د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرپاڼه

۲۱ اپرېل، ۲۰۲۶

کابل (آی سي آر سي) – نن، د بشري ادارو له لوري څو ورځنی بشري عملیات پیل شول، چې موخه یې د نورستان ولایت په ختیځ کې هغو سیمو ته بیړنۍ مرستې رسول دي چې پخوا ورته لاسرسی ډېر ستونزمن وو. په دې سیمو کې روانو وسله‌والو نښتو زرگونه خلک له شپږو اوونیو څخه ډېر وخت راهیسې له بنسټیزو اړتیاوو او حیاتي خدمتونو څخه بې برخې کړي‌دي. دا چاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروگرام له خوا په گډه همغږي کېږي، چې ټول پکې فعاله ونډه لري.

په کامدېش او برگمټال ولسوالیو کې د تېرو دوو میاشتو راهیسې د ناامنۍ او محدود لاسرسي له امله نږدې ۱۳۶ زره وگړي چې شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ کېږي د خوړو، روغتیايي خدمتونو او د کورنیو لومړنیو اړتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي.

د اپرېل له پیل راهیسې، د سره صلیب نړیواله کمېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنه او د ملگرو ملتونو اړوندو ادارو له جگړې له ټولو ښکېلو خواوو سره پرله‌پسې خبرې اترې کړې دي، څو داسې شرایط چمتو شي چې بې‌طرفه او ناپېیلي بشري بنسټونه وکولای شي دغو ولسوالیو ته خوندي او بې‌خنډه لاسرسی ولري.

د دغو هڅو په پایله کې، بشري مرستندویه ادارو اغېزمنو سیمو ته د اړینو مرستو رسونه پیل کړې ده. د لومړني غبرگون تمرکز پر دې دی چې خوراکي توکي، درمل او نور ضروري مرستندویه مواد خلکو ته ورسول شي. په ورته وخت کې، د نورستان ولایت د لارې په پرانیستل کېدو سره، بازارونه ورو-ورو بېرته عادي حالت ته ستنېږي او د ناروغانو د لېږد (طبي انتقال) بهیر هم بېرته پیل شوی‌دی.

له بلې خوا، د سره صلیب نړیواله کمېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنه او د ملگرو ملتونو ادارې د ځايي وگړیو له استازو سره نږدې همکاري روانه ساتي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې د خلکو له بیړنیو اړتیاوو سره سمې برابرې شي. لومړنۍ ارزونې ښيي چې په ځانگړې توگه د خوړو خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو او بنسټیزو عامه خدمتونو په برخو کې اړتیاوې لا هم پراخې دي.

بشري بنسټونه یو ځل بیا ټینگار کوي چې خپل فعالیتونه به د بې‌طرفۍ، خپلواکۍ او ناپېیلتیا د اصولو پر بنسټ مخ ته وړي او له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د زیان‌منو خلکو لپاره د خوندي، بې‌خنډه او دوامداره لاسرسي په برابرولو کې لازم ملاتړ وکړي.

د آی سي آر سي په اړه:

د سره صلیب نړیواله کمېټه یوه بې‌طرفه، ناپېیلي او خپلواکه بشري اداره ده، چې ماموریت یې د ۱۹۴۹ز کال د جېنوا کنوانسیونونو څخه سرچینه اخلي. دا اداره په ټوله نړۍ کې له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د وسله‌والو شخړو او نورو تاوتریخوالو له امله زیانمن شوي دي، او هڅه کوي د هغوی ژوند او انساني کرامت خوندي وساتي او د دوی کړاوونه راکم کړي، ډېری وخت دا هڅې د سره صلیب او سرې میاشتې له شریکانو سره په گډه مخته وړي.

 

د لا زیاتو مالوماتو لپاره:

پروېز احمد فیضي، کابل آی سي آر سي: +93729110672pfaizi@icrc.org

یا زموږ له وېب‌پاڼې څخه لیدنه وکړئ: www.icrc.org

د آی سي آر سي د فعالیتونو اړوند وېډیوگانې له دې ادرس وگورئ/ښکته کړئ:

Welcome to ICRC (icrcnewsroom.org)