د افغانستان د خلکو روغتیايي اړتیاوې، په نړیوال ملاتړ سره عموماً د عامې روغتیا وزارت لخوا چمتو کېږي. افغاني سرې میاشتې ټولنه هم ډېری د روغتیايي کلینکونو سنبالنه کوي چې په دې توګه د عامې روغتیا وزارت له هڅې څخه ملاتړ وکړي چې په دې ترڅ کې آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۴۶ بنسټیز روغتیايي پاملرنې له مرکزونو ملاتړ کوي. دا کلینکونه تر یو میلیون څخه ډېرو کسانو ته چې اساسي تمرکز يې په کلیوالو سیمو کې پر ښځو باندې ده د اړینو ناروغیو مخنیوي او درملنې ته لاسرسی چمتو کوي. دې کار نه یوازې په ژوند ژغورلو کې مرسته کړې بلکې د روغتیايي پاملرنې پر ثانویه سیستم یې هم بوج راکم کړی چې وار دمخه تر سخت فشار لاندې دی.
د کندهار ولايت اوسېدونکې حسينې په دې وروستيو کې خپل څلور کلن زوى خالد احمد د ستوني درد د درملنې په موخه روغتيايي مرکز ته راوړى و. هغې وویل: “زما زوی په تبه کې بستر و او د درد له امله یې نشو کولی خواړه وخوري. خوشبختانه، دا مرکز نږدې دی، نو موږ اړتیا نلرو چې د روغتیایی مرستې لپاره لرې سفر وکړو. موږ په دې روغتیایی مرکز تکیه کوو او د وړیا درملو سربیره د روغتیا پاملرنې خدماتو کیفیت ښه دی.”
د همغږۍ او همکارۍ له لارې پراخه روغتیايي پاملرنه
موږ د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ له بېلابېلو شرکاوو سره همکاري کوو ترڅو د پراخه روغتیايي پاملرنې د چوپړتیاوو په چمتو کولو کې د بنسټزو روغتیايي مرکزونو وړتیا پیاوړې کړي. زموږ د همغږۍ او همکارۍ ځینې فعالیتونو لاندې ټکي رانغاړي:
– د ناروی سره صلیب، د عملیاتي لګښتونو د پوره کولو او د آی سی آر سی د لوجستیکي سیستم لخوا د اړینو طبي اکمالاتو د ۶۰ سلنه اکمالولو له لارې یو حیاتي رول لوبوي. موږ د پاتې ۴۰سلنه طبي اکمالاتو د برابرولو، د تغذیې د ۴۸ کارمندانو لپاره د معاشونو، د اړینو تغذي محصولاتو، طبي تجهیزاتو او نورو حیاتي توکو د چمتو کولو له لارې د دوی هڅې بشپړوو.
– پردې سربېره، موږ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي کارمندانو د تخنیکي وړتیا پر زیاتوالي هم تمرکز کوو او بنسټونو ته يې وده ورکووتر څو د روغتیايي پاملرنې دا بنسټیزو مرکزونه د لوړ کیفیت پاملرنه چمتو کړي.
– د ښه روزل شویو قابله وو له یوې شبکې څخه د ملاتړ له لارې، د افغاني سرې میاشتې ټولنه له آی سي آر سي سره یوځای دا ډاډمنوي چې ښځې، تر زیږون مخکې او وروسته پاملرنې، نسايي او ولادي سلامشورو، درملنو او ارجاعاتو ته په ښه توګه لاسرسی ولري.
ګېل کوربت، چې په افغانستان کې د آی سي آر سي روغتیايي پروګرامونو مشري کوي، وايي : « ښځو او کوچنیانو ته د زیاتو سلامشورو د ورکولو له لارې، د ټولنې په کچه ددې هڅو اغېزې خورا څرګندې وې»
د اوږدمهاله اغېز لپاره د وړتیا لوړول
تخنیکي وړتیا لوړونې او روزنې، دهغه چوپړتیاوو د اوږدمهاله اغېز پر لوړوالي باندې تمرکز کوي چې د دې روغتیايي مرکزونو لخوا وړاندې کېږي. زموږ هڅې دا لاندې ټکي رانغاړي:
– د بنسټیزو روغتیايي پاملرنې په مرکزونو کې د کارمندانو لپاره د معافیت، د مور و ماشوم د روغتیا، رواني روغتیا، رواني ټولنیز ملاتړ، د فارمسۍ د اداره کولو او د مشرۍ او سنبالنې په اړه ټریننګونه ترسره شول. په دې ټریننګونو کې د عامې روغتیا وزارت رزونکیو هم روزنه ترلاسه کړه.
– د بنسټیزو روغتیايي پاملرنې له مرکزونو سره مرسته کول ترڅو خپل د تغذي او مرستندویه اړتیاوې پوره کړي چې دا کار د یونیسف او د خوړو د نړیوال سازمان په شمول له نورو شرکاوو سره د اغېزمنې همغږۍ له مخې ترسره کېږي. له هر راز اضافي اړتیاوو څخه د ملاتړ په موخه، موږ د بنسټیزو روغتیايي پاملرنې مرکزونو ته – د درملنې لپاره چمتو شوي خواړه – برابرو.
– د تغذییې د روزل شویو سلامشوره ورکونکیو د یوې شبکې رامنځته کول ترڅو هغو وګړیو او ټولنو ته چې له خطر سره مخامخ دي، دوامداره لارښوونه، څارنه او ملاتړ چمتو کړي. دا شبکه، ټولنې ته د پوهاوي او معلوماتو په رسولو کې مهم رول لوبوي او په بنسټیزه کچه له خوارځواکۍ سره په اغېزمنه مقابله کې مرسته کوي.
د ظرفیت جوړونې دا نوښتونه د سرې میاشتې روغتیایی کارمندانو مهارتونو، پوهې او وړتیاوو ته وده ورکولو لپاره ډیزاین شوي، په دې توګه دا ډاډمنېږيچې دوی کولی شي په هغو سیمو کې چې د بنسټیز روغتیايي پاملرنې له مرکزونو لخوا خدمت کیږي د لوړ کیفیت، مسلکي روغتیا پاملرنې خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.
د طبي کارمندانو د خوندیتوب ډاډمنتیا
د کارمندانو او ناروغانو خوندیتوب په ټول افغانستان کې یوه اندیښنه ده او د روغتیا پاملرنې په وړاندې کولو اغیزه کوي. دا چې د طبي دندې په درناوي کې څه شی شامل دی، نو په دې اړه د پوهاوي د لوړوالي په هکله آی سي آر سي، روغتیايي کارمندانو او هغو کسانو ته چې د روغتیايي پاملرنې د رسولو په برخه کې د نه درناوي په توګه پېژندل کېږي، د پوهاوي د لوړوالي ناستې ترسره کوي. دا ناستې تعاملي بڼه لري او له کارمندانو سره مرسته کوي چې خپله ونډه او مسولیت په ښه توګه وپېژني او بلقوه پېښې یا هم راکمې کړي یا یې هم په اړه راپور ورکړي. دوی دا هم اوري چې د پېښو په هکله راپور ورکول څرنګه له آی سي آر سي او چارواکیو سره مرسته کوي تر څو هغه مهمو ستونزو ته رسیدګی وشی چې دوی ورسره په ورځني ژوند کې مخ دي.
د بېشمېره ننګونو سربېره، دا روغتیايي مرکزونه د ناروغانو دوامدارې مراجعې ته رسیدګي او ورڅخه ملاتړ کوي او تر ټولو زیاتو اړمنو خلکو ته د اړینې پاملرنې په چمتو کولو کې ددې مرکزونو اهمیت په ګوته کوي. د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو دوه ربعو کې ، له ۲۰۲۳ز کال سره د ورته مودې په پرتله، د بنسټیزې روغتیايي پاملرنې په مرکزونو کې، مشابه یا ورته شمېر ناروغانو پاملرنه او سلامشورې ترلاسه کړي دي.
د لومړنۍ روغتیايي پاملرنې د پروګرام حیاتي ونډه
د لومړنۍ روغتیايي پاملرنې پروګرام د آی سي آر سي او د غورځنګ د نورو شرکاوو په اصلي لومړیتوب کې دی. ګېل کوربت وايي : «دا پروګرام د افغانستان د خلکو لپاره د لاسرسي وړ، ارزانه او د ښه امکاناتو درلودنکیو روغتیايي مرکزونو د یوې حیاتي شبکې په توګه عمل کوي. دا پروګرام په تېره بیا، په لرې پرتو سیمو کې اړینو روغتیايي پاملرنې چوپړتیاوو ته د ځايي ټولنو له لاسرسۍ څخه د ډاډمنتیا په برخه کې مهم رول لوبوي.»
د شمېرو له مخې اغېز : جولای ۲۰۲۳ – جون ۲۰۲۴
– ۱،۰۵۵،۸۷۶ ناروغانو چې زیاتره یې ښځې او کوچنیان وو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په هغو روغتیايي مرکزونو کې چې د آی سي آر سي لخوا یې ملاتړ کېده، لومړنۍ روغتیايي پاملرنه ترلاسه کړې ده.
– ۳۰۹، ۷۳۱ ډوزه واکسین، د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا په ملاتړ کېدونکیو ۴۶ روغتیايي مرکزونو کې تطبیق شول
– ۱۰۰،۴۲۶ تر زېږون مخکې او ۳۵،۱۴۱ تر زیږون وروسته سلامشورې چمتو شوې.
– ۷۹،۱۶۸ مراجعینو ته د رضاعت د دورې په نظر کې نیولو سره د کوچنیانو په زیږون کې د وقفی د راوړلو خدمات چمتو شول
– ۱،۷۳۱، د نسايي ولادي پېچلې پېښې تشخیض او ثانویه پاملرنې (د مثال په توګه متخصص) ته ارجاع شوې
– ۲۴۱،۹۳۱ کوچنیان چې عمرونه یې تر ۱۵ کلنو څخه کم وو، د خوارځواکۍ لپاره معاینه شول.
– ۹،۷۵۱ ځوارځواکه کوچنیانو په ۴۶ بنسټیزو روغتیايي پاملرنې مرکزونو کې چې د آی سي آر سي لخوا یې ملاتړ کېده، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د خوارځواکۍ له پروګرام څخه برخمن شول.
– ۴۱۲ د افغاني سرې میاشتې ټولنې کلینکي کارمندانو مالي او تخنیکي ملاتړ ترلاسه کړ ترڅو په ګڼو روزنیزو ناستو کې ګډون وکړي
– افغاني سرې میاشتې ټولنې ته مالي مرسته چمتو شوه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د تغذيې د نوي رامنځته شوي څانګې ۴۶ نرسانو او د تغذي د ۲ منیجرانو معاشونه پرې راونغاړل شي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ،آی سي آر سي او زموږ نورو شرکاوو ګډه هڅه دا ده چې ان د ډیرو ستونزو او ننګونو باجود بیا هم دا ډاډمن کړي چې ژوند ژغورونکی د روغتیايي پاملرنې خدمات تر ټولو اړمنو خلکو ته ورسېږي.