د افغانستان د غزني ولایت له مالستان ولسوالۍ نه مرضیه (نوم بدل شوی) ۹ کلنه وه چې کورنۍ یې وغوښتل هیواد پریږدي. هغه وایي، ”مور مې غوښتل ما، زما خویندې او ورونه د ایران له لارې ترکیې ته یوسې. له بده مرغه، موږ ونشو کولای د پولې هخوا واوړو ځکه چې چارواکي خبر شول او ټول هرې خوا ته وتښتیدل“. پدغه اړو دوړ کې، زما ۱۲ کلن ورور، مصطفی لادرکه شو.

داود شاه هم ورته کیسه لري؛ کله چې ۱۵ کلن زوی یې له افغانستانه د مهاجرت پر مهال لادرکه شو. هغه وایي، ”هغه له خپلو ملګرو سره ایران ته تللی وو او غوښتل یې چې انګلستان ته ولاړ شي. وروسته له هغې چې هغوی ایران ته ورسیدل، موږ هغوی سره اړیکه له لاسه ورکړه“. د کورنۍ اندیښنه به هغه مهال لاپسې زیاتیده چې د سفر په ترڅ کې په سمندر کې د ډوبیدو او یا له دښټو او ځنګلونو څخه د تیریدلو پر مهال به د مهاجرانو د مرګ ژوبلې په هکله خبرونه اوریدل کیدل.

په افغانستان کې لکه سلګونو نورو کورنیو په شان، مرضیه او داود انتظار باسي چې د خپلو ګرانو خپلوانو په هکله معلومات ترلاسه کړي.

اوږد انتظار پای ته ورسید

د مرضیې او داود اوږد لټون د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې هغه مهال پای ته ورسید چې هغوی د Trace the Face په هکله معلومات ترلاسه کړل، کوم چې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ د کورنیو اړیکو د بیا ټینګولو پروګرام یوه برخه ده.

 Trace the Face چې په کال ۲۰۱۳ کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې (آی سي آر سي) او د ځینو اروپایي هیوادونو د سره صلیب د ملي ټولنو لخوا منځ ته راغی، له هغو خلکو سره مرسته کوي چې د کورنۍ غړي یې د تاوتریخوالي، ناورینونو یا کډوالۍ له امله لادرکه شوي وي. د دغې وسیلې په واسطه، خلک کولای شي د خپلو کورنیو د لادرکه شویو غړو انځورونه په دغه ویبپاڼه کې پسټ کړي.

وحیدالله اسرار چې د آی سي آر سي د کورنیو اړیکو بیا ټینګولو په پروګرام کې له تیرو لسو کلونو راهیسې کار کوي، مرضیې او د هغې خور ته لارښوونه وکړه چې د خپل ورور د لټون لپاره Trace the Face وکاروي. اسرار وایي، مرضیې ټول انځورونه په ډیټا بیس کې ولیدل او بالاخره د خپل ورور انځور یې وموند. هغه ډیره خوشحاله وه ځکه چې وروسته له شپږو کلونو یې خپل ورور وموند. وروسته بیا هغه له مرضیې سره مرسته وکړه چې له خپل ورور سره چې په سویډن کې وو، اړیکه ونیسي. مرضیه وایي، ”زه به هغه کړاوونه چې د هغه د ورکیدو له امله او هغه خوشحالي چې د هغه په موندلو کې مې تجربه کړه، هیڅکله هیر نکړم“.

له بلې خوا، داود د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره اړیکه نیوله وه چې خپل زوی ومومي او هغوی بیا آی سي آر سي ته راجع کړی وو. کابل کې د آی سي آر سي په دفتر کې، دغې کورنۍ په ډیټا بیس کې خپل د زوی انځورونه ولټول. د هغه سترګې له اوښکو ډکې شوې او ویې ویل، ”زه کور ته راستون شوم او انتظار مې ایسته چې زوی مې او یا هم د آی سي آر سي کارکوونکي به ټیلفون وکړي. کله چې بالاخره زما زوی زنګ ووهه، موږ په کور کې وو. هغه شیبه زموږ لپاره اختر وو. هغه په جرمني کې وو“.

اسرار هم لدغو کورنیو سره د هغوی په خوشحالیو کې شریک وو، هغه وایي، ”دغه دواړه قضیې د ۲۰۲۲ د اکتوبر په پای کې حل شوې. کله چې موږ کورنۍ د هغوی له خپلوانو سره یوځای کوو، موږ هم ډیر خوشحالیږو“.

داود شاه خپله کیسه د آی سي آر سي له کارکوونکي سره شریکوي. (انځور: وسیم محمدي)

اوږده لاره مخ کې ده

هر ورځ زرګونه کورنۍ په ټوله نړۍ کې د جګړې، ناورینونو یا کډوالۍ له امله جلا کیږي. کله کله هغوی څو کاله خپل ورک شوي غړی لټوي، ډیر کړاوونه او اندیښنې ګالي ترڅو د هغوی پته مومي.

آی سي آر سي او د سره صلیب او سرې میاشتې ملي ټولنې په ټوله نړۍ کې یوځای کار کوي ترڅو ورک شوي خلک ومومي او هغوی بیا له خپلو خپلوانو سره په اړیکه کې وساتي. د ورکو شویو کسانو لټون، د جلا شویو کورنیو ترمنځ د اړیکو بیا ټینګول، کورنۍ بیا یوځای کول او د هغو کسانو موندل چې لا هم لادرکه وي، هغه چارې دي چې دوی یې په ګډه سرته رسوي.

اوسمهال، ۴۰۳۴ انځورونه په Trace the Face ویبپاڼه کې شته دي، چې ۱۷۸۹ انځورونه د هغو افغانانو دي چې د خپلو کورنیو لادرکه غړي لټوي. ډیرې کورنۍ د مهاجرت په لار کې جلا کیږي او نپوهیږي چې څرنګه هغوی سره بیا اړیکې ټینګې کړي.

که چیرې خپل ورک شوي خپلوان لټوۍ، زموږ ویبپاڼه وګورئ.