د ناچاودل شویو توکو له کبله د ژوند ګډوډونکي ژوبلېدنې، د عزیزانو مړینه، مالي دباو، رواني ضربه او له راتلونکې وېره هغه څه دي چې سید رضا ، مژده احمدي او عبدالله امیري د وسله والې شخړې او تاوتریخوالي شدیدې ضربې تجربه کړي، چې دې کار په افغانستان کې ډېر خلک اغېزمن کړي دي. کومو تراژیدیو یا غمجنو پېښو چې دا کورنۍ یې ځپلي دي، خو د دوی ژوند یې لا نه دی فلج کړی.

پر ځای یې، دوی د خپلو لارو چارو د موندلو، د سره صلیب نړیوالې کمیټې (آی سی آر سی) په مرسته د بریالیو کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو، خپلو کورنیو ته د ګټې وټې د چمتو کولو، د پورونو د ورکړې، د ټیکاو لپاره پخپل کاروبار کې د بیا پانګونې او ان نورو کسانو ته چې شخړې ځپلې وي د کار موندنې د فرصتونو په اړه خپلې کیسې شریکې کړي دي.

په بلخ او کندز ولایتونو کې لاندې درې کسان له هغو ۲۹ کورنیو ځنې دي چې د آی سی آر سی د کوچني کاروبار اقتصادی پروګرام د یوې برخې په توګه ټاکل شوي دي. دې پروژې د ۲۰۲۳ ام کال د اکتوبر او دسمبر د میاشتو ترمنځ ۲۳۲ خلک په مثبته توګه اغېزمن کړي دي. د احصاییې له مخې، هغه ښځې چې د دې پروګرام یوه برخه وي، نو دوی د میاشتې ۷،۸۶۷ افغانۍ (۱۱۰ ډالر) او حال دا چې سړو د میاشتې تقریباً ۱۰،۲۸۲ افغانۍ ( ۱۴۳ امرکایی ډالر) ګټه درلوده.

سید رضا

په بلخ ولایت کې مېشت ۳۷ کلن کس، چې د څلورو اولادونو پلار دی، یوه بریالۍ کیسه لري چې غمجن پیل یې درلود. نوموړی وايي : «زما زوی یو نیم کال وړاندې په یوه چاودنه کې ټپي شو د پېښې له سملاسي مالي پایلو سره د مقابلې لپاره آی سی آر سی راسره نقده مالي مرسته وکړه. وروسته، د کوچني کاروبار اقتصادی پروګرام  څخه خبر شوم، چې له قربانیانو سره د ګټې وټې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. ددې پروګرام له لارې، زه د یوه کوچني کاروبار د پیل او سنبالنې په برخه کې وروزل شوم او وروسته یې د خپل ویلډنګ د کار د پیل لپاره راته ۱،۷۰۰ امریکایی ډالر (۱۲۱،۵۵۰ افغانۍ) راکړل.»

سید رضا (د انځور په ښي لاس کې ولاړ) د هغه کار څارنه کوي چې د ده یو کارمند یې ترسره کوي ، یاد کار د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې په دې وروستیو کې د یوې پروژې له لارې ورکړل شوی وه. ( انځور: آی سی آر سی/ ذبیح الله برمک)

رضا پوهیږي چې له ستغ حالت څخه مالي ټیکاو ته د ده دغه سفر الهام بښوونکی دی او نوموړی له خپل شاوخوا خلکو سره د مرستې لپاره لیواله ده. نوموړی په ویاړ وايي : « زه اوس د میاشتې تقریباً ۱۵،۰۰۰ افغانۍ (۲۰۹ امریکایی ډالر) ګټم. په دې هم توانېدلی یم چې په کندز او بلخ ولایتونو کې د اتو کارګرو لپاره کاري فرصتونه چمتو کړم، چې یاد کسان هم له دې لارې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.» خو مالي ټیکاو د رضا د بریا یوازېنی معیار دی. نوموړی زیاتوي: «زه توانېدلې یم چې خپل اولاد په معتبر خصوصي ښوونځي کې شامل کړم. دا مې ډېر زیات خوشحالوي. همداراز د څلورو لویو پروژو خوندي کولو راته د راتلونکي په هکله د لاسته راوړنې او خوندیتوب ډاډ راکوي»

مژده احمدي د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د څاریو یو کوچنی فارم لري. ( انځور: آی سی آر سی/ ذبیح الله برمک)

مژده احمدي

په ۲۰۲۱ ام کال کې د ۳۰ کلنې مژدې خاوند په یوه وسله واله جګړه کې مړ شو او مژدې په یوازې ځان د خپلو پنځو اولادونو د هوساینې مسولیت ته اوږه ورکړه. نوموړې وايي : « دا سفر ستونزمن وه او خپلو اولادونو ته د نفقې په پیدا کولو کې مې زیار ګاللی. سره له دې د آی سی آر سی په مرسته د څارویو د کاروبار پیلول راته یو بدلون کوونکی چاره وه. » مژدې له آی سی آر سی څخه د ۱،۴۵۰ امرکایی ډالرو (۱۰۳،۶۷۵ افغانۍ) د مرستې له ترلاسه کولو وروسته خپل کاروبار ته وده ورکړه او د ۱۱ پسانو صحتمنده رمه یې ترې جوړه کړه. نوموړې زیاتوي :« چې کله پسان د خرڅلاو لپاره چمتو شي؛ نو زه به مې خپل اولادونه په ښوونځي کې شامل کړم ترڅو دوی هغه سختۍ و نه ګالي چې زه ورسره مخامخ شوې ومه.»

عبدالله امیري د آی سی آر سی په مرسته په بلخ ولایت کې د ګلدوزي یو دکان پرانستی دی (عکس : آی سی آر سی)

عبدالله امیري

د فست فود  (تیارو خوړو)په خپل دکان کې د چاودنې له کبله د امیري پلار سر او پښې ژوبل شوې او دا یې د کورنې لپاره ژوند بدلوونکې پېښه وه. د دې پېښې له مالي اغېزو سره د مقابلې په لړ کې ۲۹ کلن امیري له آی سی آر سی سره اړیکه ونیوله او په پیل کې د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې نقدي مرسته ترلاسه کړه.

نوموړی وايي : « د کوچني اقتصاد پروګرام راته د هیلې یو څراغ شو. ما په ګلدوزي کې مهارت درلوده او دا مې یوه هیله وه چې یوه ورځ خپل کار پیل کړم. د کاروبار د پیل لپاره آی سی آر سی راته ۱،۵۰۰ امریکایی ډالر (۱۰۷،۲۵۰ افغانۍ) راکړل او ۱۰۰۰ امریکایی ډالر (۷۱،۵۰۰ افغانۍ) نور مې پکې له جیبه واچول ترڅو یو دکان او ورکشاپ پرې جوړ کړم.» د امیري کاروبار پیل شو او د شپږو ښځو په شمول یې اته کاریګر له ځان سره د کار لپاره وګومارل. نوموړی اوس په دې لټه کې دی چې دا کاروبار  درې نورو ولسوالیو ته هم غځوي.

ثمرګل محمدی ( په انځور ې تر پوسټر لاندې ناسته ده) د عبدالله امیري په دکان کې د کار کولو له لارې اوس د ډېرو کالو په ګنډلو سره ډېری پیسې ګټلای شي. (انځور: آی سی آر سی)

ثمرګل محمدي، له هغو شپږو ښځو ځنې ده چې امیري ګومارلې ده، نوموړې وايي چې په دې دکان کې کار کول زما د ژوند لپاره ډېر اغېزمن دی. نوموړې زیاتوي : « په دې دکان کې زه ډېر توکي تولیدولای شم، چې په پایله کې زما ګټه وټه هم ورسره ډېرېږي.  دې کار راسره د خپلې کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو او د خپل ورور د ښوونې په برخه کې په پانګونه کې راسره مرسته کړې ده.»

 

یوه پروژه چې دوامداره ګټې وټې ته لاره اواروي

د کندز ولایت او مزارشریف ښار او د بلخ ولایت په چمتال، دهدادي، چاربلوک ولسوالیو کې د ۲۰۲۳ ام کال د مۍ او جون میاشتو ترمنځ یو پراخه اقتصادي ارزونه ترسره شوه چې ۲۹ هغه زیانمنې کورنۍ یې وپېژندلې چې په دې کې د شپږو کورنیو مشري خپله ښځو پر غاړه درلوده. دې ارزونې بېلابېل ټولنوټیز یا اقتصادي ټولنیز لاملونه په ګوتهکړل لکه موجوده مهارتونه، د بازار پوهه، د ليوالتیا کچه، ښوونیزه مخینه، بلقوه خطرونه او د وړاندیز شویو کاروباري نظرونو د تداوم وړتیا. مالي مرستې په دوه پړاوونو کې ورکړل شوې- ۶۰٪ یې په لومړي پړاو کې او ۴۰٪ یې وروسته ورکړل شوې ، ترڅو د هر کاروباري پلان له بریالي تطبیق څخه ډاډ ترلاسه شي او له ناوړه ګټنې مخنیوی وشي.

ددې پروګرام د پراخې اغېزې په اړه په مزار شریف کې د آی سی آر سی د فرعي استازولۍ کارمند، اکرام الدین امیري وايي : « حال دا چې زموږ اصلي موخه د هغو کسانو لپاره د دوامداره ګټې وټې د سرچینې د اسانتیا برابرول وه چې تاوتریخوالي او د وسلې ککړتیا پېښو ځپلي وه، موږ د یوې څپې داره اغېز شاهدان وه، ځکه ډېر خلک دې ته وهڅېدل چې پخپلو ټولنو کې د کار رامنځته کولو لپاره لارې چارې پیدا کړي. دې کار د دوی د کاروبار لید ډیر کړ او د ارزښت لړۍ یې پیاوړې کړه، په تېره ، دهغو کسانو لپاره چې د لبنیانو په سکتور کې ښېکل وه. پردې سربېره، دې چارې، د کار د تطبیقي ماډلونو دودتیا هم وکړه لکه د مهالویش بدلون، په تېره د هغو کسانو لپاره چې د ټرانسپورټ په شمول د خدماتو په صنعت کې ښکېل وه. تر دې ټولو پورته، هغه کورنۍ چې د شخړې د پایلو له کبله تر ټولو ډېرې زیانمنې وې، نو دوی وتوانېدلې چې خپل وقار بېرته لاسته راوړي.»

د اقتصادي امنیت د رامنځته کولو لپاره په ۲۰۲۳ ام کال کې لاسته رواړنې

–   ۱۰،۴۴۶ کورنیو ( ۸۳،۵۶۸ کسانو) په غزني، هلمند، هرات، فراه، کندهار، کونړ، ننګرهار، کندز، سمنګان، فاریاب، جوزجان او پنجشیر ولایتونو کې د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره څواړخیزه نقدي مرستې ترلاسه کړې.

–   ۲،۴۶۷ کورنیو (۱۹،۷۳۶ کسانو) په لغمان، فراه، خوست، کندهار، هلمند، پنجشیر، بغلان، بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ، د کار په مقابل کې د پیسو د ترلاسه کولو په پروژو لکه د اوبو لګولو د کانالونو د ترمیم، له لارې ګټه وټه ترلاسه کړې ده.

–   ۲،۴۹۸ کورنیو ( ۱۹،۹۸۴ کسانو) چې په هرات او فراه ولایتونو کې په کرنې پورې تړلي وه، نو دوی د خپلو ځمکو د ترمیم او کرنیو اکمالاتو د پېرنې لپاره نقدي مرستې ترلاسه کړې.

–   ۳۰۰ کورنیو ( ۲،۴۰۰کسانو) په فراه او کاپیسا کې د سرچینو د سنبالنې او بڼوالۍ په برخه کې روزنې ترلاسه کړې. په کاپیسا کې ، بڼوالو بزګرو د خپلو بڼونو د ساتنې لپاره اضافي کڅوړې هم ترلاسه کړې.

–   ۹۰۷ امیندواره او شیدې ورکونکیو مېرمنو چې د خوارځواکۍ په لوړ خطر کې وې، ښوونه او نقدي مرستې ترلاسه کړې چې په کندهار کې ورباندې متنوع خوړو ته لاسرسی ومومي.

–   ۳۶۰ کورنیو ( ۳،۳۹۶ کسانو) چې تاوتریخوالي او یا هم د وسلې د ککړتیا پېښو ځپلي وه، له مالي پایلو سره د مقابلې لپاره یې مرستې ترلاسه کړې