د یوې مور سفر: له غم نه تر بیا یوځای کېدو
په کابل کې د يوې مېرمن، عزیزې* ژوند د سختو ازموینو لړۍ وه. څو کاله وړاندې یې مېړه د افغانستان جګړه کې له لاسه ورکړ او د خپلو درې ماشومانو (دوه زامنو او یوې لور) یوازینۍ پالونکې پاتې شوه. د دې لپاره چې خپلو ماشومانو ته روښانه راتلونکی جوړ کړي، عزیزې د خپل ورور بلنه ومنله څو ګاونډي هېواد ته کډه شي.
خو د ژوند دې سفر ورته بله ستره ضربه وارده کړه. له پولې اوښتو وروسته، د هغې مشر زوی چې ۱۶ کلن وو، ورک شو. هغه په احساساتو کې وايي: «ما هر ځای پسې وپلټه. د مشر زوی له لاسه ورکول ډېر دروند غم وو، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې مې مېړه له لاسه ورکړی وو».
سره له دې چې عزیزې ډېره هڅه، پوښتنې او ګروېږنې وکړې، خو ونه توانېده خپل زوی پیدا کړي. کله چې يې د مشر زوی سره د بیا یوځای کېدو هیله له منځه لاړه، هغه بېرته کابل ته له خپلو پاتې ماشومانو سره راستنه شوه. په کور کې ژوند ورځنی مبارزه وه، او عزیزې به د ګاونډیانو په کورونو کې د کاریګرې په توګه کار کاوه څو کرایه پرې کړي او خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پیدا کړي.
یو ورځ، یو ګاونډي چې د عزیزې له کیسې خبر شو، هغې ته د Trace the Face وېبپاڼې په اړه وویل، چې آی سي آر سي ورسره سره د ورکو کسانو په لټون کې مرسته کولای شي. دې خبرو د عزیزې لپاره د هیلو نوی څپرکی پرانیست.
عزیزه وایي چې ګاونډي خیرالله يې د زوی په بیا لټون کې مهم رول ولوباوه. خیرالله وايي: «میرمن مې راته د عزیزې د ورک زوی کیسه وکړه. دې سره ماته د یوه ملګري خبره رایاده شوه، چې د ورکو خپلوانو د موندلو یوه وېبپاڼه پېژني. موږ د عزیزې د زوی انځور هغه ته واستاوه، او هغه د Trace the Face وېبپاڼې له لارې وپېژنده».

په انځور کې: د آی سي آر سي کارمند نور ولي ځدراڼ (ښي اړخ)، عزیزه او د عزیزې ګاونډی خیرالله. (انځور: آی سي آر سي، پروېز احمد فیضي)
دوی ټول په کابل کې د آی سي آر سي دفتر ته ولاړل. د کورنیو د بیا یوځای کولو په برخه کې د آی سي آر سي کارمند، نور ولي ځدراڼ، وايي: «موږ د عزیزې د زوی انځور په وېبپاڼه کې تایید کړ، د نومرې حواله مو ثبت کړه او اړینې فورمې مو ډکې کړې. په لسو ورځو کې مو وموندل چې د هغې زوی په یوه اروپایي هېواد کې ژوند کوي او د بیا اړیکې غوښتونکی دی. د جلا شوو خپلوانو تر منځ د اړیکو بېرته ټینګول یوازې د یوه ټیلیفون له لارې اړیکه نه ده، دا د هیلو بېرته راژوندي کول دي، د ټپونو رغول دي او د کورنیو د ژوندانه د بنسټ بیا ایښودل دي».
د مور او زوي د ټپونو د رغېدا دا شیبه یو عادي ماسپښین پېښه شوه، عزیزه د کور په کارونو بوخته وه. د خیرالله مېرمن له خپل ټیلیفون سره د هغې کور ته ورغله. عزیزه په اوښلنو سترګو دا شېبه داسې بیانوي: زما زوی په کرښه وو. زه ټيلېفون نه لرم، او د نږدې لسو کلونو وروسته مې د خپل زوی غږ واورېده. د خوښۍ اوښکې مې پر مخ روانې شوې. باور مې نه کېده چې دا زما زوی دی».
له هماغې ورځې راهیسې، عزیزه او د هغې زوی په منظم ډول په اړیکه کې دي ـ خنداوې، اندېښنې او د ژوند هغه عادي خبرې شریکوي چې د کلونو لپاره له لاسه وتلې وې.
د دوه کلونو چوپتیا وروسته بیا یوځای کېدل:

نادر په ننګرهار -جلال آباد ښار کې د آی سي آر سي د دفتر دروازه ټکوي. ( انځور: آی سي آر سي، ذبیحالله شینواري)
نادر د کوټ ولسوالۍ د لغړجو کلي اوسېدونکی دی، هغه په جلال آباد کې د آی سي آر سي دفتر څخه د لیدنې پر مهال، د خپلې کیسې یادونه په داسې حال کې کوله چې پیل يې جلاوالی او وېره خو پای يې په ارامۍ تمامه شوه. دوه نیم کاله وړاندې، د هغه ورونه، ظاهر شاه او سازنور، په ګډه افغانستان پرېښود خو د ایران په کوم ځای کې یې لارې سره بېلې شوې. ظاهر شاه اروپا ته ورسېد، خو سازنور پرته له کوم نښې-نښانې لادرکه شو.
ظاهر شاه خپله کیسه په بیلجیم کې له ملګرو سره شریکه کړه، ملګرو يې هغه وهڅاوه څو له آی سي آر سي سره اړیکه ونیسي، ځکه دغه سازمان د جګړې او کډوالۍ یا طبیعي پېښو له امله جلا شوې کورنۍ بیا یوځای کولو کې مرسته کوي. د دوی د سپارښتنې پر بنسټ، ظاهر شاه د بیلجیم آی سي آر سي سره د خپل ورور د لټون غوښتنه شریکه کړه.
بیلجیم سره صلیب دغه غوښتنه د افغانستان آی سي آر سي سره شریکه کړه، چې وروسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې (ARCS) سره دا موضوع شریکه شوه. د سرې میاشتې کارکوونکي د سازنور کور ته لاړل او د هغه له کورنۍ سره یې وکتل، چیرې چې معلومه شوه سازنور بېرته کور ته راستون شویدی. د سره صلیب یوه پیغام او د کورنۍ د لنډو خبرونو سره یو لاسلیک شوی لیک ظاهر شاه ته په بیلجیم کې وسپارل شو، او بالاخره د هغه دا اندېښنه چې ګوندې ورور يې خوندي نهدی، راکمه شوه.

په انځور کې نادر (ښي لور ته)ړ وینئ، چې د آی سي آر سي له یو کارکوونکي سره د جلالاباد په دفتر کې ناست دی. (انځور: آی سي آر سي، ذبیحالله شینواری)
نادر وایي: «ژوند بېخي خالي وي کله چې نه پوهېږې چې ستا نږدې خپلوان ژوندی دی که مړ! د آی سي آر سي په مرستې سره موږ وتوانېدو چې له ظاهر سره اړیکه ټینګه کړو او د نه پوهېدو درد يې ختم کړو.» هغه زیاتوي چې د کلي نورو کورنیو ته هم وایي چې د خپلو ورک شویو خپلوانو د موندلو لپاره آی سي آر سي سره اړیکه ونیسي.
Trace the Face وېبپاڼه
د سره صلیب او سرې میاشتې وېبپاڼه ده چې کډوالو او د هغوی کورنیو سره د بیا یوځای کېدو په برخه کې مرسته کوي. دا وېبپاڼه په ۲۰۱۳ کال کې جوړه شوه، ترڅو هغه کورنیو سره مرسته وکړي چې د جګړې، تاوتریخوالي یا طبیعي پېښو او یا هم د کډوالۍ پر مهال د خپلو عزیزانو سره اړیکه له لاسه ورکوي. هغه کسان چې د خپلو عزیزانو سره اړیکه له لاسه ورکړې، کولای شي خپل انځورونه د دې وېبپاڼې په ګالرۍ کې خپاره کړي، تر څو خپلوان یې وپېژني او د اړیکې بیا نېولو لاره زمینه مساعده شي. که څوک د خپل عزیز عکس وپېژني، نو بیا آی سي آر سي د بیا اړیکنېونې پروسه پیلوي.
تر دې دمه په Trace the Face وېبپاڼه کې ۷،۳۴۱ انځورونه اپلوډ شوي، چې ۱،۹۷۱ (یانې څلورمه برخه) د هغو افغانانو انځورونه دي چې د ورکو شوو خپلوانو په لټه کې دي. ډېرې کورنۍ د کډوالۍ په لاره جلا شوېدي او نه پوهېږي چې څنګه له خپلو عزیزانو سره بېرته اړیکه ټینګه کړي.
هر چا چې د جګړې، کډوالۍ یا طبیعي پېښو له امله کوم خپلوان ورک کړي وي، کولای شي د آی سي آر سي یا سرې میاشتې نږدې دفتر ته مراجعه و کړي او پهدې برخه کې لارښوونې او ملاتړ ترلاسه کړي.
آی سي آر سي او د سرې میاشتې ملې ټولنې په ټوله نړۍ کې ګډ کار کوي، څو خلک ومومي او د کورنیو د اړیکو بیا رغولو (RFL) خدمتونو له لارې یې له خپلو عزیزانو سره بیا یوځای کړي. دا کار د ورکو شوو کسانو د موندلو، جلا شویو کورنیو تر منځ د اړیکو بیا ټینګولو، کورنیو بیا یوځای کولو او د هغو کسانو د برخلیک او ځای معلومولو په برخه کې ترسره کېږي چې لا هم ورک دي.
که تاسو د خپل ورک شوي خپلوانو په لټه کې یاست، نو زموږ وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ یا دRFL تلیفون شمېرې +93729140641 سره اړیکه کې شئ.

