افغانستان څلور لسیزې وسله والې جګړې ګاللي او په تېره د طبيعې ناورینونو او د اقلیمي بدلون منفي اغېزو په وړاندې خورا زیانمنی دی. دېچارې پراخې اقتصادي ننګونې رامنځته کړي او د هېواد کرنیز سکتور یې په کلکه اغېزمن کړی چې د ۸۰ سلنه افغانانو لپاره د معیشت لومړنۍ وسیله ګڼل کېږي.
کرنیز معیشت د سختو اقلیمي پېښو له سترو تلفاتو ځنې یو دی، لکه وچکالي، غیرې فصلي ورښتونه او سیلابونه چې دا ټول د فصلونو د ناکامۍ او حاصلاتو د کمښت لامل شوي او د ۲۰۲۵زکال د خوړو د خوندیتوب د اړونده ډلبندې له مخې تر ۱۴ میلونونو ډېرو خلکو ته یې د خوړو ناخوندیتوب لاپسې خراب کړی دی. د سره صلیب نړیواله کمېټه (آی سي آر سي) په پام کې د نیول شویو ګڼو نوښتونو د پلي کولو له لارې له افغان بزګرو سره د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي.
په کابل کې د آی سی آر سی د استاوزلۍ مشره، اغلې کترینا ریټز وايي : « بزګران او په کرنې پورې تړلې ټولنې له یوه بوږنونکي وضعیت مخ دي او داسې ننګونې ورسره دي چې په هېواد کې وار له مخه د خوړو کم پایښته ناخوندیتوب ګواښي، هر بزګر له پام وړ کړاو سره لاس و ګریوان دی او ددې ورځو د زیار انګازې په درستو ټولنو کې خپرېدلای شي چې دا چار د پاموړ منفي پایلو لامل ګرځي. » نوموړې زیاتوي : «کرنیز پایښت او د ټولنې هوساینه یو له بل سره نږدې اړیکې لري او دا چاره د خوړو د خوندیتوب د کړکیچ د لا خرابیدو د مخنیوي لپاره د دې ستونزاوارۍ، بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.»
د کرنیزو ننګونو پر وړاندې له بزګرانو مالي لاسنیوی

له کروندګرو سره د کرنې اړوند په ستونزاوارۍ کې د لاسنیوي په موخه، د پنجشیر ولایت په پریان او شتل ولسوالیو کې ۱۲۲۹کورنیو د ځمکې د چمتووالي، کرنیزو توکو او وښو لپاره نغدي مرستې ترلاسه کړې. (انځور: آی سي آر سي)
په ۲۰۲۴زکال کې آی سی آر سی، تر ۵۰،۰۰۰ ډیرو کرندګرو ته نغدي مرستې چمتو کړې چې د حاصل د ښه والي په موخه د تخم، سرې، او وزلو په څېر اړین توکې پرې وپېري. په شتل ولسوالۍ کې ۷۰۰ کرندوګر له دې نوښته برخمن شول. ۲۷ کلن کروندګر عزیز اغا، چې په شتل ولسوالۍ کې د شپږ کسیزې کورنۍ د ګټې وټې یوازینی کس دی، وايي : «ددې مرستې له ترلاسه کولو مخکې، زموږ کورنۍ مالي ستونزې درلودې، دې نغدې مرستو زموږ په کلي د ډېرو خلکو ژوند بدل کړ»

حبیب الله د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ له ۱،۰۹۴ کرندوګر ځنې یو دی چې د آی سی آر سی مالي مرسته یې ترلاسه کړې . (انځور: آی سي آر سي)
د ننګرهار ولایت د هسکې مینې په ولسوالۍ کې له خپلې ۱۴ کسیزه کورنۍ سره اوسېدونکی حبیب الله، وايي : «زه او زما کورنۍ ددې ځمکې په حاصلاتو پورې تړاو لرو او زموږ ورځنی عاید ۶۰ افغانۍ دی. کلونو جګړې زموږ د کلي کرنیزې ځمکې زیانمنې کړي او ځمکې مو د پخوا په څېر حاصل نه ورکوي. د آی سي آر سي په مټ، ما تخم وپېره او هغه ځمکې مې کر ته چمتو کړه چې بمونو پکې هرځای کندې جوړې کړې وې.»
د کلونو جګړې، هسکه مېنه زښته زیاته ځپلې، کرنیز کړه وړه یې زیانمن کړي او اړینو کرنیزو سرچینو ته یې لاسرسی محدود کړی دی. د کار موندنې د فرصتونو د نشتوالي او بازارونو ته د ستونزمن لاسرسي په څېر د اضافي اقتصادي ستونزو له کبله، ډیری کروندګرو د حاصل لپاره د ځمکې د چمتووالي لپاره زیار وګاله. د آی سي آر سي تر مرستې وروسته، دمګړۍ دا ټولنۍ د خپلو ځمکو د بیارغونې، د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا او معیشت لپاره اړینې سرچینې لري.
د ټولنو لپاره اوبو ته د لاسرسي د ښه والي په برخه کې د اوبو لګولو د سیسټونو ترمیمول
لسیزو وسله والو جګړو د اوبو لګولو ډېری کانالونه ویجاړ کړي، چې دې چارې د خپلو حاصلاتو په ساتنه کې د بزګرو توان زښت زیات راکم کړی دی. ددې ننګونې د اواري په موخه، آی سي آر سي له ځايي ټولنو سره له نږدې کار کوي، تر څو د اوبو د حیاتي سرچینو ساتنه وشي او د کرنیزو ځمکو لپاره د باور وړ اوبه لګول ډاډمن شي.
په ۲۰۲۴زکال کې، په ۱۶ ټولنو کې ددې ټولنې له منځه تر ۲۷،۰۰۰ ډېر کاریګر وګومارل شول ترڅو د اوبو لګولو سیسټونه ترمیم کړي، د سیلاب پر وړاندې استانادي دیوالونه جوړ کړي او په ۱۱ ولایتونو کې د اوبو کانالونه پاک کړي، چې له دې لارې دې کسانو ته د کار لنډمهاله فرصتونه چمتو شول او د اوبو رسولو د ښه والي له لارې زرګونه خلک هم ترې برخمن شول.

تر ۲۴۰ ډېر د ټولنې کاریګرو د اوبو لګولو د کانالونو په پاک کارۍ کې ګډون وکړ، چې د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالۍ د سرخ شال کلي ۷۱۰ کورنۍ ترې برخمنې شوې (انځور: آی سي آر سي)
د سرخ شال د کلي هستوګن حاجي شاه ولي، وايي : « موږ په تېره ، په سخت ژمي کې له مالي ستونزو سره مخ یو. د آی سي آر سي پروژې نه یوازې موږ ته د ګټې وټې لاره چاره برابروي، بلکې کرنیزو ځمکو ته مو د اوبو د اړینو سرچینو ساتنه هم کوي. پخوا به د ناسمې سنبالنې له کبله اوبه ضایع کېدلې، دا چې اوس مهال کانال سم کار کوي، نو ډاډمن یم چې سږکال به د غنمو او الوګانو له حاصله ښه ګټه وټه ترلاسه کړو.»

په ننګرهار ولایت کې د ګیری خیل د خلکو لپاره د اوبو لګولو کانال ترمیم شو. دا خلک له فصلي سیلابونو، اقتصادي بې ثباتۍ او د خوړو د زیرمې په څېر له ستونزو سره لاس و ګریوان وه، چې د لسیزو وسله والو جګړو اغېزو دا حالت لاپسې خراب کړې وه. (انځور: آی سي آر سي)
د ګیری خیل له خلکو د ملاتړ په موخه، آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ملتیا د کانال د پاکوالي پروژه پیل کړه. دې نوښت د ټولنې ۱۷۵ غړو ته ګټه ورسوله او اوبو لګولو ته د لاسرسي د ښه والي له کبله ۱۴۰۰ کروندګر هم ترې برخمن شول.
ددې کانال ساتنه به پراخې اقتصادي ګټې ولري، د چم ګاونډ د کليو او د پچیراګام د عمده مرکزي بازار ملاتړ به هم وکړي. د اوبو د ښه سنبالښت له کبله به کروندګر خپلې ځمکې په لا ډېر اغېزمنه توګه وکري، حاصل به یې ډېر شي او دا توان به ورکړي چې خپل حاصلات په ځايي توګه او له دې ځایه بهر وپلوري.
د دوامداره کرنې تروېج:
د دوامداره کرنې له دود او طریقو څخه د ملاتړ او تر حاصل وروسته د زیان د راکموالي په موخه، آی سي آر سي، کرندوګرو ته د روزنې ځانګړې ناستې چمتو کړي چې تر حاصل وروسته د سنبالنې پر غوره دود او طریقو ځیرنه لري چې په دې توګه له کروندګرو سره د غلو دانو د ضایعاتو په کموالي کې مرسته وشي او د زېرمې اغېز ته یې وده ورکړل شي. په ۲۰۲۴زکال کې تر حاصل وروسته د ضایعاتو د سنبالنې په برخه کې د روزنې په موخه له کاپیسا ولایت څخه ۲۰۰ کروندګر وټاکل شول او د غلو دانو د زېرمې لپاره ورته د اوسپنې سیلو هم ورکړل شوې. پردې سربېره د پنجشیر ولایت له پریان ولسوالۍ څخه ۸۰ کروندګرو ته هم د غوره کرنیزو طریقو د دودوالي یا ترویج په موخه هم روزنه ورکړل شوه او د اقلیمي او چاپېریالیزو خطرونو په اړه یې پوهاوی هم لوړ شو ترڅو دوی وتوانېږي چې خپله پوهه له نورو کروندګرو سره شریکه کړي.
په دې ګډونوالو کې یو یې هم د کاپیسا ولایت د کوهستان حصه اول ولسوالۍ ۴۸ کلن عبدالمبین دی چې وايي : « زه په تېره بیا، تر حاصل وروسته د ضایعاتو د سنبالنې په شمول د کرنې پر ځینو مهمو لارو چارو نه پوهېدم، خو د آی سي آر سي د پنځه ورځو روزنیز کورس د ارزښتمنو لیدونو په ترلاسه کولو کې زما لاسنیوی وکړ چې زه به یې په ډاډ سره په خپل پټي او کرنه کې پلي کړم.»

د کاپیسا ولایت د کوهستان حصه دو ولسوالۍ کروندګر کرنیز وسایل ترلاسه کوي (انځور : آی سي آر سي)
عبدالمبین دوه فلزي سیلو او د خپلې کرنی د ښه والي په موخه یې کرنیز وسایل هم ترلاسه کړل. نوموړی زیاتوي : « د خپلو حاصلاتو د زیرمه کولو لپاره دا سیلو ډیرې ګټورې دي او دې وسایلو د حاصل پر مهال او ترهغې وروسته زما کار ډیر اسانه کړی، تر دې پروژې مخکې، تر حاصل وروسته زما ضایعات ۴۰ سلنه وو، خو اوسمهال صفر ته راکوز شوي دي. »
جانیت ایدلاګ چې په افغانستان کې د اقتصادي مصونیت پروګرامونه پر مخ وړي، وايي : « پر سمه پوهه، وسایلو او سرچینو د کروندګرو سنبالول د پیاوړو ټولنو په رامنځته کولو کې مهمه ونډه لري. موږ نه یوازې د کرنیزو حاصلاتو ته ښه والی وربښو، بلکې د اوبو لګولو د حیاتي سیسټمونو ساتنه او د زرګونو کورنیو لپاره د معیشت خوندیتوب هم کوو. له ځايي ټولنو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له همکارانو سره د ګډ کار په ملتیا، موږ په افغانستان کې د زغم د رامنځته کولو، د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د خوړو د لا ډیر خوندي راتلونکي لپاره د کرنې د دوامدار دود او طریقو د پلي کولو په موخه د ټولنو پیاوړتیا ته دوام ورکوو.»