د سره صلیب نړیواله کمیټه (آی سی آر سی) په ۱۹۸۷ ام کال کې په کابل کې د رامنځته شوې دایمي استازولۍ په درلودو، تر څلويښتو کلونو څخه ډېر په افغانستان کې کار کوي. آی سی آر سی خپل د غورځنګ له همکار افغاني سرې میاشتې ټولنې سره له نږدې کار کوي ترڅو ژوندنۍ یا حیاتي بېړنۍ مرسته او د روغتیايي پاملرنې چوپړتیاوې ورسوي. آی سي آر سي همداراز اقتصادي ملاتړ هم چمتو کوي چې د ټولنۍ زغم ته لاره اواره کړي او د اوبو رسولو او برېښنایي سیستمونو په بیارغونه، ساتنه او څارنه کې هم مرسته کوي.
له طبي مرکزونو څخه د ملاتړ په موخه، آی سي آر سي بېړنۍ کڅوړې چمتو کوي او د روغتیايي پاملرنې د متخصصینو روزنه کوي، ترڅو د بېړنیو حالاتو په اغېزمنه سنبالنه کې د روغتیايي چارواکیو لاسنیوی وکړي.
آی سي آر سي په توقیفځایونو کې له آزادۍ څخه له بې برخې شویو کسانو سره د انساني او عزتمن چلن څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه کار کوي او د کورنیو ترمنځ د اړیکو بیا ټینګونه کوي. آی سي آر سي همداراز په ګرد هېواد کې د فزیکي بیارغونې په اوو مرکزونو کې د مصنوعي پښو او لاسونو، د فزیوتراپیکي درملنو او ناروغانو ته د مسلکي روزنې د چمتو کولو له لارې د فزیکي بیارغونې چوپړتیاوې وړاندې کوي.
په افغانستان کې د آی سي آر سي په هکله د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې موارد ولولئ: