حبيبالرحمان، چې د بدخشان ولايت د ارگو ولسوالۍ يو مزدورکار دی، کله یې چې د سره صليب نړيوالې کمېټې فزیکي بيا رغونې مرکزته په فيضاباد کې خپل ماشومان يووړل، نو هغه هغه سره اندېښنې او عزم دواړو مل وو. د هغه څلور کلن زوی، وثيقالله، او يوه کلنه لور، مينهگل، دواړه له دماغي فالج یا (Cerebral Palsy) سره زېږېدلي وو.
هغه وايي: «کله مې چې لومړی ځل ماشومان دې مرکز ته راوستل، يو يې نه شوای گرځېدای او بل يې نهشو کيناستلی. اوس، د درملنې او هغو مرستندويه وسايلو له امله چې دوی ته ورکړل شول، وثيقالله پخپله گرځېدای شي او مينهگل کيناستلی شي. دا پرمختگ راته يو ډول ريښتينې هیله راکوي».

بدخشان – فیضآباد، د آی سي آر سي د فزیکي بيا رغونې په مرکز کې حبيبالرحمان سره په غېږه کې لور مينهگله او تر شا يې زوی وثيقالله ښکاري. انځور: آی سي آر سي/پروېز احمد فیضي
حبيبالرحمان هره ورځ له ارگو څخه تر فيضاباده یو نیم ساعت سفر کوي چې یو اوږد او لگښت لرونکې لاره ده، خو هغه وايي دا هڅې يې ارزي چې تر دې مرکز راشي. هغه په خندا وويل: «که څه هم د درملنې لپاره تگ راتگ وخت او لگښت غواړي، خو دا زحمتونه په دې ارزي. زه روز-مزدور يم، خو کله چې د خپلو ماشومانو پرمختگ وینم، هر زحمت راته بیا مانا لري. زه دلته د دوی له مرستې ډېر منندوی يم».
د حبیبالرحمان پهڅېر د زرگونو کورنيو کيسې شته چې د زړورتيا او لوړ مقاومت کيسې بيانوي. د سره صليب نړيواله کمېټه د خپل فزیکي بيا رغونې پروگرام له لارې هڅه کوي چې د افغانستان په کچه د هغو ماشومانو او لويانو حرکات بېرته ورغوي او د ټولنې له ژوند سره يې يوځای کړي، چې له دماغي فالج سره مخ دي. دا خدمتونه چې په پيل کې د دې مرکزونو يو کوچنی او اضافي فعاليت و، اوس په يو منظمه بڼه په څو ولايتي شبکه بدل شوی، چې زرگونه ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کوي. د کابل، هرات، مزارشريف، گلبهار، جلالاباد، فيضاباد او لښکرگاه د فزیکي بيا رغونې مرکزونو له لارې، د ۲۰۲۱ کال د اگست څخه تر ۲۰۲۵ کال د جون پورې د مرستې شويو کسانو شمېر تر شا د زړورتيا، پرمختگ او د هيلو ډېرې الهامبښونکي کيسې پرتې دي.

د شمېرو له مخې، ماشومان د آی سي آر سي د فزیکي بيا رغونې له پروگرامه تر ټول ډېر گټهاخیستونکي دي. د څلورو کلونو په موده کې (له اگست ۲۰۲۱ تر جون ۲۰۲۵)، نږدې ۱۱،۵۰۰ هلکان او له ۸،۰۰۰ څخه زياتې نجونې چې له دماغي فالج سره مخ وې، په هېواد کې د آی سي آر سي په بېلابېلو فزیکي بيا رغونې مرکزونو کې درملنه، بيا رغونه او مرستندويه وسايل ترلاسه کړيدي.
د ماشومانو پر درملنه دا تمرکز زموږ د پروگرام يوه مهمه ځواکمنتيا ښيئ: وختي او پر وخت مراجعه! د ماشومانو په کم عمر کې مرسته کول هغوی ته دا فرصت ورکوي چې د تحرک وړتيا، د خبرو مهارتونه او په ښوونځي او ټولنه کې د گډون توان پياوړی کړي.
د مزار شريف لس کلنه زهرا يو بله بېلگه ده چې زغم او هڅه څنگه د انسان برخلیک بدلولای شي. کله چې د هغې مور، عابده محمدي، خپله دا نازولې لور چې لا يو نيم کلنه وه، د مزار شريف فزيکي بيا رغونې مرکز ته يې يوړه، زهرا نه شوای کولای خپله کښېني، خاپوړې وکړي، يا هم پهخپله ډوډۍ وخوري. عابدې د هغې د ژوند لومړنۍ ورځې په احساساتو سره يادوي: «زهرا ته دا هم گرانه وه چې يو کوچنی شی په لاس کې راواخلي. هره څه ورته خورا سخت وو».

عابده محمدي له خپلې لور زهرا سره د آی سي آر سي په فزیکي بيا رغونې مرکز کې. انځور: آی سي آر سي/ ذبيحالله برمک
د کلونو په تېرېدو سره لا هم عابده هرو شپږ مياشتو کې خپله لور زهرا د درملنې او فزيوتراپۍ لپاره دغه مرکز ته راوړي. د فزيوتراپیسټ د متخصص تر لارښوونې لاندې، هغې په ډېر دقت سره هغه تمرينونه پلي کوي چې په يو کوچني کتابچه کې ورته لیکل شوي او اوس د دوی د ورځني ژوند يوه برخه گرځېدلې ده. عابده وايي: «د کلونو د درملنې او تمريناتو له برکته، زهرا اوس کولای شي خپله کالي واغوندي، خپله ډوډۍ وخوري، قلم ونيسي او ليکل وکړي. زه د هغې په پرمختگ ډېره ویاړم، دا هغه څه دي چې کله لومړی ځل دلته راغلو، موږ يې تصور هم نه شو کولای».
د پرلهپسې پاملرنې او هڅو په پایله کې، د زهرا پرمختگ د پام وړ دی، هره کوچنۍ لاسته راوړنه د هغې د مور لپاره د خوشحالۍ يو نوی فصل دی. عابده، چې اوس ډېره هيلهمنه ده، لا هم منظم ډول مرکز ته راځي، او هره ورځ د خپلې لور زیاتېدونکی ځواک، باور او خپلواکي ويني.
نجم الدين هلال، چې د کابل د فزیکي بيا رغونې مرکز مشر دی، څرگندوي چې دماغي فلج ناروغي يو ډول پرمختيايي حالت دی چې د ماشوم د دماغ د زيان له امله رامنځته کېږي، دا زيان کېدای شي د زيږون څخه مخکې یا زېږون پر مهال يا له زېږون لږ وروسته پېښ شي. هغه وايي: «دا زيان د دماغ د هغو برخو کار گډوډوي چې د بدن خوځښت او د عضلاتو د کنټرول مسوولیت لري، او له همدې امله ماشوم د اوږدمهاله ستونزو لکه د خوځښت، د عضلاتو د سختوالي، د بدن د حالت او د توازن له ننگونو سره مخ کېږي. په ډېرو مواردو کې، د دماغي فلج خطر هغه وخت زياتېږي کله چې د اميندوارۍ پر مهال د میندو د طبي پاملرنې کچه ټيټه وي، او دا ټیټه کچه پاملرنه بیا د زيږون پر مهال له دا ډول ستونزو ته لا انکشاف ورکوي».

د تېر څلورو کلونو په ترڅ کې سلگونه ماشومان او سړیان چې د دماغي فلج له ناروغۍ رنځېدل، د آی سي آر سي د فزيکي بيا رغونې مرکزونو کې درملنه شوېدي. د ۲۰۲۱ کال د اگست څخه تر ۲۰۲۵ کال د جون پورې، په ټولو ولايتونو کې د دماغي فلج لرونکو کسانو څخه ۸۲۸ لويان ثبت شويدي. له دې جملې څخه ۵۱۳ نارينه (شاوخوا ۶۲ سلنه) او ۳۱۵ ښځينه (نږدې ۳۸ سلنه) وو. د نويو ثبت شوو ناروغانو شمېر په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په څرگند ډول زيات شوی، چې دا د پروگرام د پراخېدو او د خلکو ته د لاسرسي د پياوړتيا څرگندونه کوي.
ټولنيز گډون
د ټولنيز گډون هغه پروگرامونه چې د دماغي فلج ناروغ ماشومان او لويان پکې شاملېږي، د بيا رغونې په عمومي بهير کې يې خورا مهم رول لوبولی دی. د ۲۰۲۱ کال د اگست راهيسې، ټول ۴۰۰ ناروغان (۲۵۷ هلکان، ۲۲ نجونې، ۱۰۶ سړیان او ۱۵ مېرمنې) د بېلابېلو فعاليتونو لکه فوټسال، تفريحي درملنې او نورو «د ټولنې پر بنسټ د گډون پروگرامونو» کې برخه اخیستې ده. دا پروگرامونه نه يوازې د ناروغانو فزيکي وړتياوې لوړوي، بلکې د هغوی پر ځان باور او د ټولنې سره د يوځای کېدو احساس هم زياتوي.

ماشومان د کابل د آی سي آر سي د فزيکي بيا رغونې مرکز په ورزشي تالار (جمنازيوم) کې د فوټسال لوبه کوي. انځور: آی سي آر سي/ محمد مسعود صمیمي
دغه فعاليتونه ماشومانو ته دا فرصت برابروي چې ولوبېږي، له يو بل سره اړيکې جوړې کړي او په يو ملاتړیز چاپېريال کې او ځانباوري بېرته ترلاسه کړي. د ډېرو کورنيو لپاره، دا ټولنيز پروگرامونه د طبي درملنې هومره ارزښتناک شويدي، ځکه هغوی ته دا درک ورکوي چې د دماغي فلج ناروغي د انزوا لامل نهده، بلکې يو فرصت دی چې د ژوند له حالاتو سره عادت شي، له نورو سره وصل شي او په گټه لا پياوړي شي.
د آی سي آر سي د فزيکي بيا رغونې مرکز مشر، نجم الدين، وايي: «د ماشومانو درملنه د دغه پروگرام له لارې ځانگړې اهميت لري. د درملنه شویو ماشومانو زيات شمېر دا ښيئ چې د بيارغونې مرستې له کورنيو سره په لومړيو پړاوونو کې رسېږي، چې دا د دماغي فلجلرونکو ماشومانو د اوږدمهاله پرمختگ لپاره خورا مهم گام دی».
د ۲۰۲۵ز کال په لومړنيو شپږو مياشتو کې د فزيکي بيا رغونې د پروگرام له لارې ترسره شوی ملاتړ:
– د آی سي آر سي په ملاتړ، په اوو فزيکي بيا رغونې مرکزونو کې ۱۰۴,۶۳۴ ناروغانو ته مرسته او خدمتونه وړاندې شول.
– ۸,۷۴۸ نوي ناروغان ثبت شول، چې له دې شمېر څخه ۵۰۹ کسان د اندام پرېکولو (امپيوټېشن) درملنې ته اړ شوي وو.
– ۱۵,۵۵۰ مصنوعي او ملاتړ کوونکي غړي (پروتېز او اورتېز) جوړ او لگول شوي.
– ۷۲,۹۴۹ د فزيوتراپۍ جلسې ترسره شوې.
– ۵,۳۱۱ د کور ليدنې وشوې، چې له امله یې ۲,۹۲۰ ناروغانو گټه واخيسته.
– ۳۴۳ ناروغانو ته د حرفوي (مسلکي) روزنې فرصتونه چمتو شول.
– ۱,۵۳۴ ناروغانو ته د کوچنيو کاروبارونو د پيل لپاره بې سوده پورونه ورکړل شول.

