ګل حضرت، چې په کابل ښار کې ورځنی کارګر دی، ډیرې کمې ښې ورځې یې لیدلي دي. خو په تیرو څو میاشتو کې يې وضعیت لا پسې سخت شویدی ځکه چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ د ملاتړ لپاره له ډیرو ستونزو سره مخ دی. دغه ۴۳ کلن سړی چې په خپلې کراچي کې د سړک په غاړه ناست دی وایي چې د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو پورې لاس ته راوړي، چې د خپلې کورنۍ ډیر اړین توکي پرې نشي اخیستلای. د نړیوال خوراکي پروګرام د ورستیو شمیرو پر بنسټ، په افغانستان کې د یوې میاشتې خوراکي توکو منځنۍ بیه ۶۳۰۰ افغانۍ ده. حضرت وایي،” زما د کورنۍ غړي ډیر ځلې په خالي معدې ویده کیږي ځکه چې هغوی ته خواړه نه‌شم چمتو کولای. “

له هغه یو څه لیرې، ۶۱ کلن سید علي خان ناست دی؛ هغه موچي دی. هغه وایي، ”د ورځې ۱۰۰ افغانۍ لاس ته راوړم. په سړو او تودو ورځو کې دلته کښینم چې خپلې کورني ته خواړه برابر کړم. خو ډیرې ورځې د خوړو اخیستو لپاره کافي پیسې نشم موندلای. “

د حضرت او خان په څیرو کې اضطراب او بې باوري د هغه سخت اقتصادي کړکیچ ښکارندویي ده، چې اوس مهال د هیواد خلک د کلونو وچکالۍ، طبیعي پیښو لکه سیلابونو او زلزلو، د نړیوالو مرستندویانو د مالي مرستو د ځنډیدو او پر بانکونو د بندیزونو له امله مخ دي. پداسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې په جګړه کې د پام وړ کمښت لیدل کیږي او د ۲۰۲۲ کال په پرتله د اساسي خوړو بیې ټیټې شوي؛ په تیرو دوه کلونو کې د دغه هیواد د اقتصاد کچه ۲۵٪ ټیټه شوېده.

د حضرت په شان ډیر خلک کار نشي موندلای چې په پایله کې يې د هغوی د پېر په توان سخته اغیزه لري. د نړیوال بانک د شمیرو پر بنسټ، په افغانستان کې له هرو دوه تنو څخه يې یو تن د بیوزلۍ په حالت کې ژوند کوي او ۱۵ میلیونه وګړي په هیواد کې خوراکي خوندیتوب نلري.

۶۱ کلن سید علي خان هر ورځ په سړه او توده هوا کې هڅه کوي خپلې کورنۍ ته خواړه چمتو کړي. انځور: (محمد مسعود صمیمي/ آی سي آر سي)

 

د ماشومانو ژغورنې اداره (Save the Children) د وروستي رپوټ پر بنسټ له هرو پنځو افغان کورنیو، یوه کورنۍ خپل ماشومان کار ته استوي ځکه چې مالي سرچینې یې کمې شویدي. شاوخوا یو میلیون ماشومان کار کوي چې د دغو کورنیو سرپرستي ښځې کوي ځکه چې اوسمهال هغوی ته کار کول ستونزمن دی.

د آی سي آر سي د اقتصادي خوندیتوب څانګې مسووله، اورسلا کیالي وایي،”د سره صلیب نړیواله کمېټه (آی سي آر سي) هیواد کې په اقتصادي ستونزو خبره ده او پوهیږي چې د هیواد له نیمايي ډیر وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. موږ هڅه کوو ډاډ ترلاسه کړو چې د نښتو او وسله‌وال تاوتریخوالي له امله اغیزمن شوې کورنۍ خپلې اساسي اړتیاوې برابرې او د دوامداره معیشت ولري. “

د آی سي آر سي د نغدو پیسو په وړاندې د کار پروژې له خلکو سره مرسته کوي چې د اوبو لګولو پایښت لرونکي سیستمونه جوړ شي او له ځمکو یې ساتنه وشي او عاید هم ترلاسه کړي. انځور: (آی سي آر سي)

 

کیالي روښانوي چې آی سي آر سي د نغدو پیسو په وړاندې د کار پروژو په پلي کولو سره د خلکو ملاتړ لپاره فعاله لاره غوره کوي تر څو د هغوی د معیشت وسایل بیا ورغوي پداسې حال کې چې د هغوی ځمکې له تخریب څخه ساتي او د اوبو لګولو دوامداره سیسټم هم ورته جوړوي. د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمایي کې، آی سي آر سي د فراه، خوست، پنجشیر او هلمند ولایتونو په ګلستان، نادر شاه کوټ، حصارک او نوزاد ولسوالیو کې له ۹۳۳ کورنیو (۷۴۵۵ تنو) سره مرسته کړې چې د نغدو پیسو په وړاندې د کار پروژو له لارې عاید ترلاسه کړي. برسېره پر دې، موږ په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۸۰۰ بزګرانو سره نغدي مرسته کړې چې کرنیز فعالیتونه ترسره او د کرنې د نویو لارو چارو په اړه مو ورته روزنه ورکړېده.

آی سي آر سي اوسمهال په کندهار، هرات، بغلان او بلخ ولایتونو کې د اوبو بند، استنادي دیوالونه او د اوبو لګولو د کانالونو ترمیم په څیر پروژې پلي کوي؛ چې پدې توګه ۳۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ته کاري فرصتونه برابریږي.

په مقبل او زني خیلو کلیو کې خلکو د اوبو لګولو د دریو کانالونو په ترمیم او جوړولو کې چې څلور کیلومټره اوږدوالی لري برخه اخیستې. انځور: (آی سي آر سي)

 

د آی سي آر سي بیا رغنیزو پروژو د خوست ولایت په مقبل او زني خان کلیو کې د خلکو په ژوندانه کې بدلون رامنځته کړیدی. دغې پروژې د کلیوالو لپاره د لنډ مهال لپاره د عاید سرچینه برابره کړه او خړوبه شوې ځمکې به د هغوی لپاره د اوږد مهال لپاره  عاید او د خوړو سرچینه شي.

د خلکو یو مشر، عبد الرحمن وایي، “موږ ډېر خوښ يو چې سږ کال زموږ په کليو کې له دې پروژو څخه ۱۲۰۰۰ تنو ته ګټه رسېدلې، ځکه په تېرو دوه لسيزو کې دلته هېڅ پرمختيايي کار نه دى شوى. زموږ ځمکې به اوس خړوبیږي او د عاید سرچینه به ولرو. موږ دا ډول نورې حیاتي پروژې غواړو ځکه چې زموږ په سیمه کې ډیری خلک له بیوزلۍ سره مخ دي. “