په داسې حال کې چې نړۍ د اپرېل په ۴مه د ماینونو د خطرونو د پوهاوي او د ماین پاکۍ  سره د مرستې ورځ نمانځي خو په افغانستان کې د وسلو د ککړتیا له امله، په ځانګړي ډول ماشومان ډیر زیانمن دي. ډیری وخت ماشومان بې‌ له دې چې خبر وي، پر ماینونو قدم ږدي یا ناچاودېدلي خطرناک توکي له ځمکې څخه را اخلي. دا هغه توکي دي چې د دوی د کورونو شاوخوا، د لوبو په ځایونو او یا د څارویو د څرولو په سیمو کې پراته وي، او کولی شي د مرګ او یا هم د ژوند تر پایه د بدلون راوړونکو ټپونو لامل شي.

د هرات ښار په یو ګاونډ کې، د ۲۰۲۵ کال یوه عادي سهار د ۱۲ کلن محمد آصف لپاره لکه د نورو ورځو په څېر پیل شو. لا لمر نه‌وو راختلی، چې هغه د خپلو تره زامنو سره د لمانځه لپاره جومات ته روان شو، بې‌له دې چې خبر وي دا ورځ به یې ژوند د تل لپاره بدل کړي.

 

محمد آصف د آی سي آر سي د هرات د فزیکي بیارغونې په مرکز کې په کې ناست دی، څو د فیزیوتراپیست له خوا مصنوعي پښه ترلاسه کړي. انځور (آی سي آر سي)

 

کور ته د بېرته راتګ پر مهال یې سترګې په یو نااشنا توکي ولګېدې. یو کوچنی نااشنا شی وو، داسې نه ښکارېده چې دومره خطرناک به وي چې د یو چا ژوند دې واخلي. د کنجکاوۍ له مخې، د هغه د تره زوی پورته کړ او له ځان سره یې کور ته یوړ.

کله چې کور ته ورسېدل، آصف هغه ناپېژانده شی په لاسونو کې ونیو او په ځیر-ځیر یې ورته کتل، چې دا به څه شی وي.

هغه وایي: «په هماغه شېبه کې، ما یوازې د تجسس له مخې ورته کتل، هېڅ مې فکر نه کاوه چې موږ ته به زیان ورسوي.» خو ناڅاپه هغه شی د هغه له لاسه ولوېد، او یوې درنې چاودنې د سهار چوپتیا ماته کړه.

آصف وایي: «کله چې مې سترګې خلاصې کړې، هر څه بدل شوي وو. زه په روغتون کې وم. په لومړي سر کې نه‌پوهېدم چې څه پېښ شوي دي، خو کله مې چې د مور او پلار څېرو ته وکتل، پوه شوم چې ډېره بده پیښه رامنځ‌ته شوي ده» دا چاودنه تر هغه ډېره درنه وه چې هغه یې تصور هم نه‌شو کولای. هغه درې د تره زامن له لاسه ورکړل، کوچنۍ خور یې چې یوازې د یو نیم کال وه، ژوند له لاسه ورکړ، او آصف هم خپله ښي پښه له لاسه ورکړه.

وروستی ورځې له غم، ګډوډۍ او د درملنې له اوږدو ساعتونو سره مل وې. خو کرار کرار د همدې تیارو مینځ کې د آصف لپاره د بیا ژوند کولو یوه لار ښکاره شوه.

اصف د بیا ژوند کولو لپاره، د آی سي آر سي د هرات څانګې د فزیکي بیارغونې په مرکز کې زده کړه پیل کړه. هغه ته یې مصنوعي پښه جوړه کړه او د بیا  قدم وهلو د اوږده بهیر په اوږدو کې ورسره مرسته وشوه. هر حرکت یې د هغه څه چې له لاسه ورکړي وو، یوه کوچنی بریا وه.

 

محمد آصف د آی سی آر سي د هرات څانګې د فزیکي بیا رغونې په مرکز کې د خپلې نوې جوړې شوې مصنوعي پښې په وسیله قدمونه اخلي. (انځور: آی سي آر سي)

آصف وايي: «دا آسانه نه وه، هغوی زما ترڅنګ ودریدل. هغوی ماته باور راکړ چې زما ژوند لا ختم شوی نه‌دی.» ورو-ورو یې ځواک بیرته تر لاسه کړاو بیا یې ښوونځي پیل کړ. د آی سي آر سي په مالي ملاتړ سره یې د انګلیسي ژبې د زده کړې کورسونه پیل کړل، څو خپل تعلیم ته دوام ورکړي او له خپلو ټولګیوالو سره برابر اوسي.

هغه یوه پیغام لري چې له تاوان یې الهام اخیستی، خو له هېلو ډک دی: «مهرباني وکړئ، ټولو ماشومانو ته وایم، که داسې څه مو ولیدل چې نه یې پیژنی، لاس مه وروړئ. کور ته یې مه وړئ. تاسو ته ښايي بې‌ خطره ښکاره شي خو کولای شي له تاسو هر څه واخلي. زه نه غواړم بل څوک هغه څه تجربه کړي چې پر ما تېر شول.»

 

پورته نقشه په افغانستان کې هغه پیښې ښیي چې د وسلو د پاتې شونو له امله رامنځ‌ته شوې دي.

د ۲۰۲۵ کال د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د وسلو پاتې شوني د یو پراخ بشري کړکیچ څرګندونه کوي. په ټوله هېواد کې ۲۱۷ پېښې ثبت شوې، چې له امله یې ۹۲ کسان مړه او ۳۷۵ ټپيان شوي دي. د دې شمېرو شاته یوه حقیقت پروت دی: له جګړې پاتې شوني مهمات او ځمکني ماینونه لا هم د ټولنو لپاره ورځنۍ ګواښ جوړوي او د خلکو د ژوند، خوځښت او ورځني فعالیتونه اغېزمنوي.

ختیځه سیمه تر ټولو ډېره اغېزمنه ښکاري، چې ۶۷ پېښې پکې ثبت شوې دي، یعنې د ټول هېواد نږدې درېیمه برخه. ورپسې لوېدیځه سیمه راځي چې ۴۸ پېښې پکې ثبت شوې دي. او سوېلي سیمه کې هم ۳۴ پېښې ثبت شوې دي. مرکزي او سوېل ختیځې سیمې بیا په منځنۍ کچه اغېزمنې دي، چې په ترتیب سره ۲۳ او ۲۲ پېښې پکې ثبت شوي دي.

برعکس، شمال او شمال ختیځو سیمو کې شمېرې لږې دي. په ترتیب سره ۱۴ او ۹ پېښې، خو دا پدې معنا نه‌ده چې هلته خطر نشته؛ ګواښ لا هم موجود دی. دا جغرافیایي بېلګه د تېرو جګړو پاتې اغېزې او اوسني زیان‌من حالتونه ښيي.

د دې پېښو انساني بیه ډېره درنه ده. د هر وژل شوي کس سره نږدې څلور نور کسان ټپیان کېږي. ډېری داسې ټپیانېږي  چې ژوند یې بدلوي او معلولېږي، چې اوږدمهاله پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا پیدا کوي.

ماشومان د قربانیانو تر ټولو لویه برخه جوړوي، چې له ټولو شمېرو څخه ۳۰۹ پېښې، یعنې ۶۶ سلنه یې ماشومان دي. د هغوی د زیانمتیا اصلی عامل د هغوی د ورځنیو فعالیتونو سره تړاو لري. لکه بهر کې لوبې کول، له کورنۍ سره د کباړ راټولولو کې مرسته کول، او یا هم په ناپوهۍ سره له خطرناکو توکو سره لاس وهل.

په ټوله کې، دا شمېرې یو داسې کړکېچ ته اشاره ده چې هم بیړنی دی او هم اوږدمهاله. د ماشومانو د زیاتو قربانیانو شتون دا څرګندوي چې د خطرونو د پوهاوي او عامه معلوماتو د پیاوړتیا لپاره بېړنۍ اړتیا شته. په همدې حال کې، د ټپیانو لوړه کچه د روغتیايي او بیارغونې محدودو خدمتونو پر اوږو ورځ تر بلې زیاتېدونکی بار هم زیاتیږي.

 

مرزیه حسيني د آی سي آر سي د مزار څانګې د فزیکي بیارغونې په مرکز کې له فیزیوتراپیستانو سره ولاړه ده. انځور: آی سي آر سي/ نازنین حیدري

 

مزار شریف  کې، د ۲۵ کلنې مرزیې حسيني ژوند په یوه شېبه کې بدل شو. هغه وايي: موږ په سفر کې وو چې زموږ موټر پر ماین وخوت. کله چې بیداره شوم، ومې لیدل چې دواړه پښې مې له لاسه ورکړې وې. داسې احساس مې کاوه لکه ژوند مې چې پای ته رسېدلی وي.

هغه ورځې چې وروسته راتلې، له ناامېدۍ ډکې وې. هغې وویل: هیله مې له لاسه ورکړې وه. هر څه راته تیاره ښکارېدل او راتلونکی مې نه شو لیدلی. خو د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې په مرکز کې زما په ژوند کې یو بدلون رامنځته شو. ما داسې نور کسان ولیدل چې زما په شان وو، خو بیا هم مخته روان وو. د هغوی لیدل ماته ځواک راکړ.

له وخت سره سم هغې ته مصنوعي پښې ورکړل شوې، او د فیزیوتراپیستانو په مرسته یې بېرته د تګ تمرین پیل کړ او ګام پر ګام یې بیا پر خپلو پښو درېدنه زده کړه. د آی سی آر سي  د ټولنیز ادغام د پروګرام له لارې، هغې ته بې‌ سوده پور هم ورکړل شو څو خپل ژوند بیا جوړ کړي. هغې وویل: اوس زه یو کوچنی د مالدارۍ کاروبار لرم او د شیدو محصولات پلورم، تر څو د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم.

په ۲۰۲۵ کال کې، د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې مرکزونو کې د ماینونو او ناچاودېده وسلو له اغېزمنو شاوخوا ۶,۷۵۰ کسانو سره مرسته شوې ده. په کابل کې تر ټولو ډېر ګټه اخیستونکي ثبت شوي (۲,۲۲۱)، ورپسې جلال‌اباد (۱,۳۲۸)، مزار (۹۲۴) او هرات (۸۷۱) دي، په نورو مرکزونو لکه فیض‌آباد (۴۵۷) او ګلبهار (۲۶۵) کې شمېرې لږې دې، خو بیا هم پام وړ وې.

د جنسیت مخې، نارینه او هلکان ۶,۲۲۵ کسان جوړوي، په داسې حال کې چې ښځې او نجونې ۳۵۹ تنه دي.

 

د سرپل ولایت د سیدآباد سیمه کې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې یو رضاکاره ۵۰ ښوونځیو کې  زده ‌کوونکو ته د خطر د پوهاوي او خوندي چلند په اړه معلومات ورکوي. انځور: د افغاني سرې میاشتې ټولنه

 

سربېره پردې، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ، د آی سي آر سي په همکارۍ سره د افغاني سره میاشتې ټولنې ۱۲۰ رضاکاران روزل شوي، څو په افغانستان کې په هغو پنځو زونونو کې چې د ماینونو او ناچاوده وسلو له امله ډېر اغېزمنې دي، د خطر پوهاوي او خوندي چلند غونډې ترسره کړي.

په ۲۰۲۵ کال کې، په شپږو زونونو کې چې په وسلو ککړې وې، شاوخوا ۲۱۰,۵۰۰ کسانو ته د افغاني سره میاشتې ټولنې د رضاکارانو لخوا د خطر پوهاوي او خوندي چلند روزنه ورکړه. په دې شمېرو کې ۱۳۰,۷۴۲ ماشومان، ۴۱,۸۵۱ نارینه او ۳۷,۹۹۰ ښځې شاملې وې.

د دغو وسلو پاکول د بیا خوندیتوب او امنیت لپاره ډېر اړین دي. پدې کار سره دا ډاډ ترلاسه کول چې ټولنې د خطرونو څخه خبرې وي، دا یوه اوږدمهاله دنده ده چې د چارواکو، د افغاني سره میاشتې ټولنې او نړیوالو سازمانونو ګډه هڅه او همغږي غواړي.