سره لدې چې په جګړه کې د پام وړ کمښت راغلی، د څو لسیزو نښتو له امله افغانستان لا هم له سترو بشري ستونزو سره مخ دی. بشري اړتیاوې څو اړخیزې دي، د اقتصادي عواملو او طبیعي پیښو سره چې د اقلیمي بدلونونو له امله زیاتې شویدي. دغه هیواد د پیچلو ننګونو د حل کولو او د میلیونونو خلکو د رنځ او کړاوونو کمولو لپاره اوږد مهاله حل لارو ته اړتیا لري.

د دغو شمیرو تر شا د ستونزو په وړاندې د انسانانو د مبارزې بې شمیره کیسې پرتې دي. موږ داسې انځورونه راټول کړي چې د افغانستان د یو کلن سفر پیچلي ستونزې ښیي او د سختیو او ستونزو په منځ کې د میړانې او امید کیسې په ګوته کوي.

انځور: حبیب الله قادري/آی سي آر سي

ماریا د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د بدخشان په واخان کې په یوه زلزله کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړه. هغې ۲۰۰ کیلو مټره سفر وکړ او په فیض آباد کې زموږ د فزیکي بیارغونې مرکز ته راغله ترڅو ورته مصنوعي پښه جوړه شي. هغه په خوشحالۍ وایي، ”خوشحاله یم چې بیا ګرځیدلای شم؛ او ښوونځي ته تللی شم او نورو ماشومانو سره لوبې کولای شم. “ماریا یوه د هغو زرګونو ناروغانو له ډلې څخه ده چې په ټول هیواد کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې په اوو مرکزونو کې ورسره مرسته شوې.

انځور: محمد مسعود صمیمي/آی سي آر سي

۵۶ کلن سید جواد د ژمي د رارسېدو سره له یوه تریخ واقعیت سره مخ دی. د خپل محدود عاید سره، سید جواد په ډیری سختیی سره کولای شي خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ته خواړه برابر کړي. اوس په سړه هوا کې د خپل کور د ګرم ساتلو لپاره د اضافي لګښتونو په اړه اندیښمن دی او له نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کوي.

انځور: محمد مسعود صمیمي/آی سي آر سي

په افغانستان کی د کار بازار د بېکاره خلکو د مخ په زیاتیدونکو غوښتنو د پوره کولو لپاره تر سخت فشار لاندې دی. د افغانستان په ښارونو کې، ورځني کارګران له سهار تر ماښامه د کار موندلو لپاره انتظار باسي. د کاري فرصتونو د کمښت له امله د کورنیو د پیرودلو توان کم شوی. د دې په پایله کې، هغوی د خپلو کورنیو د اساسي اړتیاوو لکه خوړو او نورو ضروري لګښتونو د برابرولو لپاره مخ په زیاتیدونکو ستونزو سره مخ دي.

انځور: محمد مسعود صمیمي/آی سي آر سي

د افغانستان ښارونه د مخ په زیاتیدونکي نفوس او څښاک اوبو ته د ډیرې غوښتنې له امله د اوبو له سخت بحران سره مخ دي. دغه بحران د اقلیمي بدلونونو، ناکافي جوړښتونو او اداري ستونزو له امله منځ ته راغلی دی. پاکو اوبو ته محدود لاسرسي د کورنیو عواید اغیزمن کړي او همدارنګه روغتیایي ستونزې یې منځ ته راوړي او د هغو ناروغيو خطرونه یې ډیر کړي چې غیر صحي اوبه یې منځ ته راوړي. د کابل ښار د ۷ مې ناحیې استازی، ګلاب الدین وایي، ”په هرو څلورو ورځو کې یو ځل په دغه نل کې اوبه راځي چې ۱۵ کورنیو ته اوبه برابروي. چی دا کافي ندي. خلک د سطلونو ډکولو لپاره ۱۴ ساعته انتظار باسي.“

انځور: محمد جواد/آی سي آر سي

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د ۶.۳ درجې درې زلزلې وشوې، چې ورپسې یې هم ډیر ټکانونه درلودل. د دغې زلزلې له امله ۱۴۰۰ تنه مړه، له ۲۰۰۰ ډیر کسان ژوبل، زیات شمیر کورونه ویجاړ او له ۱۱۰۰۰۰ څخه ډیر کسان بشري مرستو ته اړتیا درلوده. دغه ناورین ته د ځواب لپاره، موږ د پیښې له لومړۍ ورځې له افغاني سرې میاشتې ټولنې او ځایي چارواکو څخه ملاتړ وکړ، ترڅو خلکو سره مرسته وشي.

انځور: محمد مسعود صمیمي/آی سي آر سي

د ۲۰۲۳ د نوامبر میاشتې راهیسې، شاوخوا  ۱.۳ میلیونه بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه هیواد ته راستنیږي. آی سي آر سي دغه وضعیت یوازې له بشري لید لوري ارزوي. تر اوسه، موږ له افغاني سرې میاشتې ټولنې مالي ملاتړ کړیدی چې د زرګونو افغان کډوالو بیړنیو اړتیاوو ته د هغو ګرځنده روغتیایي ټیمونو له لارې رسېدنه وشي چې په سرحدي سیمو کې میشت دي.

انځور: محمد مسعود صمیمي/آی سي آر سي

مخکې له دې چې ژمی له بې شمیرو ستونزو سره راورسیږي، آی سي آر سي ژمنۍ کڅوړې د ټول هیواد په ۲۰ زندانونو کې زندانیانو ته ویشلي دي. د دغو مرستو په ترڅ کې زرګونه کڅوړې چې کمپلې، پټوګان، ښځینه شالونه او جورابې پکې وې، ویشل شویدي.

انځور: محمد مسعود صمیمي/آی سي آر سي

موږ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۴۶ کلینیکونو او یوه ناحیوي روغتون ملاتړ ته دوام ورکړیدی. په ۲۰۲۳ کال کې، موږ د افغاني سرې میاشتې ټولنې اووه کلینیکونه او د عامې روغتیا وزارت دوه کلینیکونه بیا رغولي دي، ترڅو د روغتیا څارنې خدمتونو ته د ناروغانو لاسرسی لا ښه شي. دغه کلینیکونه چې ډیری یې په کلیوالي سیمو کې دي هر کال له یو میلیون څخه ډیرو خلکو ته د روغتیا څارنې خدمتونه برابروي. دغه کلینیکونه وقایوي څارنې لکه ماشومانو او امیندوارو میندو ته د مهمو واکسینونو تطبیق او په لومړیو پړاوونو کې د ناروغیو درملنه کوي.

انځور: محمد وحید نوابي/آی سي آر سي

روغتیا څارنې ته نه لاسرسی لا هم د افغانستان د خلکو یوه لویه اندیښنه ده. موږ په هیواد کې د روغتیایي سیستم ښه والي ته ژمن یو. زموږ په فعالیتونو  کې یو لړ حیاتي پروګرامونه لکه د فزیکي بیا رغونې خدمتونه، د لومړنیو مرستو روزنې، د طبي وسایلو چمتو کول، د ډیرې مرګ ژوبلې په پیښو کې بیړنۍ مرستې، په زندانونو کې روغتیا څارنه او له لومړنیو روغتیا څارنو څخه ملاتړ شامل دي. موږ د روغتونونو زیر بناوې بیا رغولي دي ترڅو دوامداره او ښه کاري شرایط لکه د څښاک اوبو ته لاسرسی ، د تودوخې سیسټمونه او بریښنا تامین شي.

انځور: رئیس آغا/آی سي آر سي

آی سي آر سي په افغانستان کې له خلکو او خدماتي چارواکو سره همکاري کوي ترڅو د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي له لارې د خلکو اړتیاوې پوره شي. د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي ننګونې د اقلیمي بدلون د اغیزو له امله لاپسې زیاتې شويدي. آی سي آر سي مرسته کوي چې خلک لیرې ځایونو ته د اوبو لپاره په کتارونو کې ونه دریږي او د ناروغیو له خپریدو مخنیوی وشي. په ۲۰۲۳ کال کې، د دغه پروګرام له لارې ۳۸۰۰۰۰ تنو په کلیوالي سیمو او ۴۰۰۰۰۰ تنو په ښاري سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.

انځور: آی سي آر سي

آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ د نغدو پیسو په وړاندې د کار په پروژو کې له خلکو ملاتړ کوي، چې پدې توګه ۲۵۰۰ کورنیو عواید ترلاسه کړل. د عوایدو لاس ته راوړلو سربیره، د نغدو پیسو په وړاندې د کار پروژې له خلکو سره مرسته کوي چې استنادي دیوالونه جوړ او د موسمي سیلابونو په وړاندې یې له ځمکو ساتنه وشي. په ۲۰۲۳ کال کې، د بزګرانو ۳۰۰ کورنیو د سرچینو د ښه مدیریت په برخه کې د وړتیا لوړونې روزنې ترسره کړیدي. برسېره پر دې، ۱۰۵۰۰ اغېزمنونکو کورنیو د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نغدي مرستې ترلاسه کړيدي.

انځور: محمد مسعود صمیمي/آی سي آر سي

د معلولیت لرونکو کسانو فزیکي بیا رغونه په ټولنه کې د هغوی د یوځای کولو په لور لومړنی ګام دی. د دغه ټکي په پام کې لرلو سره، آی سي آر سي هڅه کوي د هغوی حقوق برابر او ښوونې او روزنې، کوچنيو پورونو، حرفوي زده کړو او ورزشي فعالیتونو ته یې لاسرسی ډاډمن شي. معلولیت لرونکو کسانو ته د خدمتونو د پراخوولو لپاره، آی سي آر سي په لښکرګاه ښار کې د فزیکي بیارغونې یو ۶۰ بستریز نوی مرکز جوړ کړ. د ۲۰۲۳ له جنوري تر اکټوبر پورې، موږ له ۱۷۰۰۰۰ څخه ډیرو معلولیت لرونکو کسانو سره په دغه هیواد کې د فزیکي بیارغونې په خپلو اوو مرکزونو کې مرسته کړیده.