د اووه کلن عمر یوه ورځنۍ چاره دا وه چې له خپل ورور او څو ملګرو سره د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې کور ته نږدې کروندو ته ولاړ شي او څارویو ته واښه وکړي. هغه په خپل کار ښه پوهیده او کولای یې شول چې خپله لاره په دغو کروندو کې ومومي. خو د هغه لپاره هر څه د ۲۰۲۳ د مې په ۴ مه بدل شول.

په روښانه توګه د عمر په یاد ندي چې څه پیښ شول خو په کرونده کې یوه عجیبه شي د هلکانو پام ځان ته واړوه. مخکې لدې چې هغوی پوه چې هغه څه شی وو، هغه وچاودیده؛ د عمر ورور یې وواژه او نور یې سخت ټپیان کړل. عمر خپله ښي پښه له لاسه ورکړه او په خیټه کې یې ژور ټپونه لرل.

یو دوامداره ګواښ

ناچاودیدلي او پریښودل شوې وسلې ملکي وګړو ته یو رښتینی او دوامداره ګواښ دی چې په افغانستان کې وروسته له څو لسیزو جګړې خپلو کورونو ته ستنیږي. سره لدې چې جګړه کمه شوې ده، خو د خلکو ژوند اوس هم ګواښیږي ځکه چې د ماینونو او نورو ناچاودیدل شویو وسلو د پاکولو هڅې په بشپړه توګه بریالۍ ندي. دا د ۲۰۲۱ د اګسټ میاشتې راهیسې د مرګ ژوبلې د زیاتوالي لامل شوی. ماشومان په ځانګړې توګه د وژونکو او ژوند بدلوونکو ټپونو په وړاندې زیان منونکي دي ځکه چې هغوی په غیر ارادي ډول د ماینونو په سیمه کې ګرځي یا هغه ناچاودیدل شویو وسلو ته لاس وړي چې کور ته نږدې سیمه کې پرتې وي.

د وسلو ککړتیا مسلې د حل لپاره اضافي هڅو ته د بیړنۍ اړتیا په ګوته کولو سره، د سره صلیب نړیواله کمیټه (آی سي آر سي) وایي چې د ۲۰۲۲ له جنوري د ۲۰۲۳ تر جون پورې ۶۴۰ ماشومان د ماین او وسلو په ۵۴۱ چاودنو کې وژل او یا ژوبل شویدي. دغه شمیره د ملکي وګړو د مجموعي تلفاتو (۱۰۹۲ تنه) ۶۰ سلنه ښیي چې د ناچاودیدل شویو وسلو په چاودنو کې وژل شویدي.

عمر او پلار یې په کابل کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې په مرکز کې. (انځور: محمد مسعود صمیمي/آی سي آر سي)

په سخت وضعیت کې ژوند

د عمر پلار، وکیل وایي،”زموږ د سیمې هلکان به څیرمه کروندو ته د واښو ټولولو لپاره تلل. د مې په ۴ مه کله چې هغوی کروندو ته ولاړل یو عجیب اوسپنیز شی یې ولید. هغوی ښایي ورته لاس ور وړی وي یا یې هغه وار کړی وي او بیا چاودنه منځ ته راغلې وي. .“ وکیل وایي چې دغه خبر ورته ځایي چارواکو ورکړ. هغه زیاتوي،”مجبور وم لومړی خپل یو زوی خښ کړم او بیا په کابل کې روغتون ته ورشم چې خپل بل زوی ووینم چې ډیر سخت ټپي وو.“

وکیل د عمر تر څنګ چې وروسته له دغې دردونکې پیښې ډیر غلی شوی ناست دی او وایي چې زوی یې له کریکټ سره دیره مینه درلوده او پدې وروستیو کې په یوه لومړني ښوونځي کې هم شامل شوی وو. وکیل وایي، ”عمر هیله درلوده چې ډاکټر یا انجنیر شي. که څه هم دغې پیښې د هغه ژوند ډیر ستونزمن کړی، زه ډاډه یم چې هغه به وکولای شي د مصنوعي غړي ترلاسه کولو وروسته خپلو هیلو ته ورسیږي. په مخ کې پرتو ستونزو سره د مبارزې لپاره به هغه مرستې ته اړتیا ولري.

د افغانستان دغه نقشه د ۲۰۲۲ له جنوري د ۲۰۲۳ تر مارچ پورې د ماینونو او ناچاودیدل شویو وسلو د چاودنو شمیرې او ځایونه ښیي. (ګرافیک: آی سي آر سي)

محمد داود، د فزیکي بیارغونې په مرکز کې چیرې چې د عمر درملنه کیږي فزیوتراپست دی، کولای شي د هغې صدمې سره تړاو ولري چې دغه ماشوم یې تجربه کوي. داود یو له هغو معلولیت لرونکو کسانو څخه دی (د دغو مرکزونو ۹۰٪ کارکوونکي معلولیت لرونکي کسان دي) چې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې په پروګرام کې کار کوي. داود له ټروما څخه بیا تر اوسني وضعیت پورې خپله کیسه داسې بیانوي، ”هغه ماشومان چې خپل د وجود غړي له لاسه ورکوي، ډیر ژور زیانونه ویني. په ۱۹۹۲ کال کې، زه ۱۷ کلن وم او له خپلو ملګرو سره مې فوټبال کاوه چې دغه پیښه وشوه او ما خپله یوه پښه له لاسه ورکړه. لدې پیښې وروسته زه له رواني پلوه ډیر ځوریدلی وم او فکر مې کاوه چې ژوند مې پای ته رسیدلی دی. “ خو په تیرو څو لسیزو کې یې د خپل ځان په څیر خلکو سره مرسته کړې چې د مصنوعي غړو په مرسته یو ځل بیا وګرخي، هغه زیاتوي، ”اوس زه ډیر خوشحاله یم چې د ماینونو او ناچاودو توکو قربانیانو ته خدمت کوم.“

د پوهاوي نشتوالی یوه لویه ننګونه ده

محمد ناصر حیدري، آی سي آر سي سره د مهماتو د له منځه وړلو کارپوه توضیحات ورکوي چې ولې ملکي وګړي، په ځانګړې توګه ماشومان د ماینونو او ناچاودیدل شویو وسلو اصلي قربانیان دي. هغه وایي،”هغه سیمې چې په تیرو ۴۰ کلونو کې د پوځي اډو په توګه کارول کیدلې یا پکې جګړې شوې وې په وسلو او ناچاودیدل شویو وسلو ککړې دي. اوس چې په جګړو کې د پام وړ کموالی راغلی؛ هغه کسان چې د جګړو له امله له خپلو کورونو تښتیدلي وو، بیرته ستنیږي او همدارنګه هغوی کولای شي هغو سیمو ته سفر وکړي چې پخوا لاسرسی نه ورته کیده او په پایله کې یې د ناچاودیدل شویو مهماتو له خطرونو سره مخ کیږي.“

حیدري زیاته کړه چې د ناچاودیدل شویو توکو په هکله د پوهاوي نه شتون یوه لویه ستونزه ده. هغه وایي، ”آی سي آر سي د ماینونو او ناچاودیدل شویو مهماتو د خطرونو په هکله د عامه پوهاوي لوړولو لپاره یو پروګرام لري. هغه وایي، ”موږ دغه پروګرام په خپلواکه او همدارنګه افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په ګډه لکه خپلخوښو لپاره د زدکړو، د پیښو په اړه د معلوماتو، د ښوونیزو او معلوماتي توکو د ویش او اغیزمن شویو کورنیو سره د ناببره پیښو لکه روغتیایي او تدفین د لګښتونو لپاره د نغدي مرستو له لارې پر مخ وړو.“

محمد داود، په کابل کې د آی سي آر سي د فزیکي بیارغونې په مرکز کې د فزیوتراپستانو سوپروایزر دی. (انځور: محمد مسعود صمیمي/آی سي آر سي)

په افغانستان کې د چارواکو له بدلون سره سم، ډیرو مرستندیوه هیوادونو او سازمانونو خپلې مرستې ودرولې. د سرچینو او مرستو بندښت د ماینونو او ناچاودیدل شویو مهماتو د پاکولو په چارو د پام وړ اغیزې کړیدي. پداسې حال کې چې اوس هم د نړیوالې ټولنې مالي او تخنیکي مرستو ته ډیره اړتیا شته چې د ناچاودو وسلو له امله بشري تلفات کم شي.