په افغانستان کې، له نیمايي څخه ډیر (۵۵٪) وګړي  بشري مرستو ته اړتیا لري، پداسې حال کې چې اقتصادي بندیزونو له پخوا خراب وضعیت لا ژور کړیدی. د سره صلیب نړیواله کمیټه (آی سي آر سي) میلیونونو کسانو ته د حیاتي مرستو برابرولو ته دوام ورکوي. د پراخو خدمتونو په وړاندې کولو سره، له روغتیا څارنې او بیړني غبرګون څخه معلولیت لرونکو کسانو ته د فزیکي بیارغونې خدمتونه او د مهمو جوړښتونو لکه د اوبو رسولو سیستمونو ترمیم پورې، د سږکال په لومړۍ نیمایي کې موږ د اغیزمنو مرستو رسولو توان درلود. برسیره پر دې، موږ زرګونو کسانو سره مرسته کړې چې د ژوندانه اړین وسایل یې چمتو شي او له آزادۍ څخه برخې شویو کسانو ته (زندانیانو) مو په توقیفځایونو کې روغتیا څارنه برابره کړېده. آی سي آر سي له بیلابیلو لورو سره د زیان منونکو خلکو د ملاتړ او مرستې لپاره خبرې اترې کوي او هڅه کوي خطرونو او سختیو سره د هغوی مخامخ کیدنه کمه شي.

د ۲۰۲۳ لومړۍ نیمایي کې، زموږ فعالیتونو ته کتنه:    

– د ۵۸۱۵۴۸ ناروغانو درملنه، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ۴۷ کلینیکونو کې شوې چې آی سي آر سي یې ملاتړ کوي.

– له ۳۳ روغتونونو سره چې د ۷۰۵۷ بسترونو ظرفیت لري او ۲۶ میلیونو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، ملاتړ شوی، د ۱۰۹۰۰ روغتیایي کارکوونکو معاشونه ورکړل شوي او ورځني لګښتونه یې هم برابر شویدي.

– ۱۰۲۲۲۶ ناروغانو سره د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې په ۷ مرکزونو کې مرسته شویده.

– ۱۲۰۰۰ زندانیانو د ټول هیواد په ۱۱ محبسونو کې د خوړو میاشتینۍ بستې ترلاسه کړي چې د ورځې درې وخته خوړو ته لاسرسی ولري.

– د لادرکۍ ۸۷ قضیې حل او د ورکو شویو کسانو پتې موندل شویدي.

– د سره صلیب ۶۰ پیغامونه (لاس لیکلی کورنی احوال) او ۱۹ سلامت (زه خوندي او ښه یم شفاهي پیغامونه) د زندانیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ تبادله شوي او د سره صلیب ۹۵ پیغامونه له ملکي وګړو راټول او یا هم ویشل شویدي.

– ۳۵۲۵ کورنیو (۲۸۲۰۰ تنو) په غزني، لښکرګاه، هرات او پنجشیر کې نغدي مرستې ترلاسه کړې، چې اړتیاوې یې تامین شي.

– ۴۳۴۰۴۰ تنه وروسته له هغې د برښنا له انرژۍ برخمن شول چې د افغانستان برښنا شرکت ته ۷۵۰۰۰ لیټره سون توکي، ۳ ډیزلي جنراتورونه، الکټریکي وسایل او ټرانسفارمرونه چمتو شول.

د نورو جزیاتو لپاره، بشپړ معلوماتو ته دلته لاسرسی ومومئ:

ICRC Operational Facts and Figures – Pashto 2023