آی سي آر سي په افغانستان کې:

آی سي آر سي له ۳۰ څخه د ډیرو کلونو راپدیخوا د افغانستان خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. د آی سي آر سي فعالیتونه په افغانستان کې په ۱۹۷۹ کال کې پیل شول. دغې کمیټې په افغانستان، پیښور او کویټه کې د جګړې له ټپیانو او بیځایه شویو خلکو سره مرسته کوله. په ۱۹۸۷ کال کې، آی سي آر سي خپله دایمي نمایندګۍ په کابل کې پرانیسته. موږ له خپلې همکارې ټولنې، د افغاني سرې میاشتې سره په ټول هیواد کې فعالیت کوو. اوس مهال، موږ د شاوخوا ۱۹۰۰ تنو کارکوونکو ټیم لرو چې بیلابیلې بشري مرستې لکه د روغتیا څارنې، بیا رغونې، ملاتړ، اوبه او مسکن او خوراکي خوندیتوب په برخو کې سرته رسوي. زموږ ټیمونه د هیواد په ۱۲ ځایونوکې، د خوست، هرات، لښکرګاه، کندهار، کابل، مزار شریف، کندز، فیض آباد، جلال آباد، غزني او فراه په ګډون شتون لري.