څلورم د اپرېل، هر کال په نړۍ کې د ماینپاکۍ په برخه کې د پوهاوي او مرستې نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي، په افغانستان کې د وسلو د ککړتیا کچه او هغه پایلې چې په ملکي وګړو یې لري، ښيئ چې د دې وژونکو ګواښونو سره د مقابلې لپاره له ټولنو څخه د ملاتړ لپاره باید هڅې زیاتې شي.
د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې شپږ کلنه زاهده له یوې غمجنې پېښې سره هغه مهال مخ شوه چې کله يې د غزني ولایت په اندړو کې، خپل کور ته نږدې د ژمي لپاره د لرګیو راټولولو پر مهال یو نامعلوم څیز پورته کړ، همغه مهال نورو ماشومانو هڅه کوله چې له هغې څخه دا معلوم څیز واخلي، یو ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه. هغې په اوښلنو سترګو وویل: «ما خپله پښه له لاسه ورکړه.»
د هغې پلار نقرالدین د دې وحشتناکې پېښې کيسه داسې کوي: “د ماسپښین شاوخوا دوه بجې وې چې ما ته زنګ راغی چې زما د کور مخې ته چاودنه شوې ده. زه کور ته ورغلم، هر ځای مې وینه مې ولیده. ګاونډیانو مې راته وویل چې د زاهدې حالت نازک دی، او دوی هغه د ولسوالۍ روغتون ته وړې ده. کله چې ما هغه ولیده، هغه ډېره وېرېدلې وه، او همدا خبره يې کوله چې “ما هغه څيز نه دی پورته کړی بلکې هلکانو پورته کړ!” ما هغه غېږه کې ونیوله او ارامه یې کړه. ډاکټرانو له ما څخه وغوښتل چې هغه کابل کې کوم روغتون ته بوځم، [ما همداسې وکړل] او د هغې جراحي وشوه. زما تر ټولو لویه هیله اوس دا ده چې زما لور زده کړې وکړي او یوه ورځ ډاکټره شي.”
د زاهدې غمیزه له بده مرغه په افغانستان کې د ډیرو پېښو څخه يې یوه ده، چېرې چې دا هېواد د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د ماینونو او ناچاودو توکو تر ټولو ډیر ککړ دي. د څلورو لسیزو وسله والې جګړې وروسته، په ټول هیواد کې شته چاودیدونکي خطرونه د ټولنو لپاره یو خاموش مګر وژونکی ګواښ دی، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې له تاوتریخوالي څخه تښتیدلې وې او اوسمهال بیرته راستنیدونکي دي او هغه ماشومان چې په ناپوهۍ سره له دې وژونکیو توکیو سره مخ کېږي.
په ۲۰۲۴ کال کې، د سره صلیب نړیوالې کمیټې ۴۳۴ هغه ماشومان ثبت کړل چې په ۲۵۱ پیښو کې مړه یا هم ژول شويوو چې د چاودیدونکو توکو د مختلفو ډولونو سره تړاو لري. دا [په هېواد کې] د ثبت شویو تلفاتو د ټول شمېر ۷۶ سلنې څخه لوړه شمېره ده، که څه هم اصلي شمیر [ناثبت شوي ارقام] ښايي لوړ وي.

دا انځور په افغانستان کې تر ټولو ډېرې ناچاوده توکو باندې ککړې سیمې ښیي. (آی سي آر سي ډایاګرام)
په افغانستان کې د آی سي آر سي مشره کاترینا ریټز د خواشینۍ په څرګندواو سره وايي: «ماینونه او د جګړې چاودیدونکي پاتې شوني نه یوازې ورځنی ژوند ګواښي او اقتصادي پرمختګ ته خنډ ګرځي، بلکې زړه بوږنوونکې تراژیدۍ هم رامینځته کوي، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره»، هغه زیاتوي: «د فنډ او د تمویل په برخه کې وروستي کموالي وار د مخه د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکولو په هڅو اغېزه کړې، کوم څه چې ډېر ژوندونونه په خطر کې اچوي او ممکن د ډېرو بوږنونکیو کیسو لامل شي. دا ډېره مهمه ده چې نړیواله ټولنه او بشري فعالین د وسلو د ککړتیا سره د مقابلې لپاره له ټولنو څخه ملاتړ وکړي، او آی سي آر سي ژمنه ده چې په دې برخه کې به خپل رول به ولوبوي».
د ماینونو په اړه پوهاوی: د زده کړې له لارې د ژوند ساتنه
د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ، آی سي آرسي د افغان سرې میاشتې ټولنې سره په همکارۍ، ۱۰۰ تنه ځانګړي رضاکاران روزلي او په مهارتونو سمبال کړي تر څو د افغانستان په پنځو زونونو کې چې په ځانګړې توګه د ماینونو او ناچاودو توکو لخوا ککړ شوي دي د خطر پوهاوي او خوندي چلند یا (RASB) غونډې او ناستې ترسره کړي.
د زاهدې پلار نقرالدین وايي: «جګړې تر شا بې شمیره ناچاودې وسلې پریښودې دي، چې ورځني ژوند ته یې یو دوامداره خطر ګرځولی دی.» هغه زیاتوي، «ما د آی سي آرسي د خطر پوهاوي او خوندي چلند غونډو کې ګډون کړی، او هلته ما دا زده کړل چې څنګه خطرناک شیان وپیژنم او له هغوی څخه مخنیوی وکړم. اوس، زه د خپلې کورنۍ غړیو ته هغه درسونه ورکوم چې ما زده کړيدي، هېڅکله ناپیژندل شوي شیان مه را اخلئ، هیڅکله یې مه غورځوئ، او تل یې اړونده مسوولینو ته په اړه خبر ورکړئ».
د ناپیژندل شویو چاودیدونکو توکو په اړه د عامه پوهې کمښت یوه لویه ننګونه ده. «فریډریک فاسټ»، چې په افغانستان کې د آی سي آرسي د وسلو د ککړتیا پروګرام مشري کوي، وايي: “زموږ د RASB یا خوندي چلند غونډې او ناستې د هغو ټولنو لپاره خورا مهمې دي چې لا هم د جګړې له وژونکو پاتېشونو سره لاس او ګریوان دي»، هغه زیاتوي: «دا ناستې د ژوند ژغورلو او د ټپي کیدو په برخه کې مخنیوي کوي، دا غونډې خلکو ته دا وړتیا بښي، چې په باخبره توګه یو تصمیم ونیسي، اقتصادي او ټولنیزه ګډوډي راکمه کړي، او د چاودیدونکو خطرونو په اړه خبر ورکولو ته خلک هڅوي او همدارنګه د چاودېدونکو توکو خطرات راکموي.»

ذاکره محبي د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ څخه د خوندې چلند د غونډو په برخه کېد سرې میاشتې یوه رضاکاره ده. (انځور: آی سي آر سي/محمد مسعود صمیم)
ذاکره محبي، د غزني ولایت څخه سرې میاشتې یوه رضاکاره ده، هغه د خوندي چلند غونډو د روزونکې په توګه د رضاکارۍ لپاره خپله تجربه شریکوي: «زه د تېرو جګړو له امله چې زموږ په کلي کې يې د ناچاودو توکيو خطرات شتون لري، رضاکاره شوم. ډیری سیمې لاهم ککړې دي، او ډیر خلک د دې پټو خطرونو قرباني شوي دي. موږ د خوندې چلند غونډو له لارې، د ټولنې غړو ته د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه روزنه ورکوو. اوس، په دې غونډو کې له ګډون وروسته، دوی جدي احتیاطي تدابیر نیسي او پوهیږي چې هیڅکله ناپیژندل شوي شیانو ته لاس ورنوړي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رضاکاره ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو له خطرونو سره د مبارزې په اړه پوهاوي ورکوي (عکس: د افغاني سرې میاشتې ټولنې رضاکار)
د آی سي آر سي په ملاتړ، تیر کال د افغاني سرې میاشتې رضاکارانو په پنځو سیمو کې چې په ناچاوده توکو ککړې دي، ۲۴۳,۰۰۰ کسانو ته د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړ، چې د پوهاوي پدې ناستو کې ۱۴۹,۰۰۰ ماشومان، ۴۶,۰۰۰ سړي او ۴۸,۰۰۰ ښځې شاملې وې. همداراز، د ټولنو ۳۰۱ مشرانو د چاودیدونکو توکو له خطرونو سره د مبارزې ځانګړي روزنیز پروګرام کې برخه واخیسته، ترڅو زده شوي معلومات له نورو سره شریک کړي، چې ټولنې له دغو ګواښونو څخه باخبره او د خلکو ژوند خوندي پاتې شي.
دا هڅې د ناورینونو د مخنیوي او افغانان ټولنو ته له ویرې پرته د عادي ژوند کولو لپاره ډېرې مهمې دي. سربېره پر دې، دا فعالیتونه د نورو وقایوي تدابیرو یوه برخه دي، لکه د ټولنیزو رسنیو او سیمه ییزو راډیوګانو له لارې د پوهاوي خپرول. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې، دا پیغامونه نږدې پنځه میلیونه کسانو ته رسېدلي، چې پکې لرې پرتې او هغه سیمې هم شاملې دي، چې د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې له ګواښ سره مخ دي.
له ناورین وروسته مرسته: د زیانمنو خلکو ژوند بیا رغونه
د چاودېدونکو توکو اغیز یوازې د لومړۍ چاودنې پورې محدود نه وي، بلکه دا د قربانیانو او د هغوی کورنیو لپاره اوږدمهاله رواني، فزیکي، ټولنیز او اقتصادي ستونزې رامنځته کوي. د دې کړاوونو د کمولو لپاره، اي سي آر سي زیانمنو کسانو ته نغدي مرسته او اقتصادي ملاتړ برابروي، ترڅو د بیړنیو اړتیاو لکه درملنې او جنازې لګښتونه پوره کړي.
د بیړني ملاتړ ترڅنګ، آی سي آر سي د زیانمنو کسانو د د اوږدمهاله بیا رغونې او پیاوړتیا لپاره هم ژمنه ده. قربانیانو ته د خپلو اووه فزیکي بیا رغونې مرکزونو پواسطه ټولنیز او فزیکي بیا رغونې ملاتړ برابروي. . د فزیکي بیا روغونې په دغو مرکزونو کې معلولیت لرونکو کسانو ته مصنوعي غړي، فزیوتراپي، سپورتي فعالیتونه، مسلکي روزنه، او له سود پرته کوچني پورونه ورکول کېږي، ترڅو کسان وکولی شي خپل عادي ژوند بیرته شروع او کوچني کاروبارونه وکړي.همدارنګه په ۲۰۲۴ کال کې، د آی سي آر سي د فزیکي بیا رغونې په مرکزونو کې د ۶,۷۰۷ ماین وهلو کسانو درملنه شوې او د فزیکي بیا رغونې خدمتونه ورته وړاندې شوي، او ۲۵۳ نوي قربانیان یې هم ثبت کړي دي.

۲۲ کلن صالح محمد، چې د کابل د ۱۲مې ناحیې اوسېدونکی او د دی، د آی سی آر سي د فزیکي بیا رغونې مرکز ته د درملنې لپاره راغلی دی. (انځور: محمد مسعود صمیمي)
۱۲ کلن صالح محمد، چې په کابل کې کباړ راټولوي، خپله زړه بوږنوونکې کیسه داسې کوي: زه په هغه ورځ زه ډېر خوشحال وم، ځکه د یوې ورځې مخکینې راټول شوي فلزي توکي مې د پلورلو لپاره وړې وو. کله چې مې بوجۍ خالي کولې، یو نا اشنا شی مې ولید. هغه مې په پښه ټیل واهه، چې سمدستي چاودنه وشوه. زما د تره زوی چې له ما سره وو، ژر یې زه روغتون ته ورسولم، خو ژوند مې د پخوا په څېر پاتې نه شو. خپله پښه مې له لاسه ورکړه او د خپلې کورنۍ سره د مرستې توان مې بایلود.
هغه د خپل درملنې په اړه داسې وویل: ” د تېرو دریو میاشتو راهیسې د آی سي آر سي د فزیکي بیا رغونې مرکز ته د درملنې او مصنوعي پښې د ترلاسه کولو لپاره ځم. زه خلکو ته یو ساده پیغام لرم: هېڅکله نا اشنا شیان مه لمس کوئ. که څه هم بې ضرره یا ډیر جالب ښکاري، کېدای شي ډېر خطرناک او حتی مرګوني وي.”
صالح او د هغه سپین ږیری پلار د خپلې ۱۰ کسیزې کورنۍ یوازیني ډوډۍ ګټونکي دي. خو د آی سي آر سي په ملاتړ، هغه اوس هڅه کوي چې د ځان بسیاینې او راتلونکي لپاره نوې هیلې پیدا کړي. د آی سي آر سي مرسته نه یواځې د ماینونو او چاودېدونکو توکو قربانیانو ته درملنه برابروي، بلکې هغوی ته دا چانس هم په لاس ورکوي چې خپل ژوند بېرته عادي کړي او په خپلواکه توګه راتلونکی جوړ کړي.
د ماینونو د خطرونو پوهاوي او ماین پاکۍ نړیوالې ورځ موږ ته دا په ګوته کوي چې جګړې اوږدمهاله زیانونه لري، او ماینونه او د جګړې څخه پاتې چاودېدونکي توکي حتی د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم د خلکو ژوند ته مرګوني ګواښونه جوړوي. د دې کال موضوع “خوندي راتلونکې دلته پیل کېږي” په دې ټینګار کوي چې څومره ضروري ده تر څو ټولنو ته اړین معلومات ورکړل شي، ترڅو هغوی وکولی شي خطرونه وپیژني او د خپل ځان د خوندیتوب لپاره سم ګامونه واخلي. سربیره پر دې، په افغانستان کې د وسلو ککړتیا پراخوالی دا اړتیا څرګندوي چې نړیواله ټولنه باید ګډه همکاري وکړي، د تخنیکي او مالي ملاتړ له لارې د ماینونو او چاودېدونکو توکو پاکولو لپاره کار ورکړي تر څو د دې خطرناکو توکو له امله د قربانیانو شمېر کم کړي.