د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نيمايي کې، د سره صليب نړيوال کميټې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لومړنۍ روغتيايي پاملرنې مرکزونو ته د ښځو او ماشومانو د لاسرسي د ښه کېدو لپاره طبي توکي ورکړل، د منظم واکسين او تغذيې پروګرامونو ملاتړ يې وکړ.
د آی سي آر سي له لوري په ټول افغانستان کې د بشري اړتياوو د ځواب لپاره ګڼې هڅې وشوې، لکه د روغتيايي خدماتو ملاتړ، د فزيکي بيا رغونې خدمات وړاندې کول، د کار په بدل کې د نغدو پيسو پروژو له لارې د خلکو د عايد او معيشت پياوړي کول، او پاکو اوبو، حفظ الصحې او برېښنا ته د لاسرسي ښه کول.
موږ د هېواد په کچه په ۷ مرکزونو کې چې د آی سي آر سي له لوري يې ملاتړ کېږي، د معلوليت لرونکو کسانو لپاره د فزيکي بيارغونې خدماتو ته دوام ورکړ. له توقيف ځایونو څخه مو لیدنې ترسره کړې څو د بنديانو د ژوند شرايط ښه شي او ډاډ ترلاسه شي چې د آزادۍ څخه محرومو کسانو سره انساني چلند کېږي.
له خلکو سره اړيکې او ښکېلتیا زموږ د کار مهمه برخه ده، او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له محلي چارواکو، ديني او ټولنيزو مشرانو او د ټولنې له غړو سره بحثونه ترسره شول. آی سي آر سي ژمنه ده چې د پخواني شخړې له اغېزمنو خلکو د بشري اړتياوو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ۲۰۲۵ له جنوري څخه تر جون پورې زموږ اغېزناک فعالیتونه:
– ۶۰۸,۶۰۰ تنه (۶۴٪ ښځې)، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د هغو ۴۷ روغتیايي مرکزونو له لارې چې د آی سي آر سي له لوري يې ملاتړ کېږي، د لومړنۍ روغتیایي پاملرنې څخه برخمن شوي دي.
– په ۴۶ روغتيايي کلينيکونو کې ۱۶۴,۴۱۸ ډوزه واکسين تطبیق شول، او ۴,۱۸۲ هغه ماشومان چې د تغذيې له کمښت سره مخ وو د افغاني سرې میاشتې ټولنې د تغذيې پروګرام څخه برخمن شول.
– د آی سي آر سي په ۷ فزيکي بيا رغونې مرکزونو کې ۱۰۴,۶۳۴ ناروغانو ته خدمات وړاندې شول.
– ۱۵,۵۵۰ پروتيسيز او آرتوسيز وسایل جوړ شول، او د معلوليت لرونکو کسانو لپاره ۷۲,۹۴۹ د فزيکي تداوۍ ناستې ترسره شوې.
– په ۱۲ زندانونو کې ۱۶,۶۲۹ بنديانو ته د حفظ الصحې اړين مواد ورکړل شول. آی سي آر سي د زندانونو د چارو د تنظیم ادارېله هڅو ملاتړ ته دوام ورکړ تر څو په توقيف ځایونو کې د مناسبې حفظ الصحې او پاکوالي شرایط ډاډمن شي.
– د ښاري سيمو ۴۲۳,۰۰۰ او د کلیوالو سيمو ۶۵,۰۰۰ خلکو د پاکو څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
– ۸۵۰ کورنیو (۶,۸۰۰ کسان) په اورزګان، پکتیکا، کونړ او کندز ولایتونو کې د نغدو پيسو پروژو له لارې عايد ترلاسه کړ.
– د ورک شوي کسانو ۵۹ قضیې حل شوې او دوی له خپلو عزیزانو سره بیا وصل شول.
د نورو جزیاتو لپاره، زموږ د ۲۰۲۵ له جنوري څخه تر جون پورې بشپړ راپور وګورئ.

