د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه، د افغانستان ختېځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه کې یوه مرګونې زلزله د ۶.۰ درجې په اندازه پېښه شوه. چارواکو راپور ورکړی چې له ۲۲۰۰ زیات کسان وژل شوي، او ګڼشمېر نور ټپیان شوي یا د خاورو د امبار لاندې ورک دي. زرګونه کورونه وېجاړ شوي، په داسې لرې-پرته او سخته رسېدونکي سیمه کې چې طبي بنسټونه یې محدود دي او په دې وروستیو کې یې د پاکستان څخه راستانه شوو زرګونو افغانانو د کوربهتوب پېټې هم پر اوږو اخیستیدی.
خلکو په چټکۍ سره د زلزلې ځپلیو د ژغورنې لپاره هڅې وکړې. په جلالاباد ښار کې د آی سي آر سي ټيم د خپلو شریکانو لکه (آی اف آر سي) او په ځانګړي ډول د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره نږدې همکاري کوي. افغاني سرې میاشتې ټولنې دې غمیزې ته لومړنی چټک غبرګون وښود او هغه روغتیايي مرکزونو ته يې اړین توکي ورسول چې ډېره اړتیا يې لرله. د آی سي آر سي ټیمونه هڅه کوي چې اغېزمنو سیمو ته لاسرسی اسانه کړي، ټولنو ته پاکې اوبه برابرې کړي، او د دې غمیزې وروسته د کورنیو د جلا کېدو مخه ونیسي.
له دې غمیزې لږ وروسته، د آی سي آر سي یو څو اړخیزه کاري ټیم د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کې د اغېزمنو وګړیو لومړنۍ ارزونه ترسره کړه، نورګل هغه سیمه ده، چې د زلزلې له کبله تر ټولو ډېره اغېزمنه شوېده. زموږ ټیمونه روان وضعیت له نږدې څاري، او بیړنۍ طبي مرسته یې وار د مخه روغتونونو او اړوندو ادارو ته سپارلي دي، په داسې حال کې چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې د بېړنیو مرستو نور پلان هم ترتيبېږي تر څو له اړمنو ټولنو څخه ملاتړ وشي.
له زلزلې وروسته په لومړۍ اوونۍ کې زموږ د غبرګون په تړاو عمومي معلومات په لاندې ډول دي:
روغتیا یا صحت: زموږ غبرګون کې هغه طبي توکي شامل دي چې د ننګرهار او کونړ روغتونونو ته ته ورکړل شويدي، کوم چې سلګونه ټپیان پرې روغتیا ترلاسه کولای شي. دې مرستو کې د ټپيانو د پټیو یا پانسمان کڅوړې او د خولې او وريدي محلولونو کڅوړې شاملې دي، چې د ۵۰۰ شدیدو او ۱۵۰۰ متوسطو ټپیانو د روغتیا لپاره بسنه کوي.
طبي تجهیزات هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ختیځ ساحوي دفتر او د کابل امبولانس څانګې ته ورکړل شول، چې د بیړني غبرګون یوه برخه ده. په جلال اباد کې د آی سي آر سي د فزیکي بیا رغونې مرکز د ننګرهار له حوزوي روغتون او د کونړ له روغتون سره د مرستندویو او تحرکي وسایلو مرسته وکړه، تر څو د معلولیت لرونکو وګړیو اړتیاوې پوره کړي.
– د افغاني سرې میاشتې ختیځ ساحوي دفتر ته ۴۴ بیړني طبي توکي، ۶ د ټپيانو د پانسمان کڅوړې، ۷ وريدي محلول کڅوړې، او ۱۴۲ تیارو خوړو بستې ورکړل شوې.
– د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون ته ۴۰ بیړني طبي توکي، ۳ وريدي محلول کڅوړې، او ۱ د وسلې ټپيانو بسته ورکړل شوه.
– د فاطمهالزهرا روغتون ته ۳۸ بیړني طبي توکي، ۲ د ټپيانو د پټيو یا پانسمان کڅوړې، او ۲ وريدي محلول کڅوړې ورکړل شول.
– د ننګرهار حوزوي روغتون ته ۴۰ بیړني طبي توکي، ۳ د ټپيانو پټیو یا پانسمان کڅوړې، ۴ وريدي محلول کڅوړې، او ۱ د خوراکي دواو کڅوړه وسپارل شوه.
– د کونړ ولایتي روغتون ته ۲۵ طبي کټونه، ۴۵ بیړني طبي توکي، ۱ د ټپيانو د پانسمان با پټۍ بسته، ۳ د خوراکي درملو بستې، او ۶ وريدي محلول کڅوړې ورکړل شوې.
– د کابل امبولانس خدماتو ته ۹ بیړني طبي بستې ورکړل شوې.
– د ننګرهار حوزوي روغتون ته ۲۰۰ جوړې کریچونه، ۱۵ ویلچیرونه، او ۱۵ د قدم وهلو چوکاټونه ورکړل شول.
– د کونړ روغتون ته ۵۰ جوړې کریچونه، ۱۰ د قدم وهلو چوکاټونه، او ۱۰ ویلچیرونه ورکړل شول.
د مړو د مدیریت لپاره د خوندیتوب یا فورنسیک خدمتونه: له کابل څخه ۴۰۰ کفنونه (۲۰۰ د مېرمنو او ۲۰۰ د نارینهوو) جلال آباد ته ورسول شول تر څو د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ټيمونو له لوري/ اغیزمنو سیمو ته ورسول شي. د مړو د لټون او موندلو په برخه کې له افغاني سرې میاشتې ټولنې څخه ملاتړ وشو، چې پکې د مړو کڅوړې او اړوند شخصي حفاظتي تجهیزات شامل وو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رضاکارانو امبولانسونو د تیلو لګښتونه هم ورکړل شول.
اوبه او حفظ الصحه: د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اوبو او حفظ الصحې ديپارتمنت ته بیړنۍ مرسته چمتو شوه، چې پکې د اوبو ټانکونه، ګرځنده تشنابونه، خیمې، حفظ الصحې کڅوړې، مصرفي توکي (کلورین)، تیلو، د اوبو ذخیرې، انعطاف منونکي اوبو ټانکونه، ګرځنده جنراتورونه او څراغونه شامل وو. ۳۰،۰۰۰ د ۱.۵ لیټرو بوتلونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټیمونو ته رسول ورکړل شويدي. د اوبو د ادارو لپاره تخنیکي او مالي مرسته او ملاتړ برابر شوې، او د آی سي آر سي ټیمونه د سرکونو او لارو د پاکولو او خلاصولو په هڅو کې هم مرسته کوي ترڅو اغیزمنو سیمو ته لاسرسی آسانه شي.
د کورنیو اړیکو ساتنه: افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د کورنیو اړیکو د بیړني بیارغونې بستې ورکړل شوې، چې پکې ټیلیفونونه، غږیز سپیکرونه، عادي او سولري څراغونه، سېساکټې او د ټیلیفون کریډیټ شامل وو.
د غورځنګ د شریکانو تر منځ همکاري: آی سي آر سي د بیړني غبرګون د ملاتړ په موخه افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ۱۵ مېلیونه افغانۍ (شاوخوا ۱۷۰,۰۰۰ سویس فرانک) مالي مرسته وکړه چې پهکې د لټون او ژغورنې عملیات هم شامل دي.

