افغانستان: آی سي آرسي د میلیونونو ښځو او نجونو لپاره ژوره اندیښنه لري

کابل  – په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټه (آي سي آر سي) د افغانستان د اسلامي امارت هغه وروستي اعلان ته متوجه ده چې د ښځو د لوړو زده کړو او په ټول هیواد کې د ملي او نړیوالو غیر دولتي موسسو سره د کار کولو حقونه یې سمدستی ځنډولي دي.

په ټولو کچو کې د ښوونیز سیسټم څخه د ښځو او انجونو ایستل او همدا شان په احتمالی توګه له اړین بشري ونډی څخه کیدای شی چی په لنډ او اوږد مهال کې د بشري ناورین پایلو لامل شي.

په افغانستان کې آی سي آر سي په سلګونو ښځې په کار ګومارلی دی. په افغانستان او ټوله نړۍ کې بشرپاله کارونه یوازې د ښځو په ګډون د ټولو کارکوونکو د هڅو له امله ممکن دي. په عملیاتو کې د ښځو بشپړ ګډون او ونډه تر پوښتنې لاندی راوستل به ټول بشرپاله کارونه له خطر سره مخامخ کړي.

آی سي آرسي په ځانګړې توګه د افغانستان د روغتیا پاملرنې سیسټم او د ښځینه ناروغانو راتلونکي په اړه اندیښنه لري. د ۲۰۲۱ کال له نومبر راهیسې، آی سي آر سي له ۴۵ روغتیايي جوړښتونو سره (د روغتونونو او طبي پوهنتونونو په شمول) مرسته کوي، چې له ۷۰۵۷ بسترونه ظرفیت سره، ۲۶ میلیونه وګړو ته چوپرتیاوی برابروی. په دې ملاتړ کې د روان لګښتونو، طبي مصرفي توکو او د 10,483 روغتیایی کارمندانو معاشونه (شاوخوا یو پر دریمه برخه – 33٪ – یی ښځې دي) شامل دي. دا ملاتړ روان دی او اوس مهال له اړوندو چارواکو سره د وروستۍ پریکړې د اغیزو په اړه بحثونه روان دي.

دا څرګنده ده چې که ښځې په بېلابېلو تخصصونو کې خپلې روغتيايي زده کړې بشپړې نه کړي، دا به په ټول افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا سخت اغېز وکړي او د ميليونونو ژوند به له خطر سره مخامخ کړي.

په داسې وخت کې چې له نیمایي څخه ډیر نفوس (له 24 ملیون څخه ډیر خلک) بشرپاله مرستو ته اړتیا لري، موږ د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو څخه غوښتنه کوو چې په وګړو باندې د وروستي اعلان اغیزې په پام کې ونیسئ او داسې د حل لاره ومومئ چې ټول بشرپاله فعالین وکولی شي چې د ملیونونو افغانانو د ژوند ژغورنې مرستې ته دوام ورکړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ اړیکه ونیسئ:

Lucien Christen, ICRC Kabul, lchristen@icrc.org, +93 729 140 551

Parwiz Ahmad Faizi, ICRC Kabul, pfaizi@icrc.org +93 729 110 672