
د ۲۰۲۶ز کال د فبرورۍ میاشتې په جریان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو د ډېرېدو له امله، د نورستان ولایت د کامدېش او برګِمټال ولسوالیو ترمنځ غزېدلی سړک د دوو میاشتو لپاره وتړل شو، چې له کبله یې خلک له یو بل څخه جلا او له ګڼو ستونزو سره مخ شول.
په دغو دواړو ولسوالیو کې بشري وضعیت ډېر خراب شو؛ خلک له خوراکي توکو او اساسي خدماتو بېبرخې شول، چې له امله یې جدي بشري اړتیاوې رامنځته شوېده. د چارواکو او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ (۱۳۶ زره وګړي) له دې امله اغېزمن شوي وو.
د اپرېل میاشتې له پیل راهیسې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د ملګرو ملتونو ادارو د جګړې له ښکېلو ټولو خواوو سره پرلهپسې خبرې اترې وکړې، څو بېطرفه او ناپېیلې بشري مرستو د رسولو لپاره لازم شرایط برابر کړي. د اپرېل په ۲۱مه نېټه، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، افغاني سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام په همغږۍ ګډ بشري عملیات پیل شول.
په دې مرستو کې د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو موادو وېش شامل وو. د سره صلیب نړېوالې کمېټې نهه لارۍ توکي چې ټولټال ۱۷ مېټریک ټنه طبي توکي، ضروري وسایل او د فزیکي بیارغونې وسایل پکې شامل وو، اړمنو خلکو ته ولېږل. دا طبي توکي روغتونونو، روغتیايي مرکزونو او د د افغاني سرې میاشتې ټولنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو ته ورکړل شول، څو د کامدېش ولسوالۍ روغتون او د برګمټال اساسي روغتیايي مرکز کې روغتیايي خدمات دوام ومومي.
په دغو طبي مرستو کې د جګړې د ټپیانو لپاره ځانګړي کټونه، د پانسمان بستې، د رګ له لارې تزرقېدونکي درملو (IV) کټونه او د اکسیجن ډبې شاملې وې. په ورته وخت کې، د د افغاني سرې میاشتې ټولنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه او رضاکاران چې په دواړو اغېزمنو ولسوالیو کې فعالیت کوي، د پانسمان، خولې له لارې درملو، د رګ له لارې تزرقېدونکي درملو کټونو او د لومړنیو مرستو وسایلو سره سنبال شول، څو لرې پرتو سیمو کې خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
همدارنګه، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جلالاباد د فزیکي بیارغونې مرکز په اغېزمنو سیمو کې ۱۵۰ معلولیت لرونکو وګړو او هغو ناروغانو ته چې فزیکي بیارغونې ته اړتیا لري، ویلچرونه، لکړې او د تګ وسایل برابر کړل. په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې ۳۴ معلولیت لرونکی وګړو د ولسوالۍ روغتون د فزیوتراپي له څانګې څخه د بیارغونې خدمات ترلاسه کړل.
سربېره پر دې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوبو د تصفیې مواد او د حفظالصحې توکي لکه کلورین او صابون چکۍ هم برابرې کړې، څو ۱۲ زره کورنۍ پاکو اوبو او مناسبې حفظالصحې ته لاسرسی ولري.
شاوخوا ۱۷ زره کورنیو (۱۳۶ زره وګړو) ته په کامدېش او برګِمټال ولسوالیو کې د خوراکي توکو مرستې ورسول شوې. د خوړو نړیوال پروګرام ټولټال ۱,۰۴۱ مېټریک ټنه خوراکي توکي (اوړه، نباتي غوړي، مالګه او دال) ولېږل، چې تر نهو ورځو پورې هره ورځ پر ۱۵ لاریو بار توکي انتقالېدل.
هرې کورنۍ ته وېشل شوې مرسته کې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶.۲۵ کیلوګرامه ژېړ مټر دال، ۰.۵ کیلوګرامه مالګه او ۵ لیتره د پخلي غوړي شامل وو، څو د هغوی د خوړو اړتیاوې پوره شي.

په نورستان ولایت کې د کامدېش ولسوالۍ کې څو ورځنی بشري عملیات پیل شو او وروسته د برګِمټال ولسوالۍ ځايي خلکو ته هم ورسېد، چیرې چې روانې جګړې او اوږدمهاله محدود لاسرسی زرګونه کورنۍ له جدي مرستو ته اړ کړې دي. دا عملیات د هغو جګړهځپلو خلکو د ملاتړ لپاره پیل شول چې د څو اوونیو راهیسې یې خوراکي توکو، سونتوکو او نورو ضروري موادو او خدماتو لکه روغتیايي پاملرنې ته محدود لاسرسی درلود. وسلهواله جګړه، ناامني او سخت جغرافیایي وضعیت د خلکو تګ راتګ په څرګند ډول محدود کړی وو. (انځور: آی سي آر سي/ذبیحالله شینواری)

«کله چې سړک تړل شوی وو، موږ بنسټیزو خوراکي توکو ته لاسرسی نه درلود. د وسلهوالې جګړې له امله زموږ د کورنیو وضعیت ډېر خراب شوی وو.» دا خبرې د کامدېش ولسوالۍ یو اوسېدونکي محمد ایوب کړې دي. په نورستان ولایت کې د کامدېش او برګِمټال ولسوالیو شاوخوا ۱۷ زره کورنیو (نږدې ۱۳۶ زره کسانو) ته د خوړو مرستې ووېشل شوې، څو د هغوی بیړنۍ بشري اړتیاوې پوره شي. هرې کورنۍ ته د خوړو یوه معیاري بسته ورکړل شوه چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري چمتو شوېوه او موخه یې د کورنیو د سمدستي خوراکي خوندیتوب تأمینول وو. په دې بسته کې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶.۲۵ کیلوګرامه ژېړ مټر دال، ۰.۵ کیلوګرامه مالګه او ۵ لیتره د پخلي غوړي شامل وو. (انځور: آی سي آر سي/ذبیحالله شینواری)

د روان وضعیت له امله، په اغېزمنو ولسوالیو کې ملکي وګړي له خوراکي توکو او اساسي خدماتو څخه بېبرخې وو. د خلکو تګ راتګ هم محدود شوی وو، چې له امله یې روغتیايي پاملرنې او نورو بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی لا ډېر ستونزمن شوی وو. (انځور: د افغاني سرې میاشتې ټولنه/ سمسور فخري)

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ د بنسټیزو اصولو له مخې په ګډه کار کولو سره، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یو سختلاسرسي او زیانمنو سیمو کې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره همکاري وکړه. د سره صلیب نړیوالې کمېټې بیړني طبي توکي، تخنیکي مشورې، د امنیت د همغږۍ چارې او د ټولیز بشري عملیاتو ملاتړ چمتو کړ، په داسې حال کې چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې خپلې محلي شبکې، رضاکاران او د ټولنې په کچه خپل شتون وکاراوه، تر څو اغېزمنو کورنیو ته مستقیم لاسرسی اسانه کړي. (انځور: آی سي آر سي/ذبیحالله شینواری)

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رضاکارانو د مرستو د بهیر پر مهال مهم رول ولوباوه، څو بشري مرستې تر ټولو ډېر اغېزمنو او د سخت لاسرسي سیمو ته ورسېږي. دغه رضاکاران د مرستو د انتقال، د بشري ټیمونو د لارښوونې او د ګرځنده روغتیايي خدماتو په ملاتړ کې مهم او اغېزمن وو. (انځور: د افغاني سرې میاشتې ټولنه/ سمسور فخري)

په کامدېش او برګِمټال ولسوالیو کې د طبي توکو اړتیا لا هم بیړنۍ وه، ځکه روانې وسلهوالې جګړې، د خلکو بېځایه کېدل او د خدماتو ته محدود لاسرسي مخکې له مخکې کمزورو روغتیايي مرکزونو باندې ډېر فشار راوستی وو. د څو اوونیو لپاره، د دغو لرو پرتو سیمو ډېرو ځايي وګړو له درملو، د ټپیانو د درملنې موادو، د اکسیجن له وسایلو او د لومړنیو درملنې له وسایلو سخت کمښت درلود. همدارنګه، د ناامنۍ او خرابو لارو له امله روغتونونو ته د ناروغانو د لېږد او مراجعه امکانات هم ډېر محدود شوي وو. (انځور: آی سي آر سي/ذبیحالله شینواری)
