محفوظې له ډیر مودې راهیسې هیڅ کوم بانکنوټ ندی لیدلی؛ هغه یوه معلولیت لرونکې میرمن ده چې دوه ماشومان لري او د افغانستان په فیض آباد ښار کې ژوند کوي. دومره ډیره موده شوې چې اوس هغه د ۱۰۰ او ۵۰۰ افغانیو بانکنوټونو ترمنځ توپیر په یاد نلري. د ژوندانه تیرولو لپاره هیڅ نلري او ډیره بې وزلې ده؛ محفوظه وایي هغه نه کافي خواړه او نه هم جامې لري. هغه وایي،”یوه ګاونډي خپلې زړې جامې زما ماشومانو ته راکړې. هغوی باید هغه جامې په ګډه واغوندي ـ یو به کمیس اغوندي او هغه بل به پتلون اغوندي. “

محفوظه د افغانستان یوه له هغو ۲۸ میلیونو وګړو څخه ده چې بشري مرستو ته اړتیا لري ـ د دغه هیواد ۶۵٪ وګړي اوسمهال پدغه وضعیت کې ژوند کوي. څو لسیزو جګړې، طبیعي ناورینونو او اقتصادي ستونزو فقر او بېوزلۍ لا پسې زیاته کړې او خلک هڅه کوي چې څرنګه د ژوندانه وسایل لاس ته راوړي. ماشومان، بوډاګان، فزیکي معلولیت لرونکي کسان او ورځني کارګران تر ټولو ډیر اغیزمن کیږي.

محفوظې، چې پدې وروستیو کې له آی سي آر سي نغدي مرسته ترلاسه کړه، د ډیرو کلونو راهیسې یې هیڅ بانکنوټونه ندي لیدلي. انځور: حبیب قادري/آی سي آر سي

اسلام الدین، د پنځه ماشومانو پلار چې خپلې دواړه پښې او ښي لاس یې په چاودنه کې له لاسه ورکړي، وایي چې د ژوندانه وضعیت یې ډیر خراب دی. هغه وایي، ”زه له غرونو واښه ټولوم او غوړیو سره یې پخوم چې ماشومان مې وخوري. معلولیت او د ماشومانو لوږه دوه هغه موضوعګانې دي چې ما ډیر ځوروي. “

د دې لپاره چې بشري بحران ته یې ځواب ورکړی وي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (آی سي آر سي) د خوندیتوب پروګرام منځ ته راوړی، ترڅو هغو معلولیت لرونکو کسانو سره مالي مرسته وکړي چې د کور مسوولیت یې پر غاړه دی او د امرار معاش لپاره څه به لاس کې نلري. د ۲۰۲۳ له فبروري تر مارچ پورې، د معلولیت لرونکو کسانو ۳۸۶۲ کورنیو د آی سي آر سي د دغه پروګرام له لارې د فزیکي بیارغونې په شپږو مرکزونو کې نغدي مرستې ترلاسه کړیدي. د هغو کسانو کورونه چې د خوندیتوب پدغه پروګرام کې شامل دي، د آی سي آر سي د کارکوونکو لخوا، د فزیوتراپیستانو په ګدون سروې شویدي، ترڅو وکتل شي چې د نغدي مرستو د شرایطو درلودونکي دي.

اسلام الدین او زوی یې په فیض آباد کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې په مرکز کې نغدي مرسته ترلاسه کوي. انځور: حبیب قادري/آی سي آر سي

د کابل اوسیدونکي، روح الله او وحیدالله د محفوظې او اسلام الدین په څیر معلولیت لرونکي ندي، خو هڅه کوي چې له خپلو کورنیو ملاتړ وکړي ځکه چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او اوس ورځنۍ کارګري کوي. د بیکاره خلکو شمیر په افغانستان کې له تیرو دوه کلونو راهیسې ډیر زیات شویدی. د ۲۰۲۱ له اګسټ میاشتې وروسته، د اقتصادي بندیزونو له پلي کیدو او د پرمختیایي مرستندویه سازمانونو له وتلو وروسته کار موندنه یې په ځانګړې توګه ورځني کارګرانو ته د افغانستان په لویو ښارونو کې ډیره سخته کړې، چیرې چې کاري فرصتونه ډیر کم شویدي.

دوه کاله مخکې وروسته له هغې چې خپله دنده یې له لاسه ورکړه د اته کسیزې کورنۍ د ملاتړ لپاره د خپلو کړاوونو په اړه داسې وایي،”برسیره پر دې چې باید خواړه برابر کړم، هره میاشت باید ۱۰۰۰ افغانۍ (۱۱ ډالره) کرایه هم ورکړم. سره لدې چې ډیرې نه دي، خو لاس ته راوړل یې ما ته تقریبا ناشونې دي. “هغه له یوې کراچۍ سره د سړک په غاړه ناست وي او انتظار باسي چې کوم څوک یې استخدام کړي. هغه زیاتوي،”کله کله چې کار وکړم هغوی ما ته ۵۰ افغانۍ (۰.۵ ډالره) راکوي، خو کله کله ټوله ورځ په دې تمه انتظار باسم چې کار پیدا کړم. کله چې کور ته ځم، زما د ماشومانو لومړۍ پوښتنه دا وي چې څه شی دې راوړي چې موږ یې وخورو؟. دا مې زړه ماتوي کله چې کور ته خالي لاس ورځم. “

روح الله چې تر دوه کلونو مخکې یې دنده درلوده، اوس هره ورځ انتظار باسي چې څوک یې ورځني کار ته وګوماري. تر ټولو سخته هغه مهال وي چې کور ته ستون شي او ماشومانو لپاره یې خواړه نه وي برابر کړي. انځور: مسعود صمیمي/آی سي آر سي

۲۴ کلن وحیدالله به پخوا د خلکو د موټر چلولو له لارې ژوند تیراوه. هغه وایي،”یو کال مخکې مې موټر د هغه خاوند ته وسپاره او له هغې وروسته زیار باسم چې له خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم. برسیره پر خپلې کورنۍ، د ورور کورنۍ مې هم زما پر غاړه ده، چې څه موده وړاندې وفات شو. زموږ د ژوندانه شرایط ډیر سخت دي او زه اندیښمن یم چې موږ به څرنګه ژوندي پاتې شو. زه هره ورځ انتظار باسم چې څوک مې ودانیز یا کوم بل کار لپاره وګوماري. “

د رپوټونو له مخې شمیرې داسې ښيي چې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان (د ټولو وګړو ۴۴٪) کافي خواړه نلري او تخمینا ۳۴ میلیونه افغانان (۷۹٪ وګړي) په بیوزلۍ کې ژوند کوي. د نړیوال خوراکي پروګرام د ۲۰۲۲ د اګسټ رپوټ ښيي چې یوه منځنۍ افغانه کورنۍ خپل ۹۱٪ عاید په خوړو لګوي، پدې معنا چې شرایطو سره د مبارزې لپاره خپل عایدات جیره بندي کوي ترڅو ژوندي پاتې شي.

وحیدالله باید له دوه کورنیو ملاتړ وکړي، خو هغه زیار باسي چې یو کار ومومي. انځور: مسعود صمیمي/آی سي آر سي

په افغانستان کې د بشري وضعیت پراخوالي ته په کتو اوږد مهاله حل لارو ته اړتیا ده؛ دولتونه او پراختیایي سازمانوننه باید د هیواد په مهمو بنسټیزو پروژو کې پانګونه وکړي او ځینې مهمې پروژې باید بیرته پیل شي چې اوس په ټپه ولاړې دي. آی سي آر سي د هرې هغې پریکړې هرکلی کوي چې افغانې کورنۍ وتوانوي په دغه سختو اقتصادي شرایطو کې بریالۍ شي او په نړیوالې ټولنې او پراختیایي سازمانونو غږ کوي چې په افغانستان کې خپلې پانګونې بیا پیل کړي؛ ترڅو د وضعیت له لا خرابیدو مخنیوی وشي.