په ۲۰۲۴ ام کال کې، د افغانستان ټولنې لا هم له سختو ستونزو سره مخ  وې، تر څو روغتیا پاملرنې، خوړو او پاکو اوبو په څېر بنسټیزو اړتیاوو ته لاسرسي ومومي. د هیواد بشري وضعیت لا هم ډېر خراب دی، چې لاملونه یېد لسیزو وسله والې جګړې، سخت اقتصادي حالت او طبیعي پیښې دي.

په هیواد کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې )آی سي آر سي) بشري ننګونو ته د ځواب ورکولو لپاره مهمې هڅې کړې دي، لکه د روغتیا پاملرنې څخه ملاتړ، د فزیکي بیارغونې د چوپړتیاوو برابرول، د معیشت او عاید په رامنځته کولو کې له خلکو سره مرسته، پاکو اوبو، روغتیا پاملرنې او انرژۍ ته د لاسرسۍ په برخه کې یې اسانتیاوې برابرې کړې دي. موږ له زندانونو څخه خپلو لیدنو کتنو ته دوام ورکړی، تر څو د بندیانو په وضعیت کې ښه والی راشي او سپارښتنې مو کړي چې له دوی سره دې انساني چلند وشي او  د حقونو درناوې دې وشي. افغانستان لا هم د نړۍ پهکچه یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډېر په وسلو ککړ دی، زموږ ټیمونو له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په ګډه کار کړی چې په ټولنو کې د ماینونو د خطر په اړه پوهاوی ډېر کړي او خلکو ته د خوندي پاتې کېدو اړینې لارې چارې وښیي.

په ۲۰۲۴ ام کال کې زموږ د کار  اغېز ته یوه کتنه

–  ۹۶۴،۲۵۹ ناروغانو ( چې ۶۵ سلنه یې ښځې او کوچنیان وو) د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ۴۷ روغتیايي مرکزونو کې چې د آی سي آر سي لخوا یې ملاتړ کیږي، لومړني روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.

-‌  ۳۱۲،۳۷۱ ډوزه عادي واکسین تطبیق شوي او ۸،۷۸۸ خوارځواکه کوچنیان د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ۴۷ کلینکونو کې د تغذیې له پروګرام څخه ګټه اخیستې ده.

–  ۲۱۵،۲۷۴ ناروغانو سره د آی سي آر سي لخوا د ملاتړ کېدونکو د فزیکي بیارغونې په ۷ مرکزونو کې مرسته وشوه

–  ۶۳۴،۰۳ پروستیز او ارتوزیس یا مصنوعي پښې او لاسونه تولید شوي او ۳۲۵،۳۱۳ فزیوتراپي درملنې ترسره شوي.

–  ۴۴،۹۹۲ خلکو په بلخ، بدخشان، بغلان، فاریاب او ننګرهار ولایتونوکې د خپلو اساسي اړتیاوود پوره کولو لپاره  نغدي مرسته وشوه.

–  ۵۰،۵۸۴ بزګرو نغدي مرستې ترلاسه کړې ترڅو تخمونه، وسایل او سره پرې واخلي چې په دې توګه پخپلو کرنیزو تولیداتو کې ښه والی راوړي.

–  تقریباً ۴۶۰،۰۰۰ خلکو په زابل، مزار، کندهار، هلمند، خوست او هرات ولایتونو کې دوامداره او ښه برېښنا ترلاسه کړه.

–  تر ۱۲۰،۰۰۰ ‌ډېرو خلکو د کابل، هرات، فیض آباد، کندهار، میمنې، خوست، کندز او شینډنډ په ښاري سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته په ښه لاسرسی موندلی دی.

–  ۱۹۱ د لادرکه کسانو قضیې حل شوې او د هغوی ځای ځیګي معلوم شوي.

–  د بندیانو او د دوی د کورنیو ترمنځ د سره صلیب ۱۵۵ پېغامونه ( چې پکې لنډ کورني معلومات شامل دي) او ۶ سلامت (لنډ شفاهي پيغامونه) تبادله شوي.

په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، لاندې بشپړ سند وګورئ.

Pashto_ICRC_Afghanistan_Facts_and_Figures_2024