د دولس کلن محمد احسان سترګې په فوټبال توپ خښې دي، په چټکو ګامونو د فوټسال په میدان کې منډې وهي؛ یو سیال ته ننګوي، له بل ځان خطا کوي او مخکې له دې چې د ګول وهلو هڅه وکړي، توپ په پوره مهارت سره پر مخ وړي. د لوبې په ډګر کې یې خوښي او ډاډ له ورایه ښکاري، چې د دې سپورټ سره يې څومره ژوره مینه ده. خو د احسان لپاره، چې له دماغي فلج یا (cerebral palsy) رنځ وړي، فوټسال یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې د بدني رغېدو او ټولنیز ژوند ته د ورګرځېدو یوه هیله ده.
د احسان مور، زرینه، وایي چې زوی یې څو کاله وړاندې ان نهشو کولای چې یوازې کښېني، وګرځي یا نور ساده کارونه ترسره کړي. په ۲۰۱۸ کال کې هغه د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د فزیکي بیا رغونې مرکز ته، چې په کابل کې دی، راوستل شو. له درملنې سره سم یې د ښه والي نښې وښودې، او ډېر ژر د فوټسال د تمرینونو یوه برخه وګرځېد.
زرینه وايي: «زوی مې د زیږون له وخته د سترګو ستونزه لرله، او کله چې درې کلن شو، زموږ پام شو چې یوه پښه یې بېحسه کېږي. ګڼو روغتونونو ته مو یووړ، خو هیڅ درملنې یې نتیجه ورنهکړه، تر څو مو د آی سي آر سي د مرکز په اړه واورېدل. له درملنې مخکې، ان تشناب ته تلل ورته سخت وو، خو اوس دا ټول کارونه پهخپله په اسانه کوي».
که څه هم د دوی کور د فوټسال له میدان څخه لرې دی، زرینه هره سهار د پنځو بجو نه مخکې راپاڅېږي تر څو زوی یې هره یکشنبه، سهشنبه او جمعه تمرین ته یوسي، هغه وايې: «زه غواړم چې پرمختګ یې دوام ومومي. د هغه هر ګام ماته یوه هیله رابخښي».
احسان هم په ډېرې مینې سره خپله کیسه شریکوي، وايي: «کله مې چې تمرین پیل کړ، یوازې د پښو پر پنجو به ګرځېدم، اوس په عادي توګه ګرځم، ښوونکي مې هم ماته د لوبو اجازه راکړې او نور زما نوم د غیر حاضر زدهکوونکي په توګه نه ثبتوي».
د بدلون راوستنې هڅه
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فوټسال پروګرام په ۲۰۱۰ز کې پیل شوی چې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو ماشومانو د اوږدمهاله فزیکي بیارغونې او ټولنیز ادغام لپاره یوه مهمه هڅه ده. دا پروګرام په ځانګړي ډول هغو ماشومانو باندې ډېر تمرکز کوي چې له دماغي فلج یا ګوزڼ څخه رنځ وړي.
د فوټسال له لارې، دا نوښت هڅه کوي چې سپورټ د درملنې، ځانبساینې، ذهني او ټولنیزو وړتیاوو د پیاوړتیا، او د معلولیت د ځواکمنتیا یوه حللار وګرځوي.
ماشومان نه یوازې دا چې په فزیکي او رواني توګه پیاوړي کېږي، بلکې پر ځانباور، خبرو کولو، او د نورو سره د ټولنیزې اړیکې په برخه کې هم پراخ پرمختګ کوي. له بلې خوا، د ماشومانو مور و پلار او پالونکي وایي چې د هغوی په احساساتو، هڅو او ټولنیزو اړیکو کې هم مثبت بدلونونه لیدل شويدي.

په دې انځور کې محمد احسان، چې نارنجي کمیس یې اغوستی، د کابل په یو فوټسال لوبغالي کې د توپ پر لور منډه وهي. )انځور: محمد مسعود صمیمي/ آی سي آر سي(

زرینه، مادر احسان، در طول هفت سال بازی فوتسال فرزندش، همیشه پشتیبان و حامی او بوده است. (عکس: آی سی آر سی/محمد مسعود صمیمی)
سپورټ، د بیا رغونې لپاره یوه وسیله
په کابل، هرات او مزارشریف کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فوټسال پروګرام کې تر اوسه ۹۴ تنه د ۱۴ کلنۍ څخه کم عمره ماشومان او ۴۶ لویان شامل شويدي. دا پروګرام په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو لپاره طرحه شوی چې عمرونه یې له شپږو کلونو پورته وي، او تمرینات يې هم د هغوی د عمر، بدني حالت او طبي اړتیاوو سره سم تنظیم شويدي.
په کابل کې څلور فوټسال ټیمونه، په هرات کې دوه او په مزارشریف کې هم دوه ټیمونه فعال دي. ګډونوال د عمر او معلولیت له ډول سره سم ګروپبندي کېږي، څو دا تمرینات هر چاته مناسب وي.
که څه هم د دې پروګرام مدیریت او مالي لګښتونه د آی سي آر سي له لوري تمویلېږي، خو ځینې وختونه نور سازمانونه لکه د ایټالیا د (ناوي کېرېنګ هېومنز) موسسه هم مرسته کوي، د بیلګې په توګه د یونیفورمونو او ورزشي تجهیزاتو برابرول.
شکرالله ځیرک، چې د کابل په فزیکي بیا رغونې مرکز کې د فوټسال د څانګې مشر دی، وایي: «معلولیت لرونکي ماشومان یوازې درملنې ته نه، بلکې خوښۍ، ملګرتیا او دې باور ته اړتیا لري چې راتلونکي ته په ډاډ او باور سره وړاندې ولاړ شي. زموږ د فوټسال پروګرام خاموش خو ژور بدلونونه راوستي، او د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې یې د معلولیت لرونکو ماشومانو ژوند ته نوی رنګ ورکړیدی. دې چارې دا ثابته کړې که چېرته همدردي، خلاقیت او د ټولنې ملاتړ سره یو ځای شي، نو یوه کوچنۍ لوبه هم ستر بدلون راوستلای شي».

د فوټسال روزونکی شکرالله ځیرک په کابل کې یو لوبغاړي ته رهنمايي کوي )انځور: آي سي آر سي (

