبیعي د اوبو سیستم) تر فشار لاندې راوستي دي.
کورنۍ ډېری وخت اړ کېږي چې له نا-امنو سطحي اوبو ګټه واخلي یا اوږدې فاصلې ووهي څو خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، او د دې دروند بار ډېره برخه د ښځو او ماشومانو پر اوږو ده. ښاري مرکزونه لکه کابل، مزار او کندهار هم له ورته ستونزو سره مخ دي. د نفوس چټک زیاتوالی، د کډوالو راستنېدل، او د ځمکې اوبو بېمهاره ایستل د اوبو د زېرمو د کمېدو لامل شوي دي، او کورنۍ ورځ تر بلې اړ کېږي چې له شخصي څاګانو یا د اوبو له ټانکرو څخه ګټه واخلي.
د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان د اوبو وضعیت دا اړتیا څرګندوي چې لا ډېر کره معلومات، پیاوړي سیستمونه او همغږي شوې هڅې سره یو ځای شي څو د خلکو روغتیا، معیشت او ثبات خوندي وساتل شي.
په کندهار کې، د ډېرو اوسېدونکو لپاره د نل له لارې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نشته، او د ښار په څو ناحیو کې د اوبو کمښت دومره شدید شوی چې د اوبو راوړل د کورنیو د ورځني ژوند لویه برخه نیسي. راپورونه ښيي چې د ښار ډېری څاګانې وچې شوې دي، او په پاتې څاګانو کې د ځمکنیو اوبو کچه تر ۱۰۰ مترو ډېرې ژورې ته ټیټه شوې ده، چې له امله یې کورنۍ اړ دي ګرانې اوبه له ټانکرو واخلي یا هره ورځ اوږدې لارې ووهي تر څو یوازې د څښاک او کورني استعمال لپاره لږې اوبه برابرې کړي.

فضل الرحمن، د کندهار ښار د نهمې ناحیې یو قومي مشر دی، د خپلې ټولنې د اوبو ستونزه بیانوي. (انځور: محمد مسعود صمیمي/ آی سي آر سي).
فضل الرحمن، د کندهار ښار د نهمې ناحیې قومي مشر، د وضعیت د سختوالي په اړه وویل:
«اوبه زموږ د ټولنې تر ټولو لویه ستونزه ده. ما خپله ۸۶ متره ژوره څاه وکیندله، خو کافي اوبه پکې ونه موندل شوې. دلته ډېری کورنۍ د دې توان نه لري چې خپلې شخصي ژورې څاګانې وباسي.»
هغه د اوبو د کمښت ټولنیز او اقتصادي اغېز هم داسې روښانه کړ:
«ماشومان ډېر وخت اړ کېږي چې خپلې زده کړې پرېږدي او د اوبو د موندلو لپاره اوږدې فاصلې ووهي. هغوی سهار وځي او ماسپښین بېرته راګرځي، خو یوازې څو سطلې اوبه راوړي، چې د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای. د اقتصادي ستونزو له امله، خلک نه شي کولای له سوداګریزو ټانکرو اوبه واخلي. سربېره پر دې، له ګاونډیو هېوادونو څخه د کورنیو راستنېدلو پر لا محدودو اوبو سرچینو فشار نور هم زیات کړی دی.»

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټیم او ساختماني کارکوونکي د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې. (انځور: امیر محمد/آی سي آر سي).
په ۲۰۲۵ز کې، آی سي آر سي د کندهار ښار په نهمه ناحیې کې د اوبو د سیستم د ښه والي او نوي کولو پروژه پیل کړه. په همدې حال کې یې د خدماتو له وړاندې کوونکي ادارې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت سره هم مرسته وکړه څو دا سیستم په سمه توګه وچلوي او وساتي. د دې پروژې موخه دا ده چې شاوخوا ۱۰۶٬۳۰۰ کسانو ته د خوندي او باور وړ اوبو لاسرسی ښه کړي. په دې پروژه کې د اوبو د وېش ۱۲.۵ کیلومتره پایپ لاین غځول، او ورسره اړوند بنسټیزو تاسیساتو برابرول او نصبول شامل دي. همدارنګه، ۸۵۰ نوې کورنیو ته د اوبو میټرونه نصب شول او د اوبو له سیسټم سره ونښلول شول.
دا پروژه د ښځو او ماشومانو بار په پام وړ ډول کموي، ځکه چې هغوی پخوا د خپلې ټولنې له دباندې د اوبو راټولولو لپاره اوږدې ساعتي تېرولې.
دا پروژه د پاکې انرژۍ له لارې د باور وړ اوبو رسونې سره د نښلولو په مرسته د اوبو لاسرسی ښه کوي. اوس لمریز ځواک لرونکي پیاوړي پمپونه درې د ۵۵ کیلوواټه پمپونه چلوي، چې د ډیزلي جنراتورونو اړتیا کموي او د اوبو د پمپ کولو ورځني ساعتونه زیاتوي. د نوې کېدونکې انرژۍ په کارولو سره، ټولنه له دوامداره او پایدارو اوبو رسونې څخه ګټه اخلي، او ورسره د انرژۍ لګښتونه او کاربن اخراج هم راکمېږي. دا ښيي چې عملي د انرژۍ حل لارې څنګه کولای شي د خلکو او چاپېریال لپاره د اوبو خدمات پیاوړي کړي.

د دوامدارې انرژۍ پر بنسټ د بوستر پمپونو د لمریز کولو پروژه به د پمپونو د کار ساعتونه زیات کړي، چې له امله به یې د نهمې ناحیې اوسېدونکو ته د اوبو رسونه پراخه شي او د جنراتورونو د کارولو لوړ د سون توکو لګښتونه به راکم شي. (اانځور: امیر محمد/ آی سي آر سي).
احمد نوري، چې په کندهار کې د آی سي آر سي د اوبو او استوګنې برخې انجینییر دی، وویل:
«د اوبو د شبکې د پراختیا موخه دا ده چې د کندهار ښار د نهمې ناحیې هغو زیانمنو ټولنو ته خوندي او د باور وړ د څښاک اوبه برابرې کړي چې اوس مهال کافي لاسرسی ورته نه لري. له دې سره سم، د دوامدارې انرژۍ پر بنسټ د بوستر پمپونو د لمریز کولو نوښت د ښاري اوبو رسونې ادارې سره د یوې مهمې لارې چارې په توګه هوکړه شوی، څو د پمپ کولو سیستم د کار ساعتونه زیات کړي.
دا اقدام به د مصرفوونکو لپاره د اوبو رسونه پراخه کړي او په عین وخت کې به د ډیزلي جنراتورونو سره تړلي د سون توکو لوړ لګښتونه په څرګند ډول راکم کړي، چې په پایله کې به د اوږدې مودې لپاره یو پایدار او د چاپېریال له پلوه مسؤل حل وړاندې کړي.»

د سره صلیب نړیوالې کمېټې یو کارکوونکی د هرات د ښاري اوبو رسوونې له استازي سره یوځای، د نوو نصب شوو د اوبو بوستر پمپونو د ارزونې پر مهال. (انځور: دوا جان رحیمي/آی سي آر سي).
په بله پروژه کې، آی سي آر سي د هرات ښار د اوبو رسولو د ادارې د بوستر پمپ سټېشن نوي او لوړ کړ، چې د ۴۰٬۶۲۳ نښلونکو له لارې تر ۴۰۰٬۰۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکو ته اوبه برابروي.
په دې چاره کې د څلورو لوړ ظرفیت لرونکو بوستر پمپونو برابرول او نصب، د پمپ سټېشن د ودانۍ پراخول، او د برېښنايي سیستمونو نوي کول شامل وو. د زړو او غیر مؤثرو پمپونو په بدلولو سره، دې پروژې د ښار د اوبو د وېش تر ټولو مهم تاسیس د باور وړتیا، موثریت او خوندیتوب پیاوړی کړ، او په دې توګه یې زرګونو کورنیو ته د ښاري اوبو دوامداره او باوري خدمتونه تضمین کړل.

محمد محمدي، د هرات یو اوسېدونکی، د خپلې ټولنې د څښاک اوبو ته د لاسرسي ستونزې بیانوي. (انځور: دوا جان رحیمي/ آی سي ار سي).
محمد محمدي وویل:
«دلته د خلکو اوبو ته لاسرسی ډېر کم دی، او د ژورو څاګانو اوبه هم مالګې دي چې د کارونې وړ نه دي. د څښاک اوبو کمښت شته، او موږ اړ یو چې د څښاک اوبو د راوړلو لپاره اوږدې فاصلې ووهو. دا پروژه به د پاکو څښاک اوبو په برابرولو سره د ټولنې ستونزې حل کړي.»

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د بېځایه شویو په پټان کمپ کې د بېړني حالت وروسته د اوبو رسولو سیستم جوړ شوی، چې ۷۰۰۰ کسان ترې ګټه پورته کوي. (انځور: نورالله صدیقي/آی سي آر سي)
اوبه د بېړنیو حالاتو د چمتووالي او غبرګون لپاره حیاتي اهمیت لري. په اوږدمهاله کړکېچونو کې، چې ډېری وخت د وچکالۍ، سېلابونو او بېځایه کېدو له امله لا پسې سختېږي، د پاکو اوبو او حفظ الصحې خدماتو ته لاسرسی په چټکۍ سره کمېږي. پر وخت مرسته د ناروغیو د خپرېدو مخه نیسي او زیانمنې ټولنې او بېځایه شوي کسان خوندي ساتي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې خدمات ګډوډ شي.
په افغانستان کې، آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همکارۍ دا ډول غبرګونونه ملاتړ کړي دي، په دې کې د پاکستان–افغانستان د وروستیو نښتو پر مهال او همدارنګه د کونړ زلزلې وروسته مرستې شاملې دي، چې له ۲۷٬۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ته رسېدلې دي.
د اوبو کمښت کرنه هم اغېزمنوي، چې د کلیوالو ټولنو د ژوند اصلي سرچینه ده. د اوبو لګولو کمښت د حاصلاتو تولید راکموي او د خوړو خوندیتوب کمزوری کوي، چې له امله یې د خوارځواکۍ او د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو خطر زیاتېږي. دا وضعیت همدارنګه د محدودو سرچینو پر سر د سیالۍ له امله د ټولنو ترمنځ تاوتریخوالی هم زیاتولای شي.
د لنډمهاله او اوږدمهاله اړتیاوو د پوره کولو لپاره، آی سي آر سي مهم کرنیز بنسټونه لکه د اوبو لګولو کانالونه، کاریزونه او د سېلابونو د مخنیوي دېوالونه بیارغوي، څو ټولنې وکولای شي اوبو ته لاسرسی ومومي، خپلې کرنیزې ځمکې وساتي او خپل مقاومت پیاوړی کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې یو کارکوونکی د کوکلامي درې له ځايي اوسېدونکو سره یوځای، د بیا رغول شوي د اوبو لګولو کانال د ارزونې پر مهال. (انځور: احمد صمیم احمدي/آی سي آر سي)
د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په کوکلامي دره کې، آی سي آر سي دوه کانالونه بیا ورغول څو شاوخوا ټولنو ته د اوبو لاسرسی بېرته ور وګرځوي. د اونامک کلي کانال د اوبو لګولو، کوچنۍ برېښنا تولید (مایکرو هایدرو)، او د څارویو د اوبو برابرولو لپاره کارول کېږي، خو په تېرو کلونو کې د سېلابونو له امله زیانمن شوی و. دوهم کانال د الوچه خام او دوآب کلیو لپاره د اوبو لګولو زمینه برابروي، چې له دې لارې بزګران کولای شي خپل کرنیز تولید وساتي.
په ټولیز ډول، آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همکارۍ په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو لګولو نولس واړه بنسټونه هم بیا رغولي دي.
د آی سي آر سي ښاري او کلیوالي د اوبو پروګرامونه، چې له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ پلي کېږي، د پاکو اوبو ته د لاسرسي په ښه کولو کې مهم رول لري، د خلکو د اوږدو واټنونو د وهلو اړتیا راکموي، او د عامې روغتیا او خوندیتوب له خطرونو سره د مخ کېدو کچه کموي. له دې هم مهمه دا چې د آی سي آر سي مداخلې د اوبو د مدیریت د داسې سیستمونو پر ښه کولو تمرکز لري چې د اوبو ساتنه لومړیتوب ګرځوي، ضایعات کموي، او د اوبو د کمښت او اقلیمي بدلون منفي اغېزې راکموي.
په ۲۰۲۵ کال کې، د آی سي آر سي د فعالیتونو له لارې له ۷۷۵٬۰۰۰ څخه ډېر ښاري اوسېدونکي او ۱۶۰٬۳۰۰ کلیوالي اوسېدونکي اوبو ته لاسرسی وموند.
د وضعیت د ښه کولو لپاره یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي. دوامدار حلونه د اوبو په بنسټیزو تاسیساتو کې همغږې پانګونې، اغېزمنې د اوبو لګولو طریقې، د اوبو د سرچینو ساتنه، او د ټولنې پر بنسټ اداره ته اړتیا لري. د ملي او محلي ادارو پیاوړتیا، له اغېزمنو پالیسیو او د خلکو له پراخ ګډون سره یوځای، د عادلانه د اوبو مدیریت او د ټولنو د مقاومت لپاره بنسټیز اهمیت لري.
