افغانستان : د آی سي آر سي عمومي رئیس د پراخو بشري اړتیاوو یادونه وکړه او د دوامداره نړیوال ملاتړ غوښتنه یې وکړه

کابل، افغانستان – د آی سي آر سي عمومي رئیس، ښاغلي پیېر کراهنبل، افغانستان ته خپل اووه ورځنی سفر پای ته ورساوو. ددې سفر پر مهال، نوموړې په کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل، له ناروغانو او بشري مرستو له ترلاسه کوونکو سره خبرې وکړې، او د روان بشري بحران په اړه یې د آی سي آر سي د بشري فعالیتونو ارزونه وکړه. همدارنګه، نوموړي د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مشرتابه، کارمندانو او خپلخوښو سره وکتل او په دې لیدنه کې د چین د سره صلیب اجراییوي مرستیال ښاغل وانګ هی هم ورسره مل وو، دواړو په هېواد کې پراخه بشري اړتیاوو  ته د ځواب ورکولو په برخه کې د همغږي او ګډو هڅو پر اړتیا بحث وکړ. د خپل سفر پر مهال، ښاغلي کراهنبل د ناپلوي، ناپېیلې او خپلواکو بشري مرستو لپاره د خوندي چاپیریال پر اهمیت ټینګار وکړ، ترڅو د خلکو اړتیاوو ته رسیدګي وشي. نوموړي د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ له شرکاوو ، په تېره له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په افغانستان کې د خپل بشري کار د دوام ژمنه هم تکرار کړه.

ښاغلي پیېر کراهنبل وايي : « په افغانستان کې بشري حالت خورا خراب دی. میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. دا د څلورو لسیزو جګړو پایله ده چې تقریباً هره افغانه کورنۍ یې اغیزمنه کړې ده. ما د آی سي آر سي د فزیکي بیارغوونې په مرکز کې له ناروغانو سره وکتل او دا مې ولیدل چې زموږ د همکارانو کار څومره ارزښتمن او ژوند بدلوونکی دی، د بېلګې په توګه کله چې دوی ماین ځپلو کسانو ته مصنوعي پښې او لاسونه جوړي او هغوی سره د بیا ګرځېدو  په برخه کې مرسته کوي. »

 آی سي آر سي په افغنستان کې له ۴۰ کلونو راهیسې کار کوي چې د وسله والو جګړو اغیزمنو کسانو ته بشري مرستې چمتو کوي، چې د بسټیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي ، اقلیمي خطرونو او د اقتصادي ستونزو په څېر له پرله پسې ننګونو سره هم مبارزه کوي.

په ۲۰۲۴ ام کال کې په افغانستان کې د آی سي آر سي د کار د لا زیاتو معلوماتو لپاره دا لینک وګورئ : operational facts and figures.

ښاغلي کراهنبل زیاته کړه : « دا مهمه ده چې بشري سازمانونه په ناپلوي، ناپېیلي او خپلواکه توګه له ټولنو سره مرسته وکړي. د آی سي آر سي لومړیتوب دا دی چې خپلې بشري کار دوامداره وساتي او تر ټولو زیانمنو کسانو، لکه معلولینو، بندیانو او د وسله والو جګړو قربانیانو ملاتړ ته دوام ورکړي، خو موږ او زموږ نور نړیوال همکاران داسې یوې فضا ته اړتیا لرو چې خپل کار په اصولي توګه ترسره کړو. موږ باید وتوانېږو چې په داسې یوه طریقه د اړمنو ملاتړ وکړو چې ټولشموله وي او د هر چا لپاره بشري خدمتونو، په تېره بیا په روغتیايي سکتور کې لاسرسی پیاوړی کړي. »آی سي آرسي له افغان چارواکو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې د بشري اصولو پلي کیدل یقیني کړي. دا خبرې اترې مهمې دي چې د  هېواد په کچه ټولنو ته د خوندي او اغېزمنو مرستو د رسولو لپاره لاره چاره هواره شي.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره له لاندې کسانو سره په اړیکه کې شئ:

پرویز احمد فیضي ، آی سي آر سي کابل، pfaizi@icrc.org ټیلفون : ۶۷۲ ۱۱۰ ۷۲۹ ۹۳+

اشلی دسپریس، آی سي آر سي کابل، adespres@icrc.org ټیلفون : ۲۳۵ ۳۳۵ ۷۸۶ ۴۱+

زموږ وېبپاڼه وګورئ : www.icrc.org

د خپرونې په کیفیت برابر د آی سي آر سي د وروستیو ویډیوګانو د لیدو او ډانلوډ لپاره لاندې لینک وګورئ

www.icrcvideonewsroom.org

آی سي آر سي په facebook.com/ICRCaf    او x.com/ICRC_af   کې هم تعقیب کړئ

The_ICRC_Director-General’s_Visit_to_Afghanistan_Pashto