د نوامبر په ۷ مې نیټې د هرات د دریو زلزلو یوه میاشت پوره شوه، د افغانستان په لویدیځ کې دغه ولایت دریو ۶،۳ درجو زلزلو او یو شمیر ټکانونو ولړزاوه. دغه زلزلې ویجاړونکې وې، ډیر کورونه یې هوار کړل، شاوخوا ۱،۴۰۰ تنه یې ووژل او له ۲،۰۰۰ ډیر کسان یې ټپیان کړل؛ زرګونه تنه یې له شپږو ولسوالیو زنده جان، رباط سنګی، ګلران، کوهسان، انجیل، غوریان او د هرات ښار له ځینو برخو بیځایه کړل او اوس له ۱۱۰،۰۰۰ تنو څخه ډیر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

له ۳،۰۰۰ څخه ډیر کورونه په کنډوالو بدل شول او د رپوټونو له مخې سلګونه کورنۍ په هرات ښار کې بیځایه شویدي. ښوونځي او روغتیایي مرکزونه هم د هغو جوړښتونو له ډلې څخه دي چې زلزلو اغیزمن کړیدي.

 

پرله پسې ټکانونو د هرات ولایت خلک ویرولي دي او سلګونه کورنۍ له کوره بهر ویدې کیږي. هغوی له نورو زلزلو ویریږي او لا هم له زلزلو وروسته ټکانونه احساسوي چې بې باورۍ منځ ته راوړي.

–  له لومړۍ ورځې راهیسې، د سره صلیب نړیواله کمېټه په هرات کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې او ځایي چارواکو سره ګډ کار کوي چې ټپیانو ته اساسي خدمتونه وړاندې کړي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټیمونه بیړنۍ مرسته وړاندې کوي او د اغیزمنو خلکو اړتیاوې ارزوي.

–  کله چې زلزله پیښه شوه، افغاني سرې میاشتې ټولنې سمدستي ۱۶ ګرځنده روغتیایي ټیمونه سیمې ته ولیږل چې په اغیزمن شویو ولسوالیو کې د ټپیانو درملنه وکړي. آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د پانسمان ۲۵ او د زرقي درملو ۱۶ بستې چمتو کړې چې له ګرځنده کلینیکونو ملاتړ وشي.

–  ۵۰۰۰ کمپلې او ۲،۰۰۰ څادرونه افغانې سرې میاشتې ته ورکړل شو تر څو پر هغه خلکو يې ووېشي، چې د ژمې په رانږدې کېدو له یخنۍ سره مخ کېږي.

–  آی سي آر سي د ټپیانو د درملنې په موخه د هرات سیمه‌ایز روغتون ته بیړني طبي توکي، لکه د پانسمان اړوند مواد او وریدي کیټونه ورکړل. همدارنګه د عامې روغتیا ریاست (PPHD) سره د جسدونو د کڅوړو، شخصي محافظتي تجهیزاتو (PPE)، او سیمه ایزو عدلي ادارو ته تخنیکي مرستې هم چمتو شوې.

–  په هرات کې د آی سي آر سي د فزيکي بیارغونې مرکز ته د هرات له سیمه‌ایز روغتون او د اماراتو له روغتون څخه یو شمېر ناروغانو د تداوۍ په موخه مراجعه کړېوه. د فزیکي بیارغونې د مرکز له لوري ناروغانو سره د ۴۷ جوړه‌يې امساګانو (معلولیت لرونکي وګړو له‌پاره)، ۲ واحده د تګ چوکاټونه او ۵ عدده د ملا چوکاټونه (د هغه ناروغانو له‌پاره چې د ستون فقرات ناروغي لري) مرسته وکړه؛ هم‌دارنګه ۶ عدده وېلچيیر د ناروی د کډوالو ادارې NRC روغتيايي ټیم وسپارل شوې.

–  آی سي آر سي په هرات ولایت کې د هرات له ولایتي زندان څخه نظارت ترسره کړ او د زندان مسوولینو سره پر اړونده مسایلو لکه د زندانیانو له‌پاره یو بېړني او اصظراري پلان لرلو باندې بحث وکړ. آی سي آر سي همدارنګه د زندان له کلېنيک سره له نږدې څخه په اړیکه کې وو، تر څو ډاډ ترلاسه شي، چې د زندان کلېنيک په بېړني حالت کې کافي طبي وسایل لري او وکولای شي بېړني حالت ته چټک ځواب ووايي. آی سي آر سي همدارنګه زندانیانو ته د حفظ‌الصحې ځینې حیاتي توکي لکه بليچ او لاس وېنځلو صابون، او د خځلو د مدیریت په موخه د خځلو سطلونه، بوټونه او دستکشې ووېشلې. دې کار د بندیانو او د زندان د پرسونل ترمنځ د احتمالي روغتیا او حفظ الصحې خطرونو کمولو کې مرسته کړې‌ده.

–  آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همکارۍ اغیزمنو کورنیو ته نور توکي لکه د انتقال وړجنراتورونه، ترپالونه، د پخلنځي لوښو سیټونه او د اوبو سطلونه چمتو کړل. سربېره پردې، یوه د سرپناه خیمه او دوه د ګودام خیمې (۲۴۰ متر مربع پراخوالی) له سرې میاشتې سره مرسته وشوه، چې حالاتو ته چټک ځواب ووايي.

–  د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کورنۍ اړیکو بیا ټينګول یا RFL ټیم د آی سي آر سي په ملاتړ ځپل‌شوې سیمې ته رسېدلی تر څو د کورنۍ اړیکو د بیا ټینګولو یوه ګړندۍ ارزونه ترسره کړي او د کورنۍ د جلا شوي غړو تر منځ د اړیکو د بیرته ټينګولو لپاره د تلیفون خدمات چمتو کړي.

–  آی سي آر سي د اوبو رسوونې او ښارې خدماتو له ادارې (UWASS) سره په هرات ښار او قلعه نو کې د اوبو شبکو ته د اوښتي زیان په ترمیمولو کې مرسته وکړه او هغوی ته يې پرزې، تیل، وسایل او تجهیزات چمتو کړل تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د اوبو رسولو فعالیت په سم ډول دوام وکړي.

–  د افغاني سرې میاشتې سره د آی سي آر سي ټولیزه بېړنۍ مرسته ۱۸،۱ مېلیونه افغانیو ته رسېږي.