
په افغانستان کې د ښځو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د کافي او مغذي خوړو برابرول او د عاید ترلاسه کولو فرصتونه نه یوازې د هغوی پر روغتیا او هوساینې، بلکې د کورنیو او ټولنو پر روغتیا او د ستونزو پر وړاندې د هغوی د مقاومت پر پیاوړتیا هم ژور اغېز لري.
د سره صلیب نړیواله کمېټه په ټول افغانستان کې د بېلابېلو پروگرامونو له لارې د ښځو او میندو څخه ملاتړ کوي. په دې پروگرامونو کې پر میندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو د نغدي مرستو وېشل څو د خوړو خوندیتوب او د هغوی د تغذیې وضعیت ښه شي؛ د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او له معلولیت لرونکو ښځو سره د مرستې پروگرامونه شامل دي، څو د ستونزو پر وړاندې د هغوی د مقاومت وړتیا پیاوړې او په خپلو ټولنو کې د هغوی ونډه لا اغېزناکه شي. دغه راز، د ملاتړ نورې غیرمستقیمې لارې چارې هم په پام کې نیول شوېدي.
د میندوارو او شیدو ورکوونکیو مېندو څخه ملاتړ
میندوارۍ او ماشوم ته د شیدو ورکولو پړاوونه د ښځو په ژوند کې ډېر مهم پړاوونه دي. پهدې موده کې مناسبه او مغذي تغذیه د مور او ماشوم د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري. د سره صلیب نړیواله کمېټه او د افغاني سرې میاشتې ټولنه په گډه د میندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو (PLW) لپاره د خوړو د خوندیتوب پروژې پلي کوي. د دې پروژو له لارې، مستحقو ښځو ته د شپږو میاشتو لپاره نغدي مرستې ورکول کېږي او د مناسبې تغذیې په اړه د پوهاوي روزنیزې ناستې ورته هم دایرېږي.
دا پروژه په ۲۰۲۳ز کې په کندهار کې پیل شوه، په ۲۰۲۴ کال کې مزارشریف او په ۲۰۲۵ کال کې پکتیکا ولایت ته هم وغځېده. په ۲۰۲۶ کال کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې پر ۱،۴۰۰ مېرمنو مرستې ووېشل شوې، چې له دې ډلې ۴۰۰ په مزارشریف، ۴۰۰ په کندهار، ۲۰۰ په پروان او ۴۰۰ په خوست کې وې.

صفورا په مزارشریف کې د امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو اړوند د نغدي مرستو د وېش په یوه مرکز کې (انځور: دوا4جان رحیمي، آی سي آر سي)
د مزارشریف اوسېدونکې او د درېیو ماشومانو مور صفورا وايي: «د دې مرستې له ترلاسه کولو مخکې به داسې وختونه هم وو چې خپلې کورنۍ ته مو د ورځې درې وخته خواړه نه شوای برابرولای. اوس کولای شو ځان او خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړو او لا ډېر مغذي خواړه واخلو.»
هغه زیاتوي: «د تغذیې د پوهاوي په روزنیزو ناستو کې مو دا هم زده کړل چې کوم خواړه د میندو او ماشومانو لپاره گټور دي.که دا ډول پروژې نه وای، میندواره ښځې به د میندوارۍ او زېږون پر مهال له لا ډېرو ستونزو سره مخ وې او ماشومان به مو د خوارځواکۍ له گواښ سره مخ کېدل.»

ښي لوري ته، مبینه، د نغدي مرستو د وېش په بهیر کې مرسته کوي (انځور: دواجان رحیمي/آی سي آر سي)
په مزارشریف کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې استازې او د دې پروژې مسووله مبینه حبیبزاده وايي چې د مرستو مستحقې ښځې د ځانگړو معیارونو له مخې ټاکل کېږي، په ځانگړي ډول هغه میندې چې خپله یا ماشومان یې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ وي. دغو ښځو ته هره میاشت نغدي مرستې وېشل کېږي، څو مغذي خواړه پرې واخلي.
هغه وايي: «زموږ اساسي موخه د خوړو خوندیتوب ښه کول او د میندو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ مخنیوی دی. په دې کې د شیدو ورکولو او له شیدو د ماشوم تر بېلولو وروسته پړاوونه هم شامل دي، څو ماشومان د ژوند په پیل کې له غوره روغتیا برخمن شي.»
د ښځو او میندو لپاره روغتیايي خدمتونه
د سره صلیب نړیواله کمېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۴۷ لومړنیو روغتیايي مرکزونو څخه په ملاتړ، په ټول افغانستان کې مېرمنو ته د اړینو روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابروي. د ۲۰۲۵ز له جون څخه د ۲۰۲۶ز تر جولای پورې، دغو مرکزونو د مېرمنو لپاره تر ۸۰۰،۰۰۰ ډېرې سراپا روغتیايي معاینې او مشورې ترسره کړې، له ۹۸۰ څخه زیاتو زېږونونو کې یې مرسته کړې، د میندوارۍ پر مهال یې تر ۱۱۱،۰۰۰ ډېر روغتیايي خدمتونه او له زېږون وروسته یې ۳۹،۰۰۰ خدمتونه وړاندې کړي او تر ۱۴۶،۰۰۰ ډېرې د تیتانوس او ډیفتریا ضد واکسین ستنې یې تطبیق کړېدي.
دغه خدمتونه د میندوارۍ د څارنې، د احتمالي روغتیايي ستونزو د پېژندلو، د خوندي زېږون او له زېږون وروسته د مور د رغېدو، ماشوم ته د شیدو ورکولو او د نوي زېږېدلي ماشوم د پالنې د هڅونې او همدارنگه د میندو او ماشومانو د مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې د ساتنې په برخه کې مهم رول لري.
د هرات اوسېدونکې ۳۲ کلنه نجیبه وايي: «زه میندواره یم او پنځه ماشومان لرم، نو منظمې روغتیايي معاینې او درمل راته ډېر مهم دي. هره میاشت دې روغتیايي مرکز ته ورځم، که څه هم کور مې ترې نیم ساعت لرې دی؛ ځکه ډاکټران زموږ ښه پاملرنه کوي او وړیا درمل راکوي.» هغه زیاتوي: «زه د دې وس نهلرم چې په شخصي روغتیايي مرکزونو کې درملنه وکړم، نو دغه مرکز زما له کورنۍ سره ډېره مرسته کوي. زه د ډاکټرانو او د هغوی له خدمتونو ډېره راضي یم.»

د هرات په ابوبکر صدیق لومړني روغتیايي مرکز کې ناروغه نجیبه له ډاکټر الهام سره د روغتیايي معاینې پر مهال (انځور: دوا جان رحیمي/آی سي آر سي)
د روغتیايي کارکوونکو لپاره د دغو خدمتونو وړاندې کول یوازې د ناروغیو درملنه نه ده، بلکې موخه یې دا هم ده چې ښځې د خپل ژوند په مهمو پړاوونو کې اړین روغتیايي معلومات، وقایوي پاملرنه او پر وخت ملاتړ ترلاسه کړي.
د هرات په ابوبکر صدیق روغتیايي کلینیک کې ډاکټره الهام د منظمې روغتیايي پاملرنې پر اهمیت ټینگار کوي او وايي: «موږ میندواره ښځې هڅوو چې هره میاشت د روغتیايي معاینې لپاره مرکز ته راشي، څو د هغوی روغتیا وڅارو او اړین درمل ورته برابر کړو. د تیتانوس واکسین هم د میندو او ماشومانو د ساتنې لپاره ډېر مهم دی. د منظمو معایناتو، مناسبو درملو او واکسینونو له لارې هڅه کوو چې د امیندوارۍ پر مهال د میندو روغتیا وساتو او ماشومانو ته د ژوند په پیل کې خوندي شرایط برابر کړو.»
د معلولیتلرونکو مېرمنو لپاره د فرصتونو چمتو کول
په اقتصادي فعالیتونو کې د معلولیتلرونکو ښځو ونډه اخیستنه د هغوی د وړتیاوو په پیاوړتیا، د ستونزو پر وړاندې د مقاومت په زیاتولو او په ټولنو کې د لا اغېزناک گډون په برخه کې مرسته کوي. د سره صلیب نړیواله کمېټه د حرفوي زده کړو او بېسوده کوچنیو پورونو له لارې له دغو ښځو سره مرسته کوي څو مسلکي مهارتونه زده کړي، واړه کاروبارونه پیل کړي او خپلواک عاید ترلاسه کړي.
د ۲۰۲۵ز له جون څخه د ۲۰۲۶ تر جولای پورې، ۴۳۷ معلولیت لرونکو مېرمنو او نجونو حرفوي زده کړې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې ۱۰۱ نورو د کوچنیو کاروبارونو د پیل یا پراختیا لپاره بېسوده پورونه ترلاسه کړي دي. همدارنگه، له ۳۳،۸۰۰ څخه ډېرو ښځو او نجونو فزیوتراپي ترلاسه کړې او تر ۱۲،۶۰۰ ډېرو نورو د خوځښت او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت وړتیا د ښه کولو لپاره مصنوعي غړي او د بدن د غړو د ملاتړ وسایل ترلاسه کړيدي.
۳۰ کلنې فرزیا، چې د پنځو ماشومانو مور ده، په ۱۵ کلنۍ کې د دودیزې نغري له امله د سوځېدو په پېښه کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړې ده. د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ یې د خیاطۍ مهارت زده کړی او له تېرو دوو کلونو راهیسې په خپل کور کې کوچنی کاروبار لري او د خپلې سیمې نورو مېرمنو ته جامې گنډي.

فرزیا له خپل کوچني زوی سره د بدخشان ولایت د فیضآباد ښار په دشت قرهقروغ سیمه کې د یوه مشتري لپاره د جامو گنډلو پر مهال (انځور: حبیبالله قادري/آی سي آر سي)
هغه وايي: «هغه عاید چې زه یې ترلاسه کوم، له ما سره مرسته کوي چې د خپلو ماشومانو لگښتونه پوره او ورځنۍ اړتیاوې یې برابرې کړم. زما تر ټولو لویه هیله دا ده چې ماشومان مې لوستي او خپلواک لوی شي، پر خپلو پښو ودرېږي او د ځان لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي.»
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په اوو فزیکي بیارغونې مرکزونو کې ښځې او نجونې د کاري ځواک نږدې ۲۳ سلنه جوړوي. په دوی کې ۱۵۴ معلولیتلرونکې مېرمنې هم شاملې دي، چې د بیارغونې د خدمتونو په وړاندې کولو او له نورو معلولیتلرونکو ښځو او نجونو سره د ټولنیز گډون په برخه کې مهم رول لري.
له شته پروگرامونو ورهاخوا، له ښځو څخه په بېلابېلو برخو کې ملاتړ
د سره صلیب نړیواله کمېټه په ټول افغانستان کې له هغو ښځو ملاتړ کوي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. دغه ملاتړ په کابل کې د ښځو په زندان کې د ښځینه بندیانو له لیدنې څخه نیولې، د هغو ښځو لپاره د څو موخیزو نغدي مرستو تر برابرولو پورې غځېږي چې د خپلو کورنیو یوازینۍ سرپرستې او نفقه گټونکې دي دغه مرستې د ښځو د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو او د هغوی د انساني کرامت په ساتنه کې مرسته کوي. همدارنگه، ښځینه ډاکټرانې او نرسانې د بېړنیو روغتیايي پاملرنو او لومړنیو مرستو په برخه کې بنسټیزې روزنې ترلاسه کوي.
د کورنۍ اړیکو د بېرته ټینگولو پروگرام له لارې، د سره صلیب نړیواله کمېټه له یو بل څخه د جلا شویو کورنیو د بیا نښلولو او اړیکو ټینگولو لپاره مرسته کوي. دغه راز، له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په گډه، شاوخوا ۲۶۰،۰۰۰ ښځو او نجونو ته یې د وسلو د پاتې شونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي د غونډو له لارې اړینه پوهه ورکړې، څو خپل ځانونه او کورنۍ له دغو خطرونو څخه خوندي وساتي.
دا ټولې هڅې له ښځو سره د ملاتړ لپاره د یوې پراخې ژمنې څرگندونه کوي، څو روغې، خوندي او له خپلو کورنیو سره په اړیکه کې پاتې شي او د خپل راتلونکي د ټاکلو لپاره لا ډېرې وړتیاوې او امکانات ولري.
