په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټه (آی سي آر سي) له لسیزو راهیسې د جګړو او تاوتریخوالي له امله اغېزمنو خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې مهم او دوامدار رول لوبولی دی. د آی سي آر سي یو له مهمو او دوامداره پروګرامونو څخه د فزیکي بیا رغونې پروګرام دی، چې موخه یې د فزیکي معلولیت لرونکو کسانو، په ځانګړې توګه د ماینونو او نا چاوده توکو قربانیانو سره مرسته کول دې تر څو بېرته د ګرځیدا وړ شي، خپل عزت او وقار ترلاسه کړي او په عادي ډول په ټولنه کې ژوند ته دوام ورکړي.

افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دې چې د آی سي آر سی د فزیکي بیا رغونې او ټولنیز ادغام پروګرام پکې له کلونو راهسې دوام لري او ځانګړی اهمیت لري. آی سي آر سي په افغانستان کې خپل فعالیتونه په ۱۹۸۷ ز کال کې پیل کړل، او له هغه وخت راهیسې یې په ټول هېواد کې اووه د فریکي بیا رغونې مرکزونه جوړ کړي دي. دغو مرکزونه کې تر اوسه لسګونو زره معلولو خلکو ته خدمتونه چمتو شوي دي، چې ډیری یې د ماینونو او وسله والو جګړو قربانیان دي.

په افغانستان کې، آی سي آر سي معلولینو ته لاندې چوپړتیاوې چمتو کوي:

–  معلولینو ته وړیا مصنوعي غړي (لاسونه او پښې) او د فزیوتراپي خدمات برابروي.

–  د آی سي آر سي د فزیکي بیا رغونې مرکزونه معلولینو ته د کار زمینه، حرفوي زده کړې برابروي او بې سوده پورونه ورکوي.

–  معلولینو ته سپورتي فرصونه برابروي لکه د ویلچییر باسکټبال او فوټسال.

–  هڅه کوي چې معلولین د ټولنې فعاله برخه وګرځي تر څو یې ټولنیز ګډون پیاوړی شي.

په ۲۰۲۴ز کال کې، آی سي آر سي په افغانستان کې له ۲۰۰،۰۰۰ دوه لکه څخه زیاتو ناروغانو سره مرسته کړې ده او هغوی ته یې مصنوعي لاسونه او پښې، فزیوتراپي، ویلچییرونه، د ګرځیدو وسيلې او د ورځني ژوند نور اړین وسایل برابر کړي دي. چې هر ناروغ یې ځانګړې کیسه لري.

مهرناز: د امید یوه هیله بخښونکې څېره

د څو ورځو مسلسل اورښت له امله، د مهرناز د کور یو زوړ خټین دیوال ونړېد او پښه یې ترې لاندې شوه، چې نوره د جوړیدو نه وه. که څه هم فزیکي درد یې سخت وو، خو لا یې هم ژور زخمونه مخکې وو. مهرناز په هغه وخت کې نه پوهېده چې معلول ژوند څه ډول وي. هغې هیڅ فکر نه کاوه چې هغه ژوند (چې دا به پکې یې ګرځیدله، لوبې کولې او هیلې درلودې) به دومره ناڅاپه او په بشپړه توګه بدل شي.

مهرناز په فیض آباد کې د آی سي آر سي د فزیکي بیا رغونې مرکز ته راغله او مصنوعي پښه یې ترلاسه کړه. له هماغه وخته د هغې ژوند مثبت بدلون موندلی دی. دا لومړی ځل دی، چې کولی شي پرته له مرستې ودرېږي او قدم واخلي. اوس مهرناز دا هیله لري  او سترګې په لار ده چې یو وخت به منډې ووهي او له نورو ماشومانو سره به لوبې وکړي. د هغې هر قدم د یو روښانه راتلونکي یوه نښه ده.

’’کله چې د مهرناز خوشحاله څېره وینم، نو پوهېږم چې زموږ هڅې ارزښت لري،” حسنا ولیزاده، په فیض‌اباد کې د مصنوعي غړو جوړولو تخنیکي کارکوونکې.

د مهرناز کیسه د هیلې یوه ژوندۍ بیلګه ده، چې څنګه فزیکي بیا رغونه کولای شي د یوې ماشومې ژوند بدل کړي.
که غواړئ د آی سي آر سي د فزیکي بیا رغونې پروګرام په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ او د هغو ناروغانو الهام بخښونکې کیسې ولولئ چې ژوند یې بدل شوی، نو مهرباني وکړئ زموږ ویبپاڼه وګورئ:

Dari_PRP_Info_Sheet

Pashto_PRP_Info_Sheet