آی سي آر سي له ۱۹۸۸ز کال راهیسې په افغانستان کې معلولیت لرونکو وگړیو ته د فزیکي او ټولنیزې بیارغونې په برخه کې خدمات وړاندې کوي. د لسیزو اوږدې وسله والې جگړې او محدود روغتیایی زیربناوو په پېژندنې سره، آی سي آر سي د معلولیت لرونکو وگړیو د ملاتړ لپاره یو جامع او هراړخیز پروگرام رامنځته کړ. د فزيکي بیارغونې دا پروگرام د فیض آباد، گلبهار، هرات، جلال آباد، کابل، لشکرگاه او مزار شریف د ۷ فزیکي بیارغونې مرکزونو له لارې پرمخ وړل کېږي.

هر کال، د سره صلیب نړیواله کمیټه په افغانستان کې د خپل فزیکي بیارغونې پروګرام له لارې له ۲۰۰،۰۰۰ څخه زیاتو معلولیت لرونکو وګړو سره مرسته کوي. دا څو اړخیز پروګرام د مرستې یوه پراخه لړۍ لري، چې موخه یې نه یوازې د فزیکي تحرک بیا رغونه ده، بلکې د ټولنیز او اقتصادي شمولیت وده هم ده، او تر څنګ يې په ټولنه کې د معلولیت لرونکو خلکو فعاله ونډه هڅول هم دي.

دا پروګرام د فزیکي بیارغونې خدمات وړاندې کوي د بېلګې په ډول د بدن د مصنوعي غړیو (لاس او پښې) نصبول، د فزیوتراپي شخصي ناستې، او د ناروغانو د صحت د پرمختګ څارنه او د هغوی د پاملرنې څخه د ډاډمنېدا په موخه له کورونو څخه منظمې لېدنې ترسره کول. د فزیکي بیارغونې ملاتړ سربېره، د سره صلیب نړیواله کمېټه ژمنه ده چې د زده کړې، مسلکي روزنې، د کوچنیو پورونو فرصتونو، او د کاري فرصتونو په څېر برخو کې د مناسبې مرستې وړاندې کولو سره د معلولیت لرونکو وګړو اوږدمهاله خپلواکي او ټولنیز شمولیت وهڅوي. له دې علاوه، دا پروګرام په سپورت او تفریحي فعالیتونو کې د معلولیت لرونکو وګړیو د ګډون په‌وسیله د هغوی ځواکمنتیا، باور جوړونه، او ټولنیزې اړیکې لا پیاوړوي.

مهرناز: هغه څېره چې له امېده ځلېږي!

د څو ورځو پرله پسې بارانونو وروسته، د مهرناز دوی په کور کې یو زوړ خټین دیوال د هغې په پښه راپرېوت، د هغې پښه د بیارغېدو نه‌وه او درد يې هم شدید وو، مګر ژور ټپونه يې لا نه‌وو رابرسېره شوي. هغه مهال، مهرناز د معلولیت سره د ژوند کولو په مانا نه‌پوهېده. هغه په‌دې نه‌پوهېده، چې هغې نړۍ چې یو مهال د خوځښت، لوبو او شونتیاوو څخه ډکه وه – یو ناڅاپه بدله شوه.

هغې په دې وروستیو کې د بدخشان په فیض آباد کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې مرکز کې مصنوعي غړی ترلاسه کړ. نن ورځ د هغې ژوند بدل شوی او د لومړي ځل لپاره هغه کولی شي چې په خپلو پښو ودریږي او تگ وکړي.

مهرناز اوس د نورو ماشومانو سره د منډې وهلو او لوبې کولو له‌پاره سترگې په لار ده. د هر گام سره چې هغه يې اخلي، هغه د روښانه راتلونکي په لور مخ په وړاندې ځي.

حسنا ولیزاده، په فیض آباد کې د مصنوعي غړیو او ارتوز متخصصه وايي:«د مهرناز خندانه مخ لیدل موږ ته دا احساس راکوي، چې زموږ ټولې هڅې ارزښت لري.»

د مهرناز کیسه د امید یو نښه ده او دا همدارنگه چې څنگه فزیکي بیارغونه کولای شي د یو ماشوم ژوند بدل کړي.

سودابه د ځواک او مقاومت یوه بېلگه:

په ۲۰۱۴ کې، د سودابې ژوند له یو ویجاړونکي بدلون سره هغه مهال مخ شو کله چې د سړک په یوه پیښه/چاودنه کې د هغې د ملا د رگ ژوبل شو او دې پېښې د هغې تنه او د پښو ښکتنۍ برخه فلج کړل. سودا به وايي: «همدا چې اوونۍ او میاشتې تېرې شوې، زما حالت لا پسې خرابېدو، د فشار له کبله زخمونه رامینځته شول او زما د بې حرکتۍ او مخ په زیاتیدونکي نا امیدۍ درد لا زور اخیسته. د هرې ورځې په تېرېدو سره زما د انزوا او ضايع کېدا حس ژورېده. ما داسې حس کوله لکه زه چې د بېوسۍ په یوه دوره نښتې یم».

هغه د کاپیسا په گلبهار کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې مرکز ته لاړه او د بیا ودریدو او تگ لپاره یې یو سخت ورځنی مهالوېش تعقیب کړ. مگر بېرته په خپلو پښو تگ کول د هغې د دې سفر یوازینۍ موخه وه. سودابه هم د آی سي آر سي د «ټولنیزې یوځای کېدنې پروگرام» سره یو ځای شوه، او د پنځه کالونو په موده کې يې په کور دننه له زده کړو وروسته لیسه پای ته ورسوله. خلکو ته د خدمت کولو لپاره د هغې لیوالتیا هغه اړ کړه چې د روغتیا پاملرنې مسلک ته راوگرځي.

نن ورځ، سودابا په یوه دولتي روغتون کې د استقبال کوونکې په توگه کار کوي او د نورو د ملاتړ لپاره له خپلو تجربو او ځواک څخه کار اخلي.

تمیم: هوډ او نوی پیل

۱۴ کلن تمیم د زیږون پر مهال له فزیکي معلولیت سره دې نړۍ ته راغلی‌وو چې د هغه دواړه پښې یې خرابې/غیری منظمې کړې‌وې. د هغه دا حالت د لوییدو سره نور هم خراب شو، یوه پښه يې د بلې په پرتله د ۱۱ سانتي مترو په اندازه لنډه وه چې حرکت یې ورته ډېر ستونزمن کړی‌وو.

تمیم وايي: «په ۲۰۱۷ کال کې زما کورنۍ په هرات کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې مرکز څخه مرسته وغوښته. ما ته زما د چپې پښې لپاره یو ډیزاین شوی اورتُزس راکړل شو، چې زما د پښو اوږدوالی او توپیري نېمگړتیا يې سمه کړ. دا ما لپاره یوازې د کومکي تجهیزاتو یوه ټوټه نه‌وه بلکې د ژوند یوه کرښه وه». هغه اوس ښه گرځیدلی شو او هغه خپلواکي چې د هغه لپاره ډېره لرې ښکاریده، اوس سملاسي د هغه په ​​لاس کې وه.

د مرکز د کارمندانو له لوري هڅول شوی تمیم د انگلیسي ژبې په کورس کې هم شامل شو تر څو خپل مهارتونه لوړ کړي. د لومړي ټولگي له پای ته رسولو وروسته، هغه په ​​مستقیم ډول دریم ټولگي ته ارتقا وکړه او اوس د پنځم ټولگي یو ویاړلی زده کونکی دی.

د تمیم سفر ښيئ چې د سم ملاتړ او نه ماتیدونکي هوډ سره، خلک کولی شي هر خنډ له منځه یوسي. هغه اوس د ډېرو فرصتونو او بریالیتوبونو په لور روان دی.

عطا الرحمن شینواری: له مبارزې تر بریالیتوب

د ماشومتوبه له پولیو سره ژوند کولو سره عطا الرحمن شینواری د ژوند په اوږدو کې له مختلفو ننگونو سره بلد کړی‌وو. خو د تگ-راتگ لپاره پر ویلچیر تکیه کولو باندې هغه د خپل ژوند د ښه کولو لپاره د سخت کار کولو څخه نه‌دی منع کړی. هغه په ​​خپل ښار کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې مرکز څخه مرسته وغوښته او د پوهنتون فیسونو او ترانسپورت لگښتونو د پوره کولو لپاره یې د آی سي آر سي ملاتړ ترلاسه کړ. دې ملاتړ هغه ته د کمپیوټر ساینس په برخه کې د لیسانس سند د ترلاسه کولو توان ورکړ.

وروسته، عطا الرحمن «د معلولیت لرونکو وگړیو لپاره د آی سي آر سي د مسلکي روزنې پروگرام» له لارې د موبایلونو د ترمیم په برخه کې د زده کړې دوره بشپړه کړه. هغه د خپل مهارت څخه په گټې اخیستنې خپل ورکشاپ جوړ کړ. عطا الرحمن د آی سي آر سي څخه پور هم ترلاسه کړ ترڅو یو دوامداره کاروبار رامنځته کړي او د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي.

هغه وايی: «له آی سي آر سي څخه مننه، زه نور د یوازېتوب احساس نه کوم، ما پر خپلو ننگونو  د غالبېدو لپاره مرسته ترلاسه کړه او اوس زه په خپله لاره پیاوړی ولاړ یم».

عبدالله: له غمیزې څخه تر بریا

۴۲ کلن عبدالله د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې د خپلې کورنۍ د نهو ماشومانو سره ژوند کوي. په ۲۰۱۰ کال کې، کله چې هغه په ​​خپل فارم کې کار کاوه، ناڅاپه یوې زورورې چاودنې هر څه گډوډ کړل او هغه یې بې هوښه کړ.

کله چې عبدالله بېرته په هوښ راغی، هغه په ​​روغتون کې وو او له یو ویجاړونکي حقیقت سره مخ وو چې د هغه دواړه پښې باید پرې شوې وای – یوه د زنگون څخه پورته او بله د زنگون څخه لاندې. هغه په ​​هلمند او کابل کې د یوې میاشتې درملنې وروسته کور ته راستون شو، هغه په جسمي او روحي توگه مات وو ځکه چې د هغه ژوند یوازې په یوه شیبه کې د تل لپاره بدل شوی وو.

هغه د تگ توان نه‌درلود او یوازې په‌خپلې څوکۍ پورې محدود وو، هغه د بېوسۍ احساس کاوه. هغه وايي: «ما فکر کاوه چې زه به څنگه د خپلې کورنۍ لپاره کار وکړم او څنگه به مې ژوند بېرته عادي حالت ته راشي.»

عبدالله هغه مهال د امېد یو څراغ ولید کله چې د هغه ملگرو هغه ته سپارښتنه وکړه چې په لښکرگاه کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې مرکز ته لاړ شي. هغه هلته ولاړ او خپل لومړنی ویلچیر او دوه مصنوعي پښې یې هم ترلاسه کړې. هغه چې په نویو غړو سمبال وو، خپلو کروندو ته راستون شو ترڅو د خپلو ماشومانو لپاره کار وکړي او خپل ژوند بیا جوړ کړي، هر گام د هغه لپاره بریا وه.

له هغه مهمې شیبې راهیسې، عبدالله د آی سي آر سي د دوامداره ملاتړ له لارې د مصنوعي غړو اته سیټونه ترلاسه کړي دي. هغه وايي: «ما فکر کاوه چې زه به هیڅکله د بیا گرځېدو جوگه نه شه په کروندو کې کار کول خو لرې خبره وه، خو آی سي آر سي ماته زما ژوند بېرته راکړ.»

حمیده: د نورو د پیاوړتیا لپاره پر ستونزو برلاسي کېدل

حمیده په مزار شریف کې ژوند کوي، چیرې چې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې مرکز له ۱۹۹۰ز کال راهیسې د معلولیت لرونکو وگړیو ملاتړ کوي.

حمیده په ماشومتوب کې له پولیو څخه اغېزمنه شوې، هغه اوس د معلولیت سره ژوند کوي. د هغې لپاره تگ ستونزمن دی، که څه هم په مرکز کې چمتو شوي مصنوعي غړي د هغې حرکت اسانه کړی‌دی. حمیده په یوازې ځان د خپلو ماشومانو د لویولو مسؤلیت هم پر غاړه لري.

که څه هم ژوند د یوې سختې جگړې په څیر احساس ورکاوه، خو حمیدې دې ناامېدۍ ته انکار وکړ او اجازه یې ورنه‌کړه چې نا امیدي د هغې راتلونکی تعریف کړي. هغه په مزار شریف کې د ټولنیزې بیارغونې څانگې ته معرفي شوه، هغې د یو کلن خیاطۍ کورس کې نوم لیکنه وکړه او د عاید ترلاسه کولو او د خپلو ماشومانو د پاملرنې لپاره یې د خیاطۍ دوکان پرانیست.

څرنگه چې د هغه کاروبار وده وکړه، نو د هغې دوکان ډېر ژر د ځواکمنتیا په عامل بدل شو او په تېرو دوو کلونو کې حمیدې په خپل دوکان کې نورې معلولې میرمنې هم وگمارلې، هغه خپل مهارتونه شریکوي او هغوی ته د جامو گنډلو درس ورکوي.

د هغې دا سفر یوه روښانه بیلگه ده چې څنگه هوډ، شوق او ملاتړ کولای شي انسان پر سترو ننگونو برلاسی کړي.

گل وزیر او فاطمه: د پلار مینه او د لور مبارزه

د افغانستان د ختیځ په یوه کوچني کلي کې، د گل وزیر ژوند د خپلې لور، فاطمې باندې راټول وو. فاطمه یوازې اته میاشتې وه چې پلار يې ورته متوجه شو، چې لور يې د حرکت کولو لپاره هلې ځلې کوي. فاطمه د دماغي فالج (CP) څخه رنځ وړي، دا داسې یوه ناروغي ده چې د عضلاتو کنټرول او همغږي اغېزمنه کوي.

گل وزیر هوډمن وو چې له لور سره د تگ او ښه ژوند کولو په برخه کې مرسته وکړي، په همدې پار يې په نه ستړي کیدونکي ډول د یوې مناسبې درملنې لټه پیل کړه. څو میاشتې وروسته، هغه په ​​کابل کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې مرکز ته مراجعه وکړه، دا مرکز د دوی له استوگنځي څخه څلور ساعته لرې دی. هغه وايي: «زه باید له هغې سره د مرستې لپاره یوه لاره ومومم، سمه ده چې زه نشم کولی له هېواده بېرون يې درملنه وکړم، خو زه د هغې درملنه هم نه‌شم پرېښودای.»

په مرکز کې، فاطمې د فزیکي درملنې په شمول د بیارغونې خدمات ترلاسه کول پیل کړله هغه خدمت چې په ځانگړي ډول د دماغي فالج سره د ماشومانو لپاره ډیزاین شوي. د فاطمې پرمختگ، که څه هم تدریجي دی، خو گل وزیر ورته ډېر خوښ برېښي. هغه وايي: «د لور ښه کېدل مې ما لپاره تر ټولو غوره کار دی چې زه يې گورم.»

په ټول افغانستان کې ډېری نور ماشومان د فاطمې په څیر کیسې لري. دا مهال په ټول هیواد کې د آی سي آرسي په اووه فزیکي بیارغونې مرکزونو کې د دماغي فلج له ۲۶،۸۹۰ څخه ډیرو ناروغانو درملنه کېږي چې وړیا او جامع درملنې خدمات ترلاسه کوي.

سپورت:

د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې پروگرام په ټول هیواد کې اووه جمنازیمونه چلوي چیرې چې معلولین کولی شي د کال په اوږدو کې هلته تمرینات وکړي، په دې سپورتونو کې د ویلچیر باسکیټبال، فوټسال او والیبال شامل دي.

محمدالله احمدي: د چاودنې یو قرباني چې د ملي ټیم کپتان شو

محمدالله احمدي ۱۴ کلن وو چې په کابل کې د خپل پلار د دوکان څخه بېرون د یوې بمي چاودنې له کبله په ملا فلج شو. هغه د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې مرکز په مرسته خپله درملنه پیل کړه، هغه نه یوازې فزیکي پاملرنه ترلاسه کړه بلکه د خپل ژوند د بیارغونې لپاره يې هیله او وسایل هم ترلاسه کړل.

په ۲۰۱۰ کې، هغه د ویلچیر باسکیټبال شوق وکړ، هغه ډېر ژر د یو لوبغاړي او بیا د روزونکي په توگه ارتقا وکړه، په پای کې د افغانستان د ویلچیر باسکیټبال ملي ټیم کپتان شو. هغه په ​​ویاړ سره په چین، اندونیزیا، ایټالیا، لبنان او تایلینډ کې په نړیوالو سیالیو کې د خپل هیواد استازیتوب وکړ، او همدارنگه په ډیرو نورو ملي پروگرامونو کې يې گډون وکړ.

نن ورځ، دغه ۴۶ کلن ځوان د ټولنیز ادغام او د سپورت په ډگر کې د ځواک یوه ښه بېلگه ده، هغه وايي: «زه اوس له خپل ژوند څخه خوښ یم.»

په سپورت کې بوختیدل د معلولیت لرونکو خلکو سره مرسته کوي چې خپل شته ظرفیت او وړتیا تجربه کړي او همدارنگه دې ظرفتی ته څنگه د تمرین له لارې وده ورکړي. سپورت په دوی کې هیلې بیا زېږوي او د دوی د ژوندانه اراده بیا رغوي.

ټولنیز-اقتصادي گډون

د وسله والې شخړې یا تاوترېخوالي په پایله کې د اغېزمن شويو معلولیت لرونکیو وگړو د ټولنیز-اقتصادي گډون په درک سره، آی سي آر سي  دوی ته د تعلیم، کاري بوختیاو، له سود پرته کوچني پورونه، مسلکي روزنې او سپورتونو ته لاسرسی چمتو کوي.

محفوظه: د ژوندانه د کولو مبارزه

محفوظه په افغانستان کې د هغو مېلیونونو خلکو په ډله کې یوه ده چې بشري مرستو ته زښته اړتیا لري. د لسیزو وسله والو شخړو، طبیعي پېښو او اقتصادي ننگونو په ټول هیواد کې بېوزلي زیاته کړې‌ده ځکه چې خلک د ژوندانه د کولو لپاره د لارې موندلو لپاره مبارزه کوي. د هغو کسانو په منځ کې چې تر ټولو ډیر له دې حالاتو اغېزمن شوي ماشومان، عمر خوړلي او معلولیت لرونکي وگړي دي.

محفوظه، یوه معلوله مېرمن او دوه اولادونو مور ده چې په فیض اباد کې اوسېږي، هغې له خورا ډېرې مودې وروسته د پیسو  یو نوټ ولید. هغه چې له خورا بېوزلۍ سره مخ ده، د ژوندانه د کولو لپاره هېڅ وسیله نه‌لري، هغه وايې، چې نه خو د خوړلو لپاره کافي توکي شته او د اغوستلو لپاره کافي جامې. محفوظه وايې، چې گاونډیان يې ماشومانو ته کارېدلې جامې ورکوي او د دې اولادونه بیا په خپل منځ کې هغه مستعمل کالي شریکوي، یو ماشوم يې کمېس اغوندې او بل يې پطلون.

د دا ډول اقتصادي ستونزو په ځواب کې، آی سي آر سي هغو معلولیت لرونکو خلکو ته مالي ملاتړ چمتو کوي چې د خپلو کورنیو لپاره یوازیني ډوډۍ گټونکي دي مگر د ژوند کولو لپاره هیڅ وسیله نلري. په ۲۰۲۴ کال کې، ۶۴۸۳ معلولیت لرونکو کسانو (۵۱۴۱ نارینه او ۱۳۴۲ ښځینه) د آی سي آر سي «د خوندیتوب شبکې پروگرام» لاندې نغدي مرسته ترلاسه کړه ترڅو د دوی اساسي اړتیاوې پوره کړي.