د بیځایه کیدو ستونزې، د ګوزڼ کمزوری کوونکی درد او د توپیر ټپونه د نور اسلام امیرزي، د افغانستان د معلولیت لرونکو کسانو د کرکټ ملي لوبډلې غړي په څیره کې کله چې د ډالیو د اخیستو لپاره سټیژ ته ځي، نه لیدل کیږي. خو کله چې امیرزی خپلې لاس ته راوړنې نمانځي د ژوندانه بې شمیره ستونزې او هغو کسانو چې هغه سره مرسته کړې چې دغه ځای ته ورسیږي په یاد راولي.

امیرزی په کال ۱۹۸۹ز کې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې زیږیدلی دی او کله چې ماشوم وو کورنۍ یې له زرګونو نورو کسانو سره د نښتو له امله هیواد پریښوده او یوه ګاونډي هیواد ته کډوال شول. کورنۍ یې په مهاجرت کې وه چې امیرزی په ګوزڼ اخته شو، یوه ناعلاجه ناروغۍ چې ویروس یې په عصبي سیستم برید کوي.

mainphoto

نور اسلام امیرزی د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د کرکټ په اکاډمۍ کې تمرین کوي. (انځور: شاه ولي البندوال/آی سي آر سي)

وضعیت سره توافق

هغه وایي،” درې کلن وم چې تبه مې وکړه، مور او پلار مې فکر کاوه چې معمولي ناروغۍ به وي. روغتیایي وضعیت مې لا خراب شو او له سخت درده رنځیدم، ان په سمه توګه دریدلای نشوم. مور مې ډیره ویریدلې وه. “

له طبي ازمیښتونو وروسته کله چې د امیرزي وضعیت تشخیص شو، د هغه مور او پلار ډیر خواشینې شول. هغه وایي،” د یوه ماشوم په توګه د هغه وضعیت منل، زما په پرتله زما مور او پلار ته خورا ستونزمن وو. کله چې لوی شوم، او نورو ماشومانو په څیر مې حرکت نشو کولای، ډیر نا هیلې کوونکی وو. “امیرزی په افغانستان او پاکستان کې ډیرو روغتونونو ته یوړل شو او  د څنګل، اوږې او سینې يې درې عملیاتونه وشول.

امیرزی وایي، ”په یوازې ځان سفر کول یا د یوه کار سرته رسول هغه ننګونې وې چې باید پرې بریالی شوی وای. همدارنګه مجبور وم چې د خلکو بد چلند هم وزغمم. معلولیت لرونکي خلک زموږ په ټولنه کې ارزښت نه لري او د نورو په څیر ورته درناوی او زغم سره چلند نه کیږي. دوی ته د یو بار په سترګه کتل کیږي. “

پر ستونزو برلاسي کیدل

سره لدې، امیرزي هوډ درلود چې سخت کار او تمرین وکړي، چې د کرکټ لوبه او په خپلواک ډول ژوند وکړي. نوموړي په ۲۰۱۱ کال کې په اقتصاد کې د لیسانس سند تر لاسه کولو لپاره زده کړو ته ادامه ورکړه او په جلال اباد کې یې د سره صلیب نړیوالې کمیټې (آی سي آر سي) د فزیکي بیارغونې په مرکز کې د ورځني کارګر په توګه کار پیل کړ.

image01

امیرزي چې د ګوزڼ له امله یې ښي لاس فلج شوی وو، سخت کار کوي چې خپلو هیلو ته ورسیږي او خپلواک اوسي. (انځور: شاه ولي البندوال/آی سي آر سي)

امیرزی وایي، “د آی سي آر سي یوه موټر چلوونکي ما ته د دغه سازمان په ټولنه کې د یو ځای کیدو او د ګمارنې د پروسې په اړه معلومات راکړل. وروسته له هغې چې څلور میاشتې مې د ورځني کارګر په توګه کار وکړ، د وړتیا پر اساس د ګدام لرونکي په توګه وګمارل شوم. زه د خپلې دندې څخه ډیر خوښ یم ځکه چې کولای شم چې له خپلې اته کسیزې کورنۍ ملاتړ او له معلولیت لرونکو کسانو سره مرسته وکړم، ځکه چې د معلولیت لرونکو کسانو په وضعیت ښه پوهیږم. ”

image02

امیرزی په دې باور دی چې معلولیت لرونکي کسان باید په خپلو مهارتونو باور ولري او پر مخ ولاړ شي. (انځور: شاه ولي البندوال/آی سي آر سي)

امیرزی د کرکټ په اړه وايي چې له ماشومتوبه یې له دغې لوبې سره مینه درلوده. هغه د کلونو لپاره سخت کار او تمرین وکړ، ترڅو په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د معلولیت لرونکو کسانو د ملي لوبډلې د غړي په توګه غوره شو. هغه وایي، “له هغه وخت راهیسې، ما د کرکټ په ملي او نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې او ډېرې لاسته راوړنې مو په خپل نوم کړي دي. زه اوس نور معلولیت لرونکي کسان روزم.”

image03

له خپلو تجربو په ګټنې، امیرزی په جلال آباد ښار کې اوس نور معلولیت لرونکي لوبغاړي روزي. (انځور: شاه ولي البندوال/آی سي آر سي)

امیرزی باور لري چې معلولیت لرونکي کسان باید په خپلو مهارتونو باور ولري او هیڅکله فکر ونکړي چې د یو کار د سرته رسولو وړتیا نلري. هغه وایي، ”که چیرې د روغو کسانو په څیر کار وکړي، ورته لاس ته راوړنې به ولري. “

image04

امیرزی په جلال آباد کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې په مرکز کې د ګدام لرونکي په توګه کار کوي. (انځور: شاه ولي البندوال/آی سي آر سي)

د روغتیا څارنې په برخه کې پانګونې ته اړتیا

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، په افغانستان کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې مرکزونو د ګوزڼ ۵۵۹ ناروغانو ته د فزیکي بیارغونې او ټولنیز خدمتونه وړاندې کړيدي. موږ همدارنګه د فزیکي بیارغونې په خپلو ۷ مرکزونو کې ۱۵۲ ګوزڼ ناروغان ګمارلي دي.

په کابل کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې مشر، نجم الدین هلال وايي، ” د نورو معلولیت لرونکو کسانو په څېر، د ګوزڼ ناروغان لومړی فزیوتراپي کیږي او وروسته بیا ارتوسس او ګرځیدو لپاره مرستندویه وسایل لاس ته راوړي. “ په ټولنه کې د هغوی د یوځای کیدو لپاره، تنکي ځوانان د حرفوي زده کړو په کورسونو کې شاملیږي او د کار لپاره کوچني پورونه لاس ته راوړي یا ورسره مرسته کیږي چې دنده ومومي. هلال وايي، ”سپورټي فعالیتونه هم ډېر هڅول کېږي. “

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو دوو هیوادونو څخه دی چې د ګوزڼ ناروغۍ لا هم په کې شتون لري، چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان یې د ویروس په وړاندې ډیر اغیزمنونکي دي. موږ له نړیوالې ټولنې او مرستندویه موسسو څخه غواړو چې د افغانستان د روغتیا په برخه کې بیا پانګونه وکړي، تر څو میلیونونه تنه روغتیا څارنې ته لاسرسی ومومي.