
د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (آی سي آر سي) په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. دغو فعالیتونو موخه دا وه چې د پخوانیو وسلهوالو شخړو او روانو بشري ننگونو له اغېزو پر وړاندې د خلکو ژوند ښه او د هغوی لومړنیو اړتیاوو ته رسېدنه یقیني کړي.
آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لومړنیو روغتیايي مرکزونو لپاره د طبي توکو او تخنیکي ملاتړ په برابرولو سره اساسي روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ښه کړ. ځانگړې پاملرنه دې ته وشوه چې ښځې، ماشومان او نور اغېزمن کسان د مور او ماشوم د معمول روغتیايي خدمتونو په گډون اړینو روغتیايي خدمتونو ته دوامداره لاسرسی ولري. په دې ملاتړ کې د معمول واکسیناسیون خدمتونه او د خوارځواکۍ له امله د اغېزمنو ماشومانو لپاره د تغذیې پروگرامونه هم شامل وو، چې د ټولنې په کچه یې د وقایوي او لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا سره مرسته وکړه.
آی سي آر سي په ټول هېواد کې د خپلو اووه فزیکي بیارغونې مرکزونو له شبکې څخه د هر اړخیزو فزیکي بیارغونې خدمتونو وړاندې کولو ته هم دوام ورکړ. دغو مرکزونو د بدن مصنوعي غړي، مرستندویه وسایل، فزیوتراپي، د تحرک ملاتړ او د بیارغونې پروگرامونه برابر کړل، څو د معلولیت لرونکو کسانو تحرک بېرته ورغوي او د هغوی د ژوند کیفیت لا ښه کړي. د فزیکي بیارغونې خدمتونو ترڅنگ، دغه پروگرام د مسلکي زده کړو، له سود پرته کوچنیو پورونو او سپورټي فعالیتونو له لارې د معلولیت لرونکو کسانو ټولنیز او اقتصادي گډون ته هم دوامداره وده ورکړه.
د راپور ورکولو په موده کې، د وسلهوالو شخړو او بېځایه کېدو له امله رامنځته شویو بشري اغېزو ته رسېدنه د آی سي آر سي له مهمو لومړیتوبونو څخه وه. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسلهوالې شخړې له شدت موندلو څخه وروسته، آی سي آر سي زیانمنو کورنیو ته څو اړخیزې نغدي مرستې برابرې کړې څو وکولای شي خپلې تر ټولو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي. په نورستان ولایت کې، آی سي آر سي د خوړو نړیوال پروگرام (WFP) او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ، په برگ مټال او کامدېش ولسوالیو کې د بېړني بشري غبرگون د یوې برخې په توگه خوراکي کڅوړې/بستې ووېشلې. همدارنگه، آی سي آر سي له پاکستان څخه راستنېدونکو کسانو سره د جلالاباد ښار په کچه د راستنېدونکو کورنیو لپاره څو اړخیزه نغدي مرسته چمتو کړه څو هغوی وکولای شي د راستنېدو پر مهال خپلې سملاسي بشري اړتیاوې پوره کړي.
آی سي آر سي د ساتنې/حفاظت ماموریت له مخې، د توقیف ځایونو منظمې لیدنې ترسره کړې، څو د توقیف شرایط وڅاري او له اړوندو چارواکو سره د توقیف شویو کسانو د ژوند د شرایطو او چلن په اړه محرمانه خبرې-اترې وکړي. دغه سازمان همدارنگه د حفظالصحې د اړینو توکو په برابرولو او د توقیف شویو کسانو لپاره د باعزته ژوند د شرایطو په ترویج سره د توقیف ځایونو د حفظالصحې د وضعیت د ښه والي څخه ملاتړ وکړ.
خوندي څښاک اوبو، روغتیا ساتنې او دوامدارو اوبو رسولو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي ښه کول د آی سي آر سي د بشري فعالیتونو یوه مهمه برخه وه. آی سي آر سي د اړوندو چارواکو او ځایي ټولنو په همکارۍ د ښاري او کلیوالي اوبو رسولو د سیستمونو د بیارغونې او پیاوړتیا څخه ملاتړ وکړ، چې په پایله کې یې گڼو ځایي وگړو د څښاک پاکو او باوري اوبو ته لاسرسی وموند.
آی سي آر سي د کورنیو د اړیکو د بېرته ټینگولو په موخه خپلو هڅو ته هم دوام ورکړ. په دې لړ کې یې د هغو کسانو د موندنې هڅې وکړې چې بېدرکه شوي وو او له وسلهوالو شخړو او نورو بشري شرایطو له امله بېلې شوې کورنۍ یې یو ځل بیا سره ونښلولې. د آی سي آر سي دغو فعالیتونو هغو کورنیو ته ځوابونه هم برابر کړل چې د خپلو نادرکه خپلوانو په لټه کې وې، او د هغو عزیزانو د برخلیک او ځای په اړه یې د نه پوهېدو له امله رامنځته شوې اندېښنې او ناڅرگندتیا هم راکمه کړه.
د راپور ورکولو په دې موده کې، له ټولنو سره دوامداره اړیکې او ښکېلتیا د آی سي آر سي د فعالیتونو اساسي برخه وه. آی سي آر سي له سیمهییزو چارواکو، دیني مشرانو، د ټولنو له استازو او له اغېزمنو خلکو سره منظمې خبرې اترې وکړې، څو د هغوی بشري اړتیاوې او اندېښنې په ښه توگه درک کړي، د بشري فعالیتونو د منلو کچه لوړه کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې ترسرهکېدونکې مرستې د ټولنو له واقعي اړتیاوو سره سمون لري.
آی سي آر سي د انسانیت، بېطرفۍ، ناپېیلتوب او خپلواکۍ د بنسټیزو اصولو پر بنسټ، په افغانستان کې د وسلهوالو شخړو د بشري پایلو د کمولو او د هېواد له خلکو سره د ساتنې، مرستو او له ټولو اړوندو لورو سره د رغنده خبرو اترو له لارې د خپل بشري مأموریت ترسره کولو ته ژمن پاتې کېږي.
د ۲۰۲۶ز کال د جنوري څخه تر جون پورې زموږ فعالیتونو ته یوه لنډه کتنه
-۶۱۵,۷۶۶ ناروغانو، چې ۶۴.۵۴ سلنه یې ښځې وې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په هغو ۴۷ لومړنیو روغتیايي مرکزونو کې لومړني روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړل چې د آی سي آر سي له خوا یې ملاتړ کېږي.
-په ۴۶ روغتیايي مرکزونو کې ۱۸۴,۹۷۳ د معمول واکسین دوزونه تطبیق شول او ۴,۳۳۹ په خوارځواکۍ اخته ماشومان د افغاني سرې میاشتې ټولنې د تغذیې له پروگرام څخه برخمن شول.
-۱۰۵,۹۳۲ معلولیت لرونکو وگړیو د آی سي آر سي په ملاتړ له اووه فزیکي بیارغونې مرکزونو څخه خدمات ترلاسه کړل.
-۱۵,۰۰۲ مصنوعي غړي او ارتوزس (مرستندویه وسایل) جوړ شول، او معلولیت لرونکو کسانو ته ۸۰,۶۴۱ د فزیوتراپي ناستې ترسره شوې.
-۲۳,۹۳۹ توقیف شویو کسانو په ۱۲ زندانونو کې د حفظالصحې توکي ترلاسه کړل. آی سي آر سي د زندانونو د چارو ادارې له هغو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړ چې موخه یې په توقیف ځایونو کې د مناسب حفظالصحې شرایطو برابرول وو.
-له ۸۳ زرو څخه ډېرو ښاري اوسېدونکو د څښاک خوندي اوبو ته ښه لاسرسی وموند.
-په بلخ، بغلان او هرات ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت ته د وسایلو، ټرانسفارمرونو او نورو برېښنايي تجهیزاتو د ورکړې په پایله کې له ۵۰ زرو څخه ډېرو کسانو د برېښنا غوره خدماتو ته لاسرسی وموند.
-۱۶,۹۴۰ کورنۍ (۱۳۵،۵۲۰ تنه) چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسلهوالې شخړې له امله په خوست او جلالآباد کې اغېزمن شويوو څو اړخیزه نغدي مرستې ترلاسه کړې.
-۱۶,۹۷۸ کورنۍ (۱۳۵،۸۲۴ تنه) د نورستان په برگ مټال او کامدېش ولسوالیو کې د خوړو نړیوال پروگرام او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ د پلي شويو بېړني عملیاتو په ترڅ کې خوراکي کڅوړې/بستې ترلاسه کړې.
-۱,۹۹۷ راستنې شوې کورنۍ (۱۵,۹۷۶ تنه) چې له پاکستان څخه راستانه شويوو، په جلالآباد ښار کې څو اړخیزې نغدي مرستې ترلاسه کړې.
-۸۰۰ کورنۍ (۶,۴۰۰ تنه مېرمنې) د مزارشریف او کندهار په ښارونو کې د امیندوارو او شیدې ورکوونکو میندو د پروژې په چوکاټ کې د لومړنۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه.
-د نادرکه شویو کسانو له ډلې ۶۴ قضیې حل شوې او د هغوی د اوسېدو ځایونه وموندل شول، چې له دې ډلې ۱۱ کسان د سرې میاشتې/غورځنگ د شریکانو په مرسته وموندل شول.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره، لاندې بشپړ راپور ولولئ:
