د فزیکي بیا رغونې هغه اوه مرکزونه چې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې لخوا پر مخ وړل کېږي، نو په دې کې د معلولینو لپاره مسلکي روزنه نه یوازې دوي پر تخنیکي مهارتونو سنبالوي، بلکې د دوی تر فزیکي یا ادراکي محدودیتونو هخوا د دوی د اصلي وړتیا په پېژندو کې یې هم لاسنیوی کوي. وګړو ته د مهارتونو او پوهې د چمتو کولو له لارې چې د مانا داره دندې د خوندیتوب لپاره اړین دي، نو د معلولینو پیاوړتیا کېږي ترڅو په ټولنه کې کارنده ونډې ولري او د هېواد په کاري ځواک کې خپل ځانګړي مهارتونه او وړتیاوې په کار واچوي.
آی سي آر سي له ۱۹۸۸ ام کال راهیسې د فزیکي بیا رغونې د پروګرام له لارې په افغانستان کې له معلولینو سره مرسته کوي، دوی ته د فزیوتراپۍ د چوپړتیاوو تر څنګ د مصنوعي پښو او لاسونو په څېر نور مرستندویه وسایل هم چمتو کوي. په عزت نفس او عمومي هوساینه کې د اقتصادي خپلواکۍ اهمیت ته په پام سره، دا پروګرام د مسلکي روزنې او کوچني پورونو د چمتو کولو له لارې د معلولینو د ټولنیز ګډون د ودې لپاره هم هڅې کوي. د ۲۰۲۴ کال له جنوري څخه تر آګسټ ۲۰۲۴ پورې، موږ د ۷۵ نارینه وو او ۱۱۴ ښځینه وو په شمول، ۱۸۹ معلولینو ته د مسلکي روزنه برابرهکړې ده.
۲۹ کلنه نیلوفر اکبري، پر معلولینو د مسلکي روزنې د اغېز او د ښه فرصت د ځواک ښودونکې ده. په دوه کلنۍ کې یې د پولیو ناروغۍ تشخیص شوه او نوموړې د خپل معلولیت له کبله په کوچنیوالي کې یوازیتوباو سختي ګاللې ده. نوموړې وايي : « په مړو او ژوندو او نورو مراسمو کې مې ګډون نشو کولای. ټولو خلکو به همیشه بل شان را تهکتل، د ژوند په اړه ناهیلې وم، په تېره بیا، چې کله به مې نور خلک لیدل چې ګرځي راګرځي.»
خو ژوند یې هغه وخت مثبت بدلون موند کله چې د آی سي آر سي د فزیکي بیا رغونې په مرکز کې طبي پاملرنه او اورتوسیز ترلاسه کړل. هغې ته تر ټولو ځانګړې دا وه، چې د آی سي آر سي په مرسته خپل د خیاطۍ موجوده وړتیاوې لا پیاوړې کړي او د خپل اوه کسیزې کورنۍ د ملاتړ جوګه شوه. نیلوفر وایي : « ما د مسلکي روزنې سند او د خپل کاروبار د پیلولو لپاره کوچنی پور هم ترلاسه کړ. نن راسره څلور نورې معلولې میرمنې هم کار کوي چې ځانته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي. »
د نیلوفر په شان، باقر په پښه کې له کوږوالي سره زېږېدلی، چې ګرځېدل یې ورته دردناک او ان ناشونې کړي وه، نوموړي هم یوازیتوب او بې وسۍ احساس کاوو، دا ځکه چې هغه په ګرځېدو کې ستونزه لرله.
چې کله یې کورنۍ، نوموړی په مزارشریف کې د آی سي آر سي د فزیکي بیا رغونې مرکز ته راوست، نو په ژوند کې یېبدلون راغی. درملنه او اورتوسیز وسایل یې ترلاسه کړل چې پرې وګرځي او خپلواک شي او دې چارې ورته د راتلونکې لپاره د هیلوې یو څرک پرانیست.
باقر ته راتلونکې لار له ننګونو ډګه وه، خو نوموړې په ټولنه کې د خپل ځای د موندلو لپاره مبارزه کوله. هغه وايي : « غوښتل مې چې خپلې کورنۍ ته د ګټې وټې جوګه شم، خو نه پوهېدم چې څه وکړم. ملګري مې راته د آی سي آر سي د مسلکي روزنې د پروګرام په اړه وویل او ما د موبایلونو د ترمیم د روزنې په کورس کې ځان شامل کړ. »
آی سي آر سي د روزونکي او روزنې د لګښت په ورکولو سره، باقر نه یوازې مهارتونه ، بلکې د خپل کاروبار د پیل لپاره یې باور هم ترلاسه کړ. نوموړي په ویاړ وايي : « د آی سي آر سي څخه د کوچني پور د ترلاسه کولو له لارې مې خپل یو ورکشاپ پرانست. زه د میاشتې ۱۵۰۰۰ افغانۍ )۲۰۸ ډالر)ګټم، خپله کورنۍ پرې ساتم او د کوچنیانو د راتلونکي لپاره هم پانګونه کړای شم. »
له ۱۶ څخه تر ۴۰ کلنۍ پورې ، د مهارتونو، غوره توبونو او د معلولیت د ډول پر بنسټ کاندیدان په ډېر دقت سره د آی سي آر سي لخوا ارزول کېږي ترڅو له مناسب پروګرام سره په بریالۍ توګه برابر وي. باتجربه روزنکي بیا له هر متقاضي کس سره له نږدې کار کوي ترڅو د دوی د ځانګړو اړتیاوو او موخو له مخې دوی ته ځانګړي پروګرام په پام کې ونیسي. د روزنې په دې نصاب کې میاشتینۍ منظمې ارزونې هم شاملې دي ترڅو د پرمختګ ارزونه وکړي او په ورته توګهاړین بدلونونه راولي. د روزنې موده له شپږو څخه تر ۱۸ میاشتو پورې ده.
حال دا چې روزنې په پیل کې په خصوصي ورکشاپونو کې ترسره کېږي، خو د روزنې ځینې ناستې د فزیکي بیارغونې په مرکزونو کې هم ترسره کېږي. د خپلې روزنې تر بشپړتیا وروسته، فارغ شوي کسان د خپلې ارزونې پر بنسټ دا فرصت پیدا کوي چې کوچني پورونه ترلاسه کړي ترڅو خپل کاروبار پرې پیل کړي او د اقتصادي پیاوړتیا په موخه خپل مزل پیل کړي.