د آی سي آر سي قیمومیت او دنده

آی سي آر سي د ژنیو د ۱۹۴۹ کنوانسیونونو، د ورزیات شویو تړونونو، د دغې کمیټې او د سره صلیب او سرې میاشتې غورځنګ د مقرراتو او د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوالو کنفرانسونو د مصوبو پر بنسټ فعالیت کوي. آی سي آر سي یو خپلواک او بې پلوه سازمان دی او هڅه کوي د وسله والو نښتو او نورو له تاوتریخوالي څخه د ډکو حالاتو له قربانیانو سره له مرستې او ملاتړ څخه ډاډ ترلاسه کړي. دغه کمیټه بیړنیو حالاتو ته د ځواب ورکولو په موخه لاس په کار کیږي او همدارنګه د نړیوال بشرپال حقوقو درناوي او په کورنیو قوانینو کې د هغې پلي کولو ته وده ورکوي.