په افغانستان کې د آی سي آر سي د مرکزي نمایندګۍ د مشر، ایلوا فیلیون لخوا ددې ادارې د کار په اړه تازه معلومات:

له نیمايي څخه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. دا پدې معنا چې په هرو دوو افغانانو کې یو یې طبي څارنې ته لاسرسی نلري یا د خوړلو لپاره کافي خواړه نلري. دا پدې معنا ده چې زیات شمیر خوار ځواکي ماشومان، هغه کسان چې د وجود غړي یې له لاسه ورکړي او هغه کورنۍ چې د ژمي په سړو شپو کې له یخنۍ رنځ وړي، ټول مرستو ته اړتیا لري، مګر ډیر لږ یې مرسته ترلاسه کوي.

د سره صليب نړيواله کميټه له ۴۰ څخه د ډیرو کلونو راهيسي له اړمنو افغانانو سره مرسته کوي او موږ به په راتلونکو میاشتو او کلونو کې خپلې ژورې ښکیلتیا ته دوام ورکړو.

آی سي آر سي په تیرو دوو کلونو کې له یو ډیر بریالي پروګرام څخه ملاتړ کړی چې د روغتونونو څخه د ملاتړ په نامه یادیږي. دې پروګرام د ټول هیواد په ۳۳ روغتونونو کې د ۱۰۹۰۰ افغان ډاکټرانو، نرسانو او کارکوونکو معاشونه ورکړي دي، چې ۲۶ میلیونه خلکو ته يې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي. د دغه پروګرام له لارې د درملو او نورو طبي توکو لګښت ورکړل شوی او همدارنګه ورځني لګښتونه لکه د برښنا، امبولانس خدمتونه، لابراتواري ازموینې او د ناروغانو لپاره خواړه هم برابر کړي. میلیونونو افغانانو له دغو حیاتي مرستو څخه برخمن شویدي.

روغتونونو څخه د ملاتړ پروګرام د یوه بیړني اقدام په توګه په پام کې نیول شوی وو، ترڅو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د چارواکو له بدلیدو وروسته په هیواد کې د روغتیا سیستم له سقوط څخه مخنیوی وشي. د آی سي آر سي هدف دا وو چې په لنډمهاله توګه د هیواد د ثانوي روغتیایي سیستم ساتنه وشي ترڅو چارواکي وکولای شي ځان تنظیم کړي چې د روغتیا څارنې سیستم مسؤلیت په غاړه واخلي.

پلان شوی وو چې ددې مسؤلیت سپارل به د  ۲۰۲۳ د اګسټ په ۳۱  نیټه ترسره شي او افغان چارواکي به د ټولو روغتونونو مالي مسؤلیت په غاړه واخلي*. دا چارې په روڼتیا سره پلان شوې وې او روغتیایی چارواکو د یادو روغتونونو د مسولیت په غاړه اخیستو او د خلکو د روغتیا څارنې اړتیاوو پوره کولو لپاره لیوالتیا او ژمنه ښودلې وه. سره لدې، موږ اوس د دې پروګرام د ځینو برخو د تمدید په هیله له مرستندویانو سره خبرې کوو او جزئیات به يې په مناسب وخت کې شریک کړو.

آی سي ار سي په افغانستان کې د نړۍ دوهم لوی بشري ماموریت لري، او موږ له دې هیواده  د وتلو کوم پلان نلرو.

موږ پلان لرو چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ۴۷ لومړنیو روغتیایي مرکزونو سره چې د تغذیې پروګرام لري خپل ملاتړ ته دوام ورکړو. موږ به له افغان چارواکو سره په توقیفځایونو کې د روغتیا پاملرنې ښه کولو لپاره هم کار وکړو، د کندهار سرپوزې زندان او د هرات ولایتي زندان په ګډون چې موږ به یې له کلینیکونو څخه مستقیم ملاتړ کوو. او همدارنګه د فزیکي بیارغونې له اوو مرکزونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو چې هر کال د ۱۵۰۰۰۰ تنو فزیکي معلولیت لرونکو کسانو درملنه کوي.

موږ به د غزني حوزوي او ولایتي روغتونونو او په پنجشیر کې د رخې ولسوالۍ روغتون د بیړنیو څانګو ملاتړ او همدارنګه بیلابیلو ولایتونو کې د لومړنیو مرستو روزنې ته دوام ورکړو.

آی سي آرسي له نړیوالې ټولنې او پرمختیایي سازمانونو غواړي چې د افغانستان له مهمو عامه جوړښتونو سره خپلې مرستې زیاتې کړي. زیات شمیر افغانان چې له کلونو راهیسې رنځ وړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

*حکومت د ۲۰۲۳ په اپریل کې د ۳۳ ملاتړ شويو روغتونونو له ډلې د اتو مسؤلیت په غاړه واخیست.