حال دا چې نړۍ د معلولیت لرونکو کسانو ورځ نمانځي، نو د سره صلیب نړیواله کمیټه (آی سی آر سی) په افغانستان کې له معلولینو او په تېره بیا پر دماغي فلج اخته کوچنیانو سره د خپل ملاتړ ژمنه بیا تکراروي. د کلونو په اوږدو کې، روغتیايي پاملرنې او په ټولنه کې د بېرته ورشاملېدو له ننګونو باوجود، موږ پر دماغي فلج د اخته زرګونو کوچنیانو پر ژوند مثبت اغېز درلودلی دی. د ۲۰۲۴ ام کال د جنورۍ له میاشتې څخه تر سپتمبر میاشتې پورې په درست افغانستان کې د آی سی آر سی د فزیکي بیارغونې اوو مرکزونو پر دماغي فلج اخته کوچنیانو ته د بیارغونې حیاتي چوپړتیاوې چمتو کړي چې په دې کې ۶۵۸۲ هلکان او ۴۴۶۱ انجونې شاملې وې. د ۲۰۲۳ ام کال په ورته موده کې په دې یادو مرکزونو کې ۶۷۲۶ هلکانو او ۴۵۷۰ انجونو درملنه او ملاتړ ترلاسه کړی وه.
دماغي فلج د کوچنیتوب د پړاو یو ډول اختلال دی چې معمولا د دوه ځانۍ یا حاملګۍ او زیږون پر مهال یا تر زیږون لږ وروسته د کوچني مغزو ته د زیان وراوختو له کبله رامنځته کېږي او د بدن حرکت، عضلاتي کنټرول، عضلاتي همغږي، عضلاتي ټون ، رفلکسونه، پاسچر یا د بدن وضعیت او تعادل په تلپاتې ډول اغېزمنوي. اکثرا تر زیږون مخکې په نامناسبې پاملرنې پورې هم اړه لري، چې دا کار د دوه ځانۍ یا حاملګي او زیږون پرمهال د اختلاطاتو خطر زیاتوي.
پر دماغي فلج اخته، اته کلن بلال له تېرو اوو کلونو راهیسې د کابل په فزیکي بیارغونې مرکز کې د فزیوتراپۍ درملنه ترلاسه کوي. مور یې ، نظیفه د بلال تر شا لکه د غره ولاړه ده. نظیفه وايي : ”موږ نهه کسیزه کورنۍ یو، چې په یوه کرايي کور کې اوسېږو، خاوند مې روز مزده کاریګر دی او ژوند مو سخت دی“. له دې ننګونو باوجود دوی بیا هم هیلمن دي. نظیفه زیاتوي : ”بلال کې د ښه کېدو نښې نښانې ښکاري او دا کار مو هڅوي چې درملنې ته یې دوام ورکړو. زما یوازینۍ هیله دا ده چې، بلال هم لکه د نورو کوچنیانو په څېر عادي ژوند ولري.“ د آی سی آر سی لخوا ملاتړ کېدونکي د فزیکي بیارغونې مرکز دا چار شونی کوي.
په کابل کې د آی سی آر سی د فزیکي بیارغونې د دماغي فلج د څانګې مسول داکتر مراد وايي: ”آی سی آر سی په افغانستان کې پر مغزي فلج د اخته کوچنیانو د درملنې په برخه کې تر ټولو مخکښ دی. زموږ د کابل د فزیکي بیارغونې په مرکز کې هره میاشت پر دماغي فلج تر ۷۹۴ ډېر ناروغان درملنه ترلاسه کوي چې په دې کې ۱۳۰ نوي راجستر شوي ناروغان هم شامل دي.“
د اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې په هر ۱۰۰۰ کوشنیانو کې له درېیو څخه دوه کوچنیان یې پر دماغي فلج اخته دي، چې دا کار په افغانستان کې په پراخه توګه کم تشخیص شوی دی. د تشخیص د سرچینو او په دې څانګه کې د مسلکي روغتیايي پاملرنې د متخصصینو نشتون په دې مانا دی چې ګڼ کوچنیان په چوپه خوله کړېږي، دا ځکه چې د دوی رنځورۍ اکثراً نه تشخیصېږي. د دماغي فلج د پاموړ شمېره د افغانستان په کلیوالو سیمو کې لیدل کېږي، چې په دې اړه د تخصصي پاملرنې ترلاسه کول یوه ننګونه ده.
کله چې د ګل وزیر اته میاشتینۍ لور فاطمه، د دماغي فلج له کبله په حرکت کې ستونزې درلودې، نو پلار يې ورته لکه د اتل په څېر شو. د سمې درملنې لپاره تر اته میاشتیني لټون وروسته، دې ژمن پلار په ختیځ افغانستان کې له خپله کوره تر څلور ساعته سفر وروسته په پای کې په کابل کې د فزیکي بیارغونې مرکز وموند.
ګل وزیر وايي : ”له خپلې لور سره د مرستې لپاره مې باید یوه لاره چاره موندلای وای، وسه مې نشته چې بهر ته یې د درملنې لپاره بوځم، خو په دې اړه مې ماته هم نشو منلای. فاطمه اوس تر درملنې لاندې ده او دا چې د ښه کېدو نښې نښانې پکې راپيدا شوي، نو له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایېږم.“
پر دماغي فلج اخته تر ۶۴۱۲۱ ډېر ناروغان دمګړۍ د آی سی آر سی په فزیکي بیارغونې مرکزونو کې دوامداره درملنه ترلاسه کوي. په کابل کې د فزیکي بیارغونې د مرکز مدیر نجم الدین هلال وايي : ”دا چې دماغي فلج یو ټولعمرې رنځوري ده او مغزو ته وراوختی زیان د بیا ښه کېدو وړ نه دی، نو په دې اړه د فزیوتراپۍ د درملنې بدلوونکې اغېزې باید له پامه و نه غورځول شي. په افغانستان کې زموږ په مرکزونو کې موږ ددې شاهد یو، چې پخپل وخت د فزیوتراپۍ درملنې څرنګه په ژوند کې بدلون راوړلای شي. زموږ وړیا او پخپل وخت د بیارغونې چوپړتیاوې ددې لپاره رامنځته شوي چې پر دماغي فلج له اخته ناروغانو سره مرسته وکړي چې پر ننګونو لاسبري شي او د ښه ژوند څښتنان شي .“
حال دا چې په دې اړه ډېر څه باید ترسره شي، خو په افغانستان کې پر دماغي فلج د اخته کوچنیانو د وضعیت د ښه والي لپاره د ټولنو هوډ، هیله بښوونکی بریښي. موږ په افغانستان کې د فزیکي بیارغونې اوه ستر مرکزونه پرمخ بیایو او هر کال په دې مرکزونو کې تر ۲۰۰،۰۰۰ ډېرو ناروغانو ته د فزیکي او بیارغونې د چوپړتیاوو په شمول ، مصنوعي پښې او لاسونه ، د فزیوتراپۍ درملنې، مسلکي روزنې او بې سوده کوچني پورونه هم چمتو کوو.
له تېرو دوو کلونو راهیسې، مطیع الله له خپلو دوو زامنو هر محبت الله (۶ کلن) او یوسف (۷کلن) سره له لغمان څخه په کابل کې فزیکي بیارغونې مرکز ته په منظمه توګه راځي، چې په خورا زړورتیا یې له مغزي فلج سره مقابله کړې ده. دا چې په دې مرکز کې یې زامن دوامداره درملنه ترلاسه کوي، نو پلار یې خورا هیلمن ښکاري. مطیع الله وايي : ”دا چې دواړه زامن به مې پر خپلو سینو باندې پر ځمکه رغړېدل، نو ډېر یې اندېښمنولم، خو اوس وینم چې پښو کې یې سوکه سوکه قوت راپیدا شوی، که څه هم لږې دي، خو د ښه کېدو نښې نښانې په څرګنده توګه پکې راپیدا شوي او دا هغه څه دي چې دې ځای ته تر راتګ مخکې د دعا لپاره مې ورته لاسونه لپه کړي وه.“