اوبو ته لاسرسی یو اساسي حق دی چې په نړیوالو قوانینو کې تضمین شوی دۍ، خو په افغانستان کې ۳۳ میلیونه خلک کافي اوبو ته د لاسرسي له کمښت سره مخ دي .دغه هیواد د څلورو لسیزو وسلوالو جګړو او اقلیمي بدلونونو ترکیبي اغیزې تجربه کوي سره مخ دی، چې د خلکو لپاره د اوبو د خوندیتوب په تامینولو کې یې سترې ستونزې رامینڅته کړې دي. که څه هم اوبو ته د لاسرسي د ښه کولو لپاره هڅې ترسره شوي، خو په کلیوالو سیمو کې لا هم وضعیت بجراني دی. په نړۍ کې، د افغانستان په ګډون، د یخونو د اوبه کیدو او د اوبو د بنسټیزو جوړښتونو د خرابېدو سره سره، سږ کال د اوبو د نړیوالې ورځې پیغام د یخونو د ساتنې په اهمیت، د اقلیمي بدلونونو او د اوبو مدیریت په ژر ښه کولو ټینګار کوي.
په افغانستان کې د اوبو بحران
په افغانستان کې ډیرې تازه اوبه د واورې او یخونو له اوبه کیدو څخه ترلاسه کیږي. دغه مهمه حیاتي سرچینه د څښاک اوبو، کرنې او بریښنا د تولید لپاره بسټیز رول لوبوي. خو د یخونو د چټک اوبه کیدو اغیزې د افغانستان د اوبو نازکو سرچینو ته لوی ګواښ رامینځته کوي. د افغانستان ډیره تکیه په موسمي واورو او د یخونو په اوبه کیدو باندې ده، چې د اقلیمي بدلونو په مقابل کې زیات اغیزمن دی، سره چې د نړیوال کارین په تولید کې کمه برخه اخلي.
افغانستان له پرله پسې سختو وچکالیو سره مخ دی، چې د څښاک، کرنې او مالدارۍ لپاره یې د اوبو کمښت رامنځته کړی دی. غیر منظم بارانونو او د تودوخې لوړیدو له امله، د اوبو ډیری دودیزې سرچینې ورو ورو وچیږي، او خلک د بدیلو حل لارو د موندلو په لټه کې دي.
شفیقالله همکار د کابل ښار د پنځمې ناحیې څخه وايي “زموږ ژورې څاګانې په بشپړ ډول وچې شوې دي، ځکه چې په تېرو څو کلونو کې واوره او باران ډېر کم وو. د ځمکې لاندې اوبو د سطحې شدید کمښت موږ دې ته اړ کړي یو چې د خپلو اساسي اړتیاوو لپاره د اوبو ټانکرونو ته تکیه وکړو. دا زموږ لپاره په ښار کې یو ستر مشکل دی.”. اوسمهال اټکل کیږي چې شاوخوا ۸۰ فیصده افغانان کافي اوبو ته لاسرسی نلري، او دا ستونزه په کلیوالو سیمو کې لاپسې جدي ده. اکثر وخت هلته خلک ولاړو ناپاکو اوبو ته مجبوریږي، چې له امله یې د کولرا او نس ناستې په څېر د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو د زیاتوالي لامل ګرځي.
“میلیونونه افغانان، چې له سختو ستونزو او ناوړه بشري حالت سره لاس او ګریوان دي، د څښاک، پخلي او کرنېزو فصلونو لپاره د اوبو پیدا کول ورته ډیری وخت ناشونی وي. دا د خلکو په روغتیا او د خوراکي توکو ته د لاسرسي په برخه کې خورا منفي اغیز لري او د هېواد د اقتصادي ودې فرصوتونه کمزوري کوي.” مارتین ډي بوییر د آی سي آر سي د پروګرامونو او مخنیوي مشر.
د لازمو بنسټیزو اسانتیاوو، لکه د اوبو رسولو سیستمونو، بندونو او د اوبو لګولو د شبکو نه شتون خلکو ته د اوبو د لاسرسي په برخه کې ستونزې لا زیاتوي. د سره صلیب نړیواله کمیټه (آی سي آر سي) د ټولنو د ملاتړ او د اوبو د ښه والي او مدیریت په برخه کې له چارواکو سره د مرستې په برخه کې مهم رول لوبوي.
هڅې او ابتکارات
په ۲۰۲۴ کال کې، د کابل، هرات، فیض آباد، کندهار، میمنې، خوست، کندز او شینډنډ ښاري سیمو کې د ترسره شویو هڅو په پایله کې ۱،۱۲ میلیونه خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند چ سره مرسته وشوه کې ترسره شوې هڅې له ۱.۱۲ میلیونو خلکو ګټه اخیستلو ته لار پیدا کړه، چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د بنسټیزو جوړښتونو د بیا رغولو او د پایدارې برښنا د رسولو ملاتړ وروسته یې پاکو څښاکو اوبو ته ښه لاسرسی پیدا کړ. پکتیا او کندز ولایتونو کې، شاوخوا ۲۶۰,۰۰۰ کسانو د ۱,۳۱۵ لاسي پمپونو د ترمیم له لارې پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.
په پروان کې، د سره صلیب نړیوالې کمیټې د افغاني سرې میاشتې ټولنې (ARCS) سره په ګډه په ۲۶ کلیو کې مختلفو کورنیو ته ۱،۸۹۰ د بایوسنډ فیلټرونه ویشلي دي او همدارنګه یې د جبل السراج په ولسوالۍ کې د خلکو ته د خفظ الصحې ښوونه کړې. دغې چارې ۱۷,۳۱۲ کسانو ته مستقیمه ګټه ورسوله او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یې د پام وړ ښه کړ. دې نه یوازې د ټولنې د اوبو خوندیتوب ښه کړ، بلکې د خلکو پر روغتیا یې هم ګټور اثرات درلودل.

محمد کاظم، چې کورنۍ یې پخوا غیر صحي اوبه کارولې، اوس یې د پاکو اوبو لپاره بایو شګې فلټر ترلاسه کړ (عکس: آی سي آر سي/محمد مسعود صمیمي)
محمد کاظم د بالا کلي نه وویل، “موږ د نهر اوبه کارولې چې ناپاکې وې. مونږ او ماشومان مو په مختلفو ناروغیو لکه نس ناستې او لیشمانیا باندې اخته وو. اوس به دغه فیلټرونه کاروو، او دا به مرسته وکړي چې په اوبو کې شته خطرناک مواد لرې تر څو زمونږ روغتیا ته ګټه ورسوي.”

د کابل ولایت د بګراميو ولسوالۍ د اوبو پمپ سټیشن. (عکس: آی سي آر سي)
په کابل کې، د سره صلیب نړیوالې کمیټې د بګرامي د اوبو پمپ سټیشن د چلیدو ظرفیت لوړ کړ، چې کولی شي ۲۵,۰۰۰ کورنیو ته دوامداره اوبه ورسوي، چې شاوخوا ۲۵۰,۰۰۰ خلک ترې ګټه پورته کوي. دا چاره د څلورو تقویتي پمپونو (درې اصلي او یو کمکي) په نصبولو او د سټیشن د اعتبار او کاري موثریت په لوړولو سره ترلاسه شو. دا پرمختګونه د اوبو د دوامداره رسولو، د کمښت د مخنیوي، او د ښاري نفوس د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېر اړین دي.

په کندوز ولایت کې یوساختماني کاریګر د اوبو د انتقال نوی پایپ نصبوي. (انځور: آی سي آر سي)
د افغانستان په شمال کندز ولایت کې، د سره صلیب نړیوالې کمیټې د ځایي خدماتي ادارې ملاتړ وکړ او یوه ژوره څاه یې ورغوله، چې پدې سره ۱۰،۵۰۰ څخه زیاتو خلکو ته د اوبو رسولو ظرفیت لوړ شو. دې پروژه کې د پمپ د دستګاه لپاره د کوټې جوړول، د اوبو د پمپ کولو سمرسېبل ، او له برېښنا شبکې سره یې وصلول شامل وو. د اوبو د انتقال لپاره یو نوی ۵۰۰ متره پایپ هم وغځول شو، تر څو ټولنې زیاتیدونکې اړتیا پوره او دا د ټولنې د استحکام او زیربناوو په عصري کولو دلالت کوي.

په کندهار ښار کې ساختماني کارګران نوي ایچ ډي پي اي HDPE پایپونه نصبوي.
د هېواد په جنوب، د کندهار ښار په نهمه ناحیه او الف ساحه کې، د سره صلیب نړیوالې کمیټې د اوبو رسولو شته شبکه د ښه کولو په موخه، د نږدې ۱،۵۰۰ متره (ایچ، ډي پې اي) پایپ او شپږ د اوبو د دروازو والونه نصب کړل. دا هڅې د شاوخوا ۵۰,۰۰۰ کسانو لپاره اوبو ته ددوی د دوامداره لاسرسی تضمینوي، دا نه یواځې د اوبو د نقسیم ښه کوي لکه د اوبو رسولو د سیستم استحکام او او موثریت هم پیاوړی کوي.
راتلونکی تګلاره
د پاکو اوبو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده چې د عامه روغتیا، د خوړو امنیت، او اقتصادي ثبات باندې اغېز کوي. د اوږدمهاله حلونو لپاره دوامداره پانګونه، نړیواله همکاري، او قوي حکومتولي اړینه دي. که عاجل ګامونه پورته نه شي، میلیونونه افغانان به د اوبو له کمښت سره مخ شي، چې دا به یې روغتیا او د خوړو خوندیتوب ته زیان ورسوي.
“افغانستان د خپلو اوبو شاوخوا۸۰ فیصده د یخونو د اوبه کیدو او موسمي واورې څخه ترلاسه کوي، خو د اقلیمي بدلون له امله د یخونو د چټک اوبه کېدل د اوبو اوږدمهاله شتون ته ګواښ جوړوي، چې د څښاک، کرنې او برېښنا د تولید لپاره مهم دی. د ځمکې لاندې د اوبو د کچې کموالی او د اقلیمي بدلون له امله د سختو موسمي پېښو زیاتوالی افغانستان ته جدي ګواښ دی. د دې ستونزې د حل لپاره، اړتیا ده چې د اوبو مدیریت ته پاملرنه وشي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مقاومتي تدابیر ونیول شي، د کرنې لپاره پایدارې اوبه برابرې شي، او د طبیعي پېښو لکه سېلابونو او وچکالۍ سره د مبارزې چمتووالی زیات شي.” ورونیک ویبر اوویډو پینتو د آی سي آر سي د اوبو او استوګنې د پروګرام مشر وویل.