
د ۲۰۲۶ز کال د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت زموږ پام د افغانستان د وگړیو بیړنیو روغتیايي ننگونو ته را-اړول کېږي. د تېرو کلونو جگړو او اوسنیو نښتو، اقتصادي او پراختیايي ستونزو، او طبیعي پېښو لا له وړاندې کمزوری روغتیايي سیستم نور هم زیانمن کړیدی. مېلیونونه خلک لا هم له روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري، په ځانگړې توگه ښځې، ماشومان، او هغه کسان چې په لرو پرتو سیمو کې استوگن دي.
د دې ننگونو سربېره، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې ۴۶ بنسټیزو روغتیايي کلینیکونو او د یوې ولسوالۍ روغتون سره ترسره شوي ملاتړ په څرگند ډول د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې مهم رول لوبولی دی.
په ۲۰۲۵زېږدیز کې، شاوخوا ۱.۲ مېلیونه ناروغان چې ډېری یې مېرمنې او ماشومان وو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري په تمویل شویو بنسټیزو روغتیايي کلینکونو کې وقایوي خدمات او د ناروغیو د لومړني درملنې خدمتونه ترلاسه کړل. کله چې ناروغۍ په لومړیو پړاوونو کې درملنه شي، نو دا کلینکونه پر هغه ثانوي روغتیايي سیستم باندې فشار کمولو کې مرستندوی واقع کېږي، چې لا له وړاندې ډېر بوخت او تر فشار لاندې دي.

پروین په هرات ولایت کې د آی سي آر سي له لوري ملاتړکېدونکي حضرت ابوبکر صدیق روغتیايي کلینک څخه د لیدنې پر مهال. انځور: دواجان رحیمي/اي سي آر سي.
پروین یوسفي چې د هرات ولایت د یو بنسټیز روغتیايي کلینیک ناروغه ده، وايي: «زه مېندواره یم، او دا کلینیک زموږ په څېر ښځو سره د مېندوارۍ په ټوله موده کې مرسته کوي،» هغه زیاتوي، «ډاکټران موږ ته له مېندوارۍ مخکې او وروسته خدمات وړاندې کوي او زموږ روغتیا له پیل څخه تر هغه وخته څاري تر څو ماشوم وزېږي او وروسته هم. زما خپلوان او د کورنۍ نور غړي هم دلته راځي، ځکه چې دوی د دې کلینیک پر خدمتونو باور لري.»
د ملگرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ز کې به له ۱۴.۴ مېلیونو څخه ډېر وگړي په افغانستان کې بشري روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري. د لسیزو جگړو له امله، د افغانستان روغتیايي سیستم تر ډېره پر نړیوالو مرستو متکي پاتې شوی دی. همدارنگه، د اوږدمهاله بحران او سختو اقتصادي ستونزو له کبله ډېرې کورنۍ نور د خصوصي روغتیايي خدمتونو لگښت نه شي پوره کولای.
پورته حالتونو ته په پام سره، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له کلینیکونو څخه ځايي وگړیو ته وړاندې کېدونکي روغتیايي خدمتونه، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې یې ملاتړ کېږي، د ژوند په ژغورلو کې ډېر مهم رول لري او دا باوري کوي چې زیانمن وگړي او ځايي ټولنې وکولای شي د اړتیا پر مهال پر وخت او باکیفیته درملنه ترلاسه کړي.

د کندهار په یو روغتیايي کلینک کې ډاکټر کوچنۍ بُشرا معاینه کوي. انځور: امیرمحمد/آی سي آر سي
د کندهار اوسېدونکي اختر محمدڅو ورځې وړاندې خپله کوچنۍ لور بُشرا د زکام له امله د افغاني سرې میاشتې ټولنې هغه کلینیک ته د درملنې لپاره یوړه چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې یې ملاتړ کېږي. هغه وایي کلونه کېږی، چې پر دې کلینیک متکي دي او د کورنۍ لپاره یې یوه حیاتي روغتیايي سرچینه گرځېدلې ده.
هغه وايي: «له دوه کالو ډېر وخت کېږي چې کله زما په کور کې څوک ناروغ شي، دا کلینیک زما لومړی ځای وي چې ورځم.» هغه زیاتوي: «زه ټول ناروغ ماشومان دلته راوړم. دا زموږ له کور سره نږدې دی، کارکوونکي یې هم ناروغان په ډېر پام سره درملنه کوي، او د خدمت کیفیت یې ډېر ښه دی.» هغه زیاتوي: «زه د یوې ښوونکي په توگه له اقتصادي ستونزو سره مخ یم او تل د درملنې لگښت نه شم پوره کولای. دلته موږ مشورې، درمل، واکسینونه او د تغذیې برخه کې مرسته وړیا ترلاسه کوو. زما د کورنۍ په څېر، دا کلینیک واقعاً د نورو وگړیو له پاره خورا مهم دی.»
د بنسټیزو روغتیايي کلینیکونو د تغذیې برخه د همغږۍ او د نورو شریکانو لکه یونېسف او د خوړو نړیوال سازمان د ملاتړ په وسیله پیاوړې شوېده. همدارنگه، د سره صلیب نړیوالې کمېټه لا هم هغود افغاني سرې میاشې ټولنې کلینیکونو ته چې نور سازمانونه ورڅخه ملاتړ نهکوي، چمتو شوي درملیز خواړه (RUTF) ورکوي.
لومړنی روغتیايي پاملرنه د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د هغې د همکارو سازمانونو لپاره لا هم یوه لومړیتوب دی، ځکه دا د افغانستان د بېوزلو او اړمنو خلکو د ژوند څخه د ملاتړ یوه حیاتي برخه گڼل کېږي. دا پروگرام نه یوازې د ځایي ټولنو د روغتیا او ښه والي لپاره مهم دی، بلکې د دې سبب هم کېږي چې آی سي آر سي د هېواد د روغتیا سکتور وضعیت په سمه توگه وڅاري او د خپلو بشري مرستو پروگرامونو دوام باوري کړي.
د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د لا ښه ملاتړ لپاره، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بیړنيو څانگو څخه د ملاتړ پروگرام په ۲۰۲۴–۲۰۲۵ کلونو کې په ټول افغانستان کې د بیړنیو طبي ځواب او پاملرنې سیستم پیاوړی کړ. دې هڅو د کلینیکي ظرفیت، بنسټیزو ودانیو او د بیړنیو حالتونو د چمتووالي ستونزې حل کړې. د دې پروگرام هڅو پر دې تمرکز درلود چې د بیړنیو څانگو فعالیت ښه شي، تجهیزات او بنسټیزې ودانۍ نوي یا ښې شي، د کارکوونکو وړتیاوې لوړې شي، او د گڼ شمېر ټپیانو پېښو یا (MCIs) لپاره چمتوالی لوړ شي.
په ۲۰۲۴ز کې، آی سي آر سي د غزني ولایتي روغتون، د غزني حوزوي روغتون، د رُخې ولسوالۍ روغتون، د خوست ولایتي روغتون، او د ترینکوټ ولایتي روغتون بیړنیو څانگو څخه ملاتړ وکړ. په ۲۰۲۵ز کې، کله چې د غزني ولایتي روغتون، حوزوي روغتون او رُخې رغتون څخه د آی سي آر سي ملاتړ پای ته ورسېد، دې پروگرام د پکتیا حوزوي روغتون، د بغلان ولایتي روغتون، او د زندانونو د ادارې ۵۰ بستریز روغتون څخه ملاتړ پیل کړ؛ دا د دې څرگندونه کوي چې دا پروگرام د بشري او عملیاتي اړتیاو د بدلون سره په پرلهپسې ډول ځان عیاروي.
د د ابتدايي بیړني خدماتو د روزنیز پروگرام له لارې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې ۱۶ هراړخیزې روزنیزې ناستې (چې ۱۲ یې د ابتدايي بیړني خدماتو ناستې وې او ۴ یې په اړونده برخه کې د روزونکو د روزنې ناستې وې) دایرې کړې، چې په پایله کې یې ۲۵۶ روغتیايي کارکوونکي (۱۱۵ ښځینه او ۱۴۱ نارینه) په مهمو ژوند ژغورونکو مهارتونو سمبال کړيدي.

په کابل کې یوه ښځینه روغتیايي کارکوونکې د ابتدايي بیړني خدماتو په روزنه کې برخه اخلي. انځور: محمد مسعود صمیمي/آی سي آر سي
صمیعه صمدي، د بغلان ولایتي روغتون نرسره وايي: «د داسې روزنو دایرول ډېر گټور دی، ځکه چې د ابتدايي بېړني خدماتو له زده کړې سره موږ کولای شو هغه خدمتونه چې ناروغانو ته یې وړاندې کوو، کیفیت یې ښه کړو او له ځانه سره هغه هغه پوهه بېرته خپلو ولایتونو ته یوسو چې موږ له دې روزنو ترلاسه کوو لکه څنگه د جدي ناروغانو د روغتیا اړتیاوو ته پر وخت او سم ځواب ووایو.»

د آی سي آر سي کارکوونکي د کابل هوايي ډگر د اوروژنې کارکوونکو لپاره د پرمختللې لومړنۍ مرستې (AFAT) د روزنې پر مهال. د دې روزنې موخه دا وه چې د دوی عملي مهارتونه پیاوړي شي، څو د دندو پر مهال او بیړنیو حالاتو کې سملاسي او ژوند ژغورونکې مرستې وړاندې کړي. انځور: آی سي آر سي
په ۲۰۲۵ز کې، د لومړنیو مرستې ۵۳ روزنیزې ناستې د ۱۶ ولایتونو په کچه ترسره شوې، چې ۷۷۹ مرستندویو کسانو پکې گډون وکړ. د دې روزنو موخه دا وه چې له روغتونه وړاندې د پاملرنې وړتیا پیاوړې کړي، څو لومړني مرستندویان وکولای شي د پېښې په ځای کې او د ناروغ د لېږد پر مهال پر وخت او د ژوند ژغورونکې مرستې وړاندې کړي.
په افغانستان کې د آی سي آر سي د بېړنۍ درملنې کارپوه کیلیم ارگوټ وايي: «لومړنۍ مرستې او له روغتون څخه وړاندې د بیړنۍ پاملرنې پیاوړتیا زموږ د بشردوستانه ماموریت مهمه برخه ده، ځکه دا ډاډمنوي چې هغه کسان چې د جگړې او تاوتریخوالي څخه اغېزمن شوي، د روغتیايي مرکزونو ته تر رسېدو وړاندې سملاسي او ژوند ژغورونکې مرستې ترلاسه کوي.»
هغه زیاتوي: «په حساسو شېبو کې، هره ثانیه ارزښت لري. د روزنې، اړینو وسایلو او د پاملرنې د ښه تنظیم له لارې موږ هڅه کوو چې ډاډ ترلاسه شي هغه ناروغان چې په بیړني حالت کې راځي، ژر، په خوندي ډول او درناوي سره درملنه ترلاسه کړي. دا ملاتړ نه یوازې سمدستي په هغو کسانو کې بدلون راولي چې د ژوند او مرگ په حالت کې وي، بلکې په اوږدمهال کې روغتونونه هم پیاوړي کوي، څو وکولای شي د ورځنیو بیړنیو پېښو او لویو ناورینونو پر وړاندې په ارامه او انساندوستۍ سره ځواب ووايي.»
د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د روغتیايي سیستم ملاتړ خپل لومړیتوب گڼي، او له روغتیايي چارواکو لکه د عامي روغتیا وزارت سره په گډه کار کوي، څو د لاسرسي او دوام وړتیا ښه کړي. دا کار د بېلابېلو پروگرامونو له لارې ترسره کېږي، لکه فزیکي بیارغونه، د لومړنیو مرستو روزنې، بیړني طبي توکي چمتو کول، د ټپونو (ټراما) برخه کې روزنه، او لومړنۍ روغتیايي پاملرنه، چې دا ټولې پروگرامونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همکارۍ پلي کېږي.
