د افغانستان د ویلچیر بسکټبال شپږ غوره ټیمونه – کابل، بلخ، بدخشان، پروان، هرات او ننګرهار – د ۲۰۲۴ ام کال د جون له ۲۱ مې نېټې څخه تر ۲۵ مې نېټې پورې په هرات کې د ملي سیالیو لپاره سره راټول شوي وو. د الف ګروپ ټیمونه په مهارت او هوډ سره یو له بل سره مسابقه وکړه.
راځئ چې ځېنې تکړه لوبغاړي وپېژنو او ورسره اشنا شو چې دې سیالیو ته یې لاره موندلې ده. د دوی د سفر او هڅونو په اړه پوه شو چې ولې او څنګه دوی د ویلچیر بسکټبال د ټیمونو غړي شول.
صبغت الله : ۲۸ کلن، د هرات اوسېدونکی، د ویلچیر بسکټبال لوبغاړی دی، درې کلن و چې پر پولیو اخته شو او د ژوند لومړي کلونه یې له ستونزو او ننګونو ډک وو. په پنځه کلنۍ کې یې پلار مړ شو، او نوموړی د خپلې کورنۍ یوازینی د ګټې وټې کس و. سره لدې چې ځوان او نهیلې و، خو د خپلو زده کړو پرمهالیې ډېرزیار ایستلی وو.
صبغت الله په خپل هوډ سره د آی سي آر سي حرفوي زده کړو پروګرام ته لار مومي او پرمختګ کوي. د آی سي آر سي په ملاتړ یې د فزیوتراپۍ په څانګه کې لوړې زده کړې پوره کړې. له کوچنیوالي راهیسې یې د لوبو لپاره هوډ هیڅکله له منځه نهولاړاو موخه یې دا وه چې یو مسلکي لوبغاړی شي. په لوبغالي کې یو ناڅاپي لیدنې په نوموړي کې یوه انګېزه رامنځته کړه. چې کله نوموړي د ویلچیر بسکټبال لوبه کوله، نو یوه خپلوان یې په ملنډو ورته وویل چې لوبې د معلولینو کار نه دی.
صبغت الله دا شېبه غنیمت وګڼله او د نورو خلکو شکونه یې د خپل سفر د لارې مشال کړ. نوموړی وايي، چې تر دې وروسته مې په ډېرې لیوالتیا سره لوبه کوله.
د صبغت الله او نورو لپاره، ویلچیر بسکټبال یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې د پرمختګ یوه وسیله ده. دا کار خپلواکۍ ته وده ورکوي، او پخوانۍ هغه انګېرنۍ ماتوي چې معلولین څه شی نشي ترلاسه کولای. له هر پاس او شوټ سره، صبغت الله او نور لوبغاړي خپل حدود بیا تعریفوي او نورو ته الهام ورکوي.
د آی سي آر سي د ویلچیر باسکټبال پروګرام په ۱۳ ولایتونو کې له ۷۱۹ لوبغاړو سره د مرستې لپاره وده کړې ده.
د پروګرام لپاره ټاکنه د نړیوال ویلچیر باسکیټبال فدراسیون – IWBF له معیارونو سره سم ترسره کیږي، چې د ټولو لپاره د خوندي او ټولشموله چاپېریال ډاډمنوي.
بلقوه لوبغاړي باید د وړ معلولیتونو، حداقل عمر او فزیکي او رواني هوساینې ځانګړې اړتیاوې پوره کړي. د کوچنیانو لپاره د دوی د کورنیو اجازه هم اړینه ده.
شکرالله ځیرک ددې نوښت په سر کې دی، چې د معلولینو د پیاوړتیا لپاره هوډمن دی. نوموړی وايي : لوبغاړي ، عمدتاً د فزیکي بیارغوونې د درملنو پر مهال د فزیوتراپستانو یا هم ټولنیزو کار کوونکیو لخوا ګومارل کېږي. د آی سي آر سي د فزیکي بیارغوونې په مرکزونو کې ځوانو معلولینو ته د لوبو د فعالیتونو په هکله خبر ورکول کېږي او له ۷۱۹ لوبغاړو څخه ۴۴ یې د آی سي آر سي لخوا ګومارل شوي دي.
ځیرک د معلولینو په فزیکي او رواني هوساینه کې د لوبو د اهمیت دودوالی تشریح کوي. نوموړی زیاتوي : په دې فعالیتونو کې ګډونتیا له دوی سره مرسته کوي ترڅو خپلې وړتیاوې راڅرګندې کړي، غزت النفس یې لوړ کړي او د دوی د ټولنیز ادغام دودوالی کوي.
۳۴ کلن محمد صابر سلطاني، له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د کابل د ویلچیر باسکټبال د ټیم یو خوځنده ځواک دی. د لوبو ډګر ته یې د سفر پیل له یوې غمیزې سره مل و، ځکه چې د ناچاودل شویو توکیو د چاودنې په پایله کې يې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې. نوموړی هغه مهال درې کلن و. سلطاني وايي چې ما نشو کولای چې د نهیلۍ ژور احساس ونلرم، ځکه چې زه داسې رالوی شوم، چې نور مې لیدل چې عادي ګرځي او خپل ژوند کوي.
د ژوند په اړه د نوموړي لید هغه مهال بدل شو کله چې دده یوه ملګري نوموړی د آی سي آر سي ویلچیر باسکټبال پروګرام ته معرفي کړ. نوموړی زیاتوي : داسې لوبغاړي مې ولیدل چې تر ما یې ډېر معلولیتونه درلودل، نو پوه شوم، که چېرته دوی یې کولای شي، نو زه خو یې هرومرو کولای شم.
صابر زیاتوي : له کله مې چې د ویلچیر بسکټبال لوبه پیل کړه، نو خپل معلولیت مې هېر کړ. لوبې د هغه پر تساوۍ وواښتې، داسې یوه ساحه چې نوموړي د فزیکي محدودیتونو لخوا تعریف شوی نه وه. د هغه استعداد او عزم په چټکۍ سره روښانه شو – هغه له خپلو توقعاتو څخه پورته راووت، په ملي ټیم کې ځای ترلاسه کړ او په نړیوالو سیالیو کې د سیالۍ لپاره بهر ته هم سفر وکړ.
د صابر بریالیتوب له شخصي بریا څخه ډیر څه راوړي دي. ده او دده ټیم د لبنان په سیالیو کې دوه لقبونه او په نورو نړیوالو سیالیو کې لوړ مقامونه ګټلي دي، او خپل کور، ملګرو او ټولنې ته په خورا ویاړ او خوشحالۍ راستون شو. دهغه لاسته راوړنو د دوی لپاره درناوی او ستاینه ترلاسه کړې ده او د توان او معلولیت په اړه د خپلو شاوخوا کسانو لید یې هم اړولی دی.
په افغانستان کې د لسیزو جګړو او د پرمختګ تشې، تلپاتې اغیزې پریښي، چې تر یو ملیون څخه ډیر خلک له یو ډول فزیکي معلولیت سره ژوند کوي. له ۱۹۸۸ ام کال راهیسې، آی سي آر سي د فزیکي بیارغوونې د پروګرام له لارې د داسې اغېزمنو خلکو څخه ملاتړ کوي. دا پروګرام په ټول هېواد کې د خپلو اوو فزیکي بیارغوونې د مرکزونو له لارې ، هر کال تر ۲۰۰،۰۰۰ ډېر خلکو سره مرسته کوي.
موږ په ۲۰۱۲ ام کال کې د ویلچیر باسکټبال له ټیمونو څخه ملاتړ پیل کړ، او اوسمهال ورته تخنیکي او مالي ملاتړ چمتو کوو.
موږ ورته د ټیکسي کرایه ورکوو ترڅو لوبغاړي د تمرین لپاره راشي، د لوبو لپاره مو ورته ځانګړي ویلچیرونه ورکړي، ښه روزونکي مو ورته چمتو کړي، هر څه په پام کې نیول شوی ترڅو استعدادونه وده وکړي.
د لوبو فعالیتونو او د ویلچیر باسکټبال د ډیرو لوبغاړو ژوند بدل کړی او له معلولینو څخه د ملاتړ په برخه کې آی سي آر سي پر خپلې ژمنې ولاړه ده ، د دوی لاسته راوړنو نمانځنه کوي، او داسې یو راتلونکی جوړ کړي، چې معلولین پکې وده وکړي او بې له دې چې خپل معلولیت په پام کې ونیسي.