په ۲۰۲۳ کې، کورنیو  په افغانستان کې د خپل وس مطابق د خوړو، کار، مناسبې سرپناه او روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسۍ په شان د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی. دا چې ددې ننګونو په راکمولو کې مرسته وشي، نو د سره صلیب نړیوالې کمیټې (آی سی آر  سی) د مهمې مرستې د چمتو کولو له لارې په دې برخه کې اقدام کړی چې په دې کې روغتیايي پاملرنه، بېړني اقدام، معلولینو ته د فزیکي بیارغاونې چوپړتیاوې او د اوبو او انرژۍ د اکمال د سیستمونو  په شمول د اړینو بېخبناوو  بیارغاونه شامله ده.

موږ همداراز  د هغو زرګنو کسانو لاسنیوی هم کړی، چې وسله وال تاوتریخوالي ځپلي وي ترڅو  دوی پرې د خپل معیشت بیارغاونه وکړي چې په دې توګه دوی باوقاره ژوند ولري او د دوی د فزیکي او رواني روغتیا ساتنه هم شوي وي. موږ له توقیفځایونو څخه هم لیدنې کتنې کړي ترڅو د توقیف وضعیتونو ته وده ورکړل شي او له دې ډاډ ترلاسه شي چې له ازادۍ بې برخې شویو کسانو  سره انساني چلن کېږي.

په ۲۰۲۳ ام کال کې زموږ د مرستې د اندازه کولو وړ اغېز ته یوه کتنه :

–  ۱،۲۰۲،۶۱۲ ناروغانو، چې زیاتره یې ښځې او کوچنیان وه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په هغو ۴۷ روغتیايي مرکزونو کې لومړنۍ روغتیايي پاملرنه ترلاسه کړې- چې د آی سی آر سی لخوا یې ملاتړ کېده.

–  ۳۳ روغتونونه، چې د ۷،۰۵۷ بسترونو وړتیا لري، او د ۲۶ میلونو چوپړتیا کوي، نو د کال په اکثره برخه کې له دوی څخه د معاش او جاري لګښتونو په برخه کې ملاتړ شوی، چې ۱۰،۹۰۰ روغتیايي پاملرنې کارمندانو ته معاشونه ورکړل شوي

–  ۲۰۶،۱۲۸ ناروغانو سره د آی سی آر سی لخوا د ۷ فزیکي بیارغاونې په مرکزونو کې مرسته شوې

–  د ټول هېواد په ۱۱ محابسو کې تر ۱۲،۰۰۰ توقیفي کسانو میاشتیني خواړه ترلاسه کړي ترڅو دوی د ورځې درې وخته خواړه پرې چمتو کړای شي. د بېلابېلو چارواکیو تر واک لاندې په ۲۶ توقیفځایونو کې ۱۸،۰۰۰ توقیفي کسانو ژمنۍ کڅوړې ترلاسه کړي چې د سخت ژمي پر وړاندې د دوی ساتنه وکړي.

–  د ۲۱۳ لادرکه کسانو پېښې اوارې او د دوی ځای ځیګې معلوم شو.

–  د توقیفي کسانو او د دوی د کورنیو ترمنځ د سره صلیب ۱۲۵ پېغامونه ( چې پکې لنډ کورني خبرونه هم شامل دي) او ۷۹ سلامت ( لنډ شفاهي پېغامونه) تبادله شوي دي.

–  ۱۰،۴۴۶ کورنیو ( ۸۳،۵۶۸) په غزني، لښکرګاه، هرات، فراه، کندهار، کونړ، ننګرهار، کندز، سمنګان، فاریات، جوزجان او پنجشیر کې څو اړخیزه نقدي مرستې ترلاسه کړي ترڅو خپلې بنسټیزې اړتیاوې پرې پوره کړي.

–  د افغانستان برېښنا شرکت ته د ۷۵۰۰۰ لیټره تیلو ، څلور ډیزلي جنریټرونو، برېښنايي تجهیزاتو او ټرانسفرمرونو د چمتو کولو له لارې تر یو میلیون څخه ډېرو کسانو دوامداره او ښه برېښنا ترلاسه کړې ده.

–  په کلیوالو سیمو کې استوګن تر ۳۹۰،۰۰۰ ډېرو کسانو  او په ښاري سیمو کې استوګن تر ۶۶۰،۰۰۰ ډیرو کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

د لا ډېرو جزیاتو لپاره، لاندې پوره سند ته لاسرسی موندلای شئ

ICRC_Facts_and_Figures 2023_Pashto