افغانستان دا مهال د اقلیم د بدلون له لامله د لسو تر ټولو زیانمنونکو هیوادونو په ډله کې شمېرل کېږي او تمه کېږي چې ددې هېواد پر چاپیریال، اقتصاد او نفوس باندې منفي اغېز وکړي. د اقلیم د بدلون د کارپوهانو په وینا، تمه کېږي چې د هیواد منځنۍ کلنۍ تودوخه به تر ۲۰۵۰ کلونو پورې 1.7 – 1.9 درجې سانتي ګراد ته لوړه شي، چې په پایله کې به د هندوکش او پامیر غرونو په لړۍ کې د واورو د پوښښ او طبیعي یخچالونو د کمښت له کبله د تازه اوبو د کمښت لامل شي.

لسیزو جګړو او تاوتریخوالي، په مهمو بیخبناوو کې کمې پانګونې او اقتصادي ننګونو د اقلیم د خطرونو له مخ پر زیاتېدونکیو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د هېواد وړتیا کمزورې کړې ده. د تطابق ستراتیژیو ته د بیړنۍ اړتیا باوجود، د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون (UNFCCC) په څېر په کلیدي نړیوالو فورمونو کې د افغانستان ګډون محدود دی، چې دا کار د اقلیم نړیوال مالي تمویل ته د لاسرسي مخه نیسي. په پایله کې، د اقلیم د بدلون زیاتیدونکي اغېزې د هیواد روانې بشري ننګونې لاپسې زیاتې کړي دي.

کرنه د افغانستان د نږدې ۸۰٪ خلکو  اصلي ژوندوزله ده. کرنیز معیشت د سخت اقلیمي پیښو له لوی زیانونو څخه دی چې په دې اقلیمي پېښو کې وچکالي، غیر موسمي بارانونه او سیلابونه شامل دي چې فصلونه له منځه وړي، حاصلات کموي او تر ۱۴ ملیونو د ډېرو خلکو د خوړو خوندیتوب خرابوي. دا کار د پاموړ اقتصادي زیانونو، زیربناوو ته د زیان او د بېوزلۍ د زیاتوالي لامل شوی، چې په پایله کې یې ډیر خلک له خپلو کورونو او معیشت څخه بېځایه کیدو ته اړ کړي دي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه (آی سی آر سی) هڅه کوي چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغېزو په کمولو او ورسره په سازښت یا تطابق کې د مرستې لپاره تخصص او ملاتړ چمتو کړي. په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د استازولۍ مشره اغلې کاترینا ریتز وايي : « زموږ هڅې هغه پروژې رانغاړي چې موخه یې د اوبو د ښه سنبالنې او د باثباته بریښنا رسولو له لارې د ټولنو ملاتړ او د کرنېز معیشت ساتنه ده. موږ د ساتندویه، مخنیوونکي او ځواب ویونکیو لارو چارو په مټ پر چاپېریالیزو او بشرپاله ننګونو باندې د لاسبرۍ په برخه کې مرسته کوو.  »

مخنیوونکي اقدامات پر را کموونکیو ګامونو ځیرنه کوي، لکه د کاربن د خپرېدا راکمول چې دا کار د سولري تختو د نصبولو او د برېښنا له شبکې سره د اړینو چوپړتیاوو د نښلولو له لارې کېږي. آی سی آر سی د بېلابېلو ساتندویه اقداماتو ملاتړ هم کوي، لکه د کرنيزو ځمکو د ویجاړتیا او له سيلاب څخه د مخنيوي په موخه د چک بندونو، کانالونو، جال داره سیمي دیوالونو او د تيږو دېوالونو جوړول او ترميم شامل دي چې دا کار تر ځمکې لاندې د اوبو کچه هم بډایه کوي. په ځواب ورکونکیو اقداماتو کې زموږ د کار موخه له ټولنو سره مرسته ده چې اوبو او اړینو چوپړتیاوو ته لاسرسی ومومي چې دا کار افغاني سرې میاشتې ټولنې او اړونده چاوراکیو ته د مادي د تخنیکي ملاتړ د چمتو کولو له لارې ترسره کېږي، چې په دې توګه دوی پرې د اوبو سیستمونه ښه کړي او د اوبو د کچې د کمیدو له اوږدمهاله ننګونې سره پرې مقابله وکړي.

سربېره پردې، موږ په خپلو عملیاتو کې پایداره تګلارې کاروو، لکه له ټولنو سره کار کول ترڅو داسې ابتکارانه حل لارې رامنځته کړي چې له چاپېریالیز او اقلیمي اړخه مناسبې او ښې وي ترڅو محدودې ځمکې ، اوبه او نورې سرچینې په ښه توګه وکارول شي.

دلته د آی سی آر سی پروژو ته یوه عمومي کتنه کېږي چې په ټول افغانستان کې د ټولنو لپاره د تلپاتې مثبت بدلون د رامنځته کولو لپاره جوړې شوي، حال دا چې د اقلیم د بدلون له زیاتېدونکیو خطرونو سره سازښت لري.

ټولنو ته د لا ډېر زرغون او باثباته انرژۍ د اکمالولو پر لور لېږدونه

دا چې د لوړو لګښتونو، بې اعتباره او زیانمنو (ګازونو) د خپرېدو په څېر د دودیزې انرژۍ د اکمالولو د سیستمونو ننګونو ته حل لاره پيدا شي، نو موږ په ټول افغانستان کې له ډیزلي جنراتورونو څخه دوامداره بدیلونو ته د بدلون د پلي کولو لپاره د پروژو ملاتړ کړی دی.

د مهمو مخنیوونکیو اقداماتو او د پاک او دوامداره انرژۍ رسولو د ګټې غټ ټکي دا دي:

–  وروسته له دې چې د شپږو برمه يي څاه ګانو لپاره د انرژۍ رسولو سیسټم له ډیزلي جنراتورونو څخه پر لمریز بریښنا بدل شو، نو په کابل کې ۵۳،۹۰۰ اوسېدونکیو ته د پاکو اوبو رسولو په برخه کې ښه والی راغی.

–  د کابل په ۸مه ناحیه کې د اوبو سیسټم پر لمریز بریښنا بدل شو او له دې لارې یې ۴۷،۶۰۰ اوسېدونکیو ته د باور وړ اوبو رسول ډاډمن کړل

–  په دې وروستیو کې په ګردیز کې د اوبو د پمپ کولو سټیشنونه د بریښنا له شبکې سره وصل شول، مخکې له ۱۵۹ کیلوواټه ډیزلي جنراتورونو سره وصل وه او په دې توګه یې ۴۹،۰۰۰ اوسېدونکیو ته دوامداره اوبه رسول ډاډمن کړل

–  د ۲۰۲۴ ام کال د جولای په میاشت کې د میمنې د اوبو رسولو په سیستم کې په پاموړ توګه ښه والی راغی، سولري تختې، کنټرولرونه، او په دویمه څاه کې ۱۵ کیلوواټه سمرسیبلې نصب شوې، چې دې کار د میمنې ۱۸،۹۷۰ اوسېدونکیو لپاره پاکې اوبه برابرې کړې.

د باثباته بریښنا د چمتو کولو ، د عملیاتي لګښتونو د سمونو او د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدا د راکمولو له لارې د آی سی آر سی په ملاتړ دغو نوښتونو له یو زرغون راتلونکي څخه د ملاتړ په ترڅ کې د افغانانو لپاره پرله پسې د اوبو رسول هم ډاډمن کړي دي.

په کابل کې په شپږو برمه يي څاه ګانو سولري تختې نصب شوې ترڅو ښاریانو ته لا ښه او باثباته اوبه برابرې کړي (انځور: آي سی آر سی)

 

د کابل په اتمه ناحیه کې سولري تختې نصب شوي ترڅو د اوبو رسول پرې ښه شي او له چاپېریالیزه اړخه هم مناسبې وي (انځور: آي سی آر سی)

د میمنې د اوبو رسولو د دویمې څاه لپاره د نصب شوي سولري تختو په ساحه کې ولار ځايی چارواک او د آي سی آر سی کارمندان (انځور: آي سی آر سی)

د اوبو د زړو بېخبناوو بیارغول ترڅو پاکو اوبو ته لاسرسی ښی شي او په اقلیم پورې له اړونده ننګونو سره سازښت وشي

د اقلیم د بدلون له لامله رامنځته شوې وچکالي او تر ځمکې لاندې د اوبو د سطحې کمښت په ښاري او کلیوالو دواړو سیمو کې ډېری څاګانې وچې کړي دي. دا چې ښاري بڼه په چټکۍ سره مخ پر ودې روانه ده، نو دې کار د اوبو پر زړو بېخبناوو باندې دباو نور هم ډیر کړی دی. زموږ دهغو پراخو هڅو د یوې برخې په توګه چې پاکو او خوندي اوبو ته د ټولنو لاسرسی ښه کړي او په اقلیم پورې له اړوند ننګونو سره د دوی له سازښت څخه ملاتړ وکړي؛ نو موږ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ویجاړ شوي بېخبنا د ترمیم او نوي کولو لپاره خپل مهارت او ملاتړ چمتو کړی دی.

زموږ په ځواب ورکوونکیو اقداماتو کې لاندې ټکي رانغاړل کېږي:

–  د کندهار په شورای علماء، فاضل کندهاری او شرکت میوه کی د اوبو د پمپ کولو د دری مهمو سټیشنونو د بیا رغولو لپاره د ملاتړ برابرول ترڅو ۱۳،۱۲۰ اوسېدونکیو ته د ډاډ وړ اوبه برابرې کړي

–  په هرات کې، زموږ ټیمونو په ۷، ،۱۴ او ۱۵ ناحیو کې د اوبو د شبکې ۵.۸۶ کیلومتر اوږد  پایپ بدل او وغځاوه چې دې کار سره یې د ۱۲۰۰۰ اوسېدونکیو لپاره په روغتیا پورې اړونده ستونزې اوارې کړې او د ډاډ وړ اوبه یې برابرې کړې

د کندهار د اوبو د پمپ کولو په یو سټیشن کې زاړه پایپونه او بېخبناوې رغول کېږي (انځور: آي سی آر سی)

 

په هرات کې د اوبو نوي پایپونه غځول کېږي چې له ضایعاتو پرته خوندي او د ډاډ وړ پاکې اوبه چمتو کړي (انځور: آي سی آر سی/امیر محمد)

کاترینا ریتز وايي : “دا پرمختګونه پاکو اوبو ته د باور وړ لاسرسي په چمتو کولو او د اوبو د ضایعاتو په کمېدو کې خورا مهم دي او په دې توګه یو ډیر باثباته سیسټم ته لیږد ډاډمنوي. دا کار زموږ دهغې ستراتیژۍ له مخې دی چې د اوبو  د مهمې بېخبنا پر پیاوړتیا ځیرنه کوي ترڅو پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ټولنو څخه ملاتړ وکړی.”

د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغولو او ساتنې له لارې د کرنیز معیشت ساتنه

د لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او سیلابونو په ټول هیواد کې د کرنیزو ځمکو مهمې برخې او یو شمیر کانالونه د نه کارونې وړ ګرځولي دي. په پایله کې، د ځایي ټولنو معیشت په کلکه له خطر سره مخامخ شوی، ډیری یې د کار او مرستې په لټه کې خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

د کرنیز کښت او اوبو لګولو په برخه کې د دې ننګونو د لرې کولو لپاره د آی سی آر سی ټیمونو دا لاندې فعالیتونه ترسره کړي دي:

–  د ننګرهار په حصارک کې له ۲۸۰۰۰ اوسیدونکو سره د ۸۳۵ هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې مرسته وشوه چې دا کار یې د اوبو لګولو د حیاتي بېخبناوو د بیا رغولو له لارې کړی ترڅو د نوې کرنې وړ وګرځي

–  د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ د اوو کلیو له ټولنو سره مرسته وشوه ترڅو هغه زیانونه پرې راکم کړي چې کلني سیلابونو د دوی کرنیزو ځمکو او کانالونو ته وراړولی وه. د کانالونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړتیا پر وړاندې د ساتنې لپاره د اوسپنې د جالي دیوال او ډبرو دیوالونو د جوړولو په ګډون د بیارغونې پروژه پیل شوه.

دا ساتندویه اقدامات د ټولنې د غړو لخوا زموږ دهغه پروګرام لخوا پلي شول چې د کار په مقابل کې پیسې ورکول کېږي. دې نوښت د دوی د کار لپاره مالي ملاتړ چمتو کړ او تر متخصصې لارښوونې لاندې یې د بېخبنا د ساتلو په برخه کې دوی ته روزنه هم ورکړه.

د کار په مقابل کې د پیسو د پروګرام د یوې برخې په توګه په حصارک کې د ټولنې ځايي غړي د اوبولګولو د کانالونو بیا جوړونه کوي (انځور: آي سی آر سی)

تر سملاسي کرنیزو ګټو ورهخوا او دا چې دوامداره معیشت ته دوام ورکړل شي، دې پروژو د کرنې پایښت تضمین کړی دی چې دا کار د اوبو د ساتنې د ښه والي او د اوبو لګولو دهغو طریقو د راکمولو له لارې ترسره شوی چې ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري او په دې توګه یې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ټولنې مقاومت لوړ کړی دی.

د ګلستان په ولسوالۍ کې استنادي دیوالونه او له اهني جال څخه دیوالونه جوړ شول چې د سیلابونو پر مهال د کانالونو او کرنیزو ځمکو له ویجاړتیا څخه ساتنه وکړي (انځور: آي سی آر سی)

سره له دې د ګلخانه یي ګازونو په نړیوالو خپرولو کې افغانستان لږه ونډه درلوده خو بیا هم یاد هېواد په ۲۰۲۳ ام کال کې په نړۍ کې له اقلیم څخه تر ټولو د زیان منونکي هېواد په شپږمه درجه کې او په ټولیز ډول د ناورین په خطر کې څلورم ځای درلود. نو په دې توګه اړینه ده چې همغږي اقدامات پلي کړای شي چې په ورته وخت کې خطرونه راکم کړي او له ټولنو سره مرسته وشي چې له چاپیریالیز  بدلونونو سره سازښت وشي  ترڅو پر افغانانو باندې د اقلیم د بدلون اوږدمهاله او لنډ مهاله بشرپاله اغېزې راکمې کړای شي.