د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷ مه، یوې ۶،۳ درجې زلزلې د هرات ولایت کلیوالي سیمې ولړزولې، چې بیا د اکتوبر ۸ مې تر سهار پورې یو لړ ټکانونه هم پیښ شول چې په مستقیم ډول د زنده جان ولسوالۍ شاوخوا ۱۳ کلي یې اغیزمن کړل. په وروستیو کلونو کې دا په افغانستان کې یوه مرګونې زلزله وه، چې زرګونو تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله. په سختو ځپل شویو سیمو کې، ځینې کلي ویجاړ او کورونه نړیدلي دي او په روغتیایي مرکزونو کې ډیره ګڼه ګوڼه ده. د راپورونو پر بنسټ سلګونه کورنۍ هرات ښار ته بیځایه شویدي. یوازې څو ورځې وروسته د اکتوبر په ۱۱ مه، په ورته سیمه کې ۶،۳ درجې دویمه زلزله وشوه، چې مرکز یې د هرات ښار ۲۸ کیلومتري شمالي سیمه وه.

– د سره صلیب نړیوالې کمیټې (آی سي آر سي) ټیم په هرات کې له افغاني سرې میاشتې ټولنې او چارواکو سره نږدې همکاري کوي، چې ټپیانو ته اساسي خدمتونه وړاندې کړي.

– بیړني طبي توکي، د پانسمان توکو او د وریدي درملو په ګډون هرات حوزوي روغتون ته چې په سیمه نږدې روغتون دی، چمتو شوي چې د ټپیانو درملنه وکړي. د آی سي آر سي ټیم همدارنګه د هرات د زندان اړوند کلینیک له چارواکو سره اړیکه کې دی، تر څو په بیړني حالت کې اړینو طبي توکو ته لاسرسی ولري.

– د عامې روغتیا له ولایتي ریاست سره مرسته شوې او په سیمه کې د عدلي طب څانګې ته د مړیو کڅوړې، د ځان ساتنې وسایل او تخنیکي سلا مشورې چمتو شویدي.

– آی سي آر سي د افغاني سرې میاشتې ټولنې ګرځنده کلینیکونو ته د پانسمان توکو ۲۵ او د وریدي درملو ۱۶ کڅوړې چمتو کړیدي، چې په چټکۍ سره په اغیزمن شوې سیمه کې ځای په ځای شویدي. افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د ځان ساتنې وسایل هم چمتو شویدي، تر څو په درنښت او خوندي توګه د مړيو مدیریت وکړي. برسیره پر دې، آی سي آر سي سرې میاشتې ټولنې ته مالي مرستې چمتو کړي، تر څو د دغه بنسټ کارکوونکي او رضاکاران وکولای شي د خلکو بیړنیو اړتیاوو ته ځواب ووایي.

-د افغاني سرې میاشتې ټولنې سیمې ته د ټپیانو درملنې لپاره ۱۶ ګرځنده ټیمونه لیږلي دي.

– د افغاني سرې میاشتې ټولنه او د سره صلیب او سرې میاشتې غورځنګ همکاران د اغیزمن شویو ټولنو اړتیاوې ارزوي. د سرې میاشتې ټولنې ټیمونو اغیزمن شویو کورنیو ته خوراکي توکي او نور وسایل لکه کمپلې، ترپالونه، خیمې، د پخلنځي سیټونه او سطلونه ویشلي دي.

– د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کورنیو اړیکو د بیا ټینګولو ټیمونه د آی سي آر سي په ملاتړ په سیمه کې ځای په ځای شویدي، چې د اړتیا په صورت کې د کورنیو د جلا شویو غړو د بیا یوځای کولو په برخه کې مرسته وکړي.