اووه کلنه صحیه په یوې کمپلې کې پیڅلې ده او په کابل کې د اندیرا ګاندي په روغتون کې بستر ده. د هغې سترګې د ستومانۍ له امله پټې دي، پداسې حال کې چې د هغې نیا، ګل نګار یې څنګ ته ناسته ده او ډاکټرانو ته په ځیر سره ګوري چې د هغې معاینې کوي او ورته درمل ورکوي. دواړو ۳۰ ساعته مزل کړی ترڅو د افغانستان مرکزي ولایت، غور څخه صحیه د درملنې لپاره دغه روغتون ته راوړي چې د سره صلیب نړیواله کمیټه (آی سي آر سي) یې ملاتړ کوي.

د هغې ناروغۍ لوکومیا تشخیص شوې چې یوازې په کابل کې یې درملنه کیږي. ګل نګار وایي، ”د غور په ولایتي روغتون کې ډاکټرانو د هغې ناروغۍ تشخیصولای ونشوه او موږ وس نه درلوده چې د هغې درملنه په شخصي روغتون کې وکړو. موږ باید دوه ورځې سفر کړی وای چې هغه دلته راوړو. ډیره سخته ده چې هم بیوزله اوسې او هم د سرطاني ناروغ درملنه وکړې. موږ شکر باسو چې د هغې درملنه دلته کیږي“.

ډاکټره منیره صدیقي، د صحیې ډاکټره او د انکالوژي څانګې مسووله وایي چې په تیرو پنځو کلونو کې د هغو ناروغانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې له لوکومیا رنځ وړي. ډاکټره صدیقي وایي، ”موږ ته هره ورځ لږ تر لږه ۶ پیښې چې ډیری یې د هیواد له لیرې پرتو سیمو وي، مراجعه کوي“. د هغې په وینا د څو لسیزو وسله والو نښتو او د ویجاړونکو وسلو کارونه او همدارنګه ارثي مسایل ښایي د دې ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه وي.

په ۲۰۲۲ کال کې، د ماشومانو په اندیرا ګاندي روغتون کې د جدي څارنې او بیړنۍ څانګو ته هره میاشت ۹۷۰۰ ناروغانو مراجعه کړیده.

دغه روغتون زما یوازینی امید دی.

د صحیې کوټې هخوا دهلیږ کې د جدي څارنې او بیړنۍ څانګې دي چې د مونیټورونو او ژوند ژغورونکو ماشینونو غږونه پکې اوریدل کیږي. زلیخا او ثنا دوه هغه ماشومانې دي چې له لیرې پرتو سیمو یې سفر کړی ترڅو دلته یې تخصصي څارنه وشي. ۱۵ میاشتنۍ زلیخا یې مور او پلار له پنجشیر ولایته راوړې چې له کابله ۳ ساعته لار ده او ثنا له خپلې نیا سره ۱۶ ساعته مزل کړی چې د فاریاب له شمال لویدیځ ولایته راشي.

تمنا د زلیخا مور وایي، ”زلیخا څو ځلي بیهوښه شوه او موږ هغه زموږ کور ته نږدې روغتون ته د درملنې لپاره یوړه، خو هغوی یې درملنه ونشوه کولای. بالاخره، ډاکټرانو د هغې ناروغۍ تنفسي ستونزې، سپسیس او د عصبي سیستم زیانمنتیا تشخیص کړه. هغه باید لږ تر لږه د دوه نورو اونیو لپاره بستري وي ترڅو په بشپړه توګه روغه شي“.

د ثنا نیا وویل چې دغه درې کلنه نجلۍ د ماغزو له التهابه رنځ وړي. هغه وویل، ”موږ له خلکو پور واخیسته چې دغه روغتون ته راشو. دغه روغتون او د هغه ډاکټران زما یوازینی امید دی“. د هغې وضعیت ته په کتو، د ثنا درملنه به له دوه تر دریو اونیو پورې وخت ونیسي.

له ګڼه ګوڼې ډکې څانګې او ناکافي کارکوونکي

ډاکټر شبیر، څوک چې د زلیخا او ثنا درملنه کوي؛ په بیړنۍ څانګه کې هغه د دوامداره تحرک انځور دی. یوه شیبه هغه د یوه درې کلن ماشوم سپسیس معاینه کوي چې تبه یې هیڅ له منځه نه ځي او بله شیبه د ثنا درمل ویني چې څه نور درمل ورته پکار دي. هغه او همکاران یې په نه ستړې کیدونکي توګه کار کوي ترڅو له هغو سلګونو ماشومانو څارنه وکړي چې دغه روغتون ته د درملنې لپاره راوړل شویدي.

ډاکټر شبیر وایي، ”اوسمهال، په هر بستر کې له دوو تر دریو ناروغان بستري دي او د هرو ۱۲ ناروغانو لپاره یو ډاکټر شته. زه د ناروغانو د ډیریدو او د روغتیایي کارکوونکو د کمښت له امله اندیښمن یم. خلک مالي ستونزې لري او نشي کولای په شخصي روغتونونو کې خپله درملنه وکړي او په نورو ولایتونو کې روغتیایي تخصصي آسانتیاوې هم شتون نلري“. دغه روغتون ۳۵۰ بستره لري، پداسې حال کې چې د دغه شمیرې دوه چنده ناروغان پکې بستر دي. ډاکټران اټکل کوي چې په منځنۍ توګه له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ ناروغان هره ورځ دغه روغتون ته مراجعه کوي.

د زلیخا مور او پلار د هغې د روغتیایي وضعیت په اړه اندیښمن دي پداسې حال کې چې هغې ته ناسوګسټریک ټیوب (د پوزې له لارې ټیوب) تیر شوی چې خواړه او درمل ورکولای وشي.

 

د ثنا نیا کله چې د ۱۶ ساعتونو سفر په هکله غږیدله احساساتي شوه ځکه چې په فاریاب او بلخ ولایتونو کې ډاکټرانو د ماشوم د ناروغۍ له تشخیصه عاجز شوي وو.

برسیره پر جدي څارنې، بیړنۍ څارنې او انکولوژي څانګو، د دغه روغتون لابراتوار هم په هیواد بې ساري خدمتونه وړاندې کوي. جیحون الکوزی، د لابراتوار تخنیکر چې د پنځو کلونو راهیسې پدغه روغتون کې کار کوي وایي، ناروغان له ټول هیواده، په ځانګړې توګه هغه کسان چې بهر ته د تګ وس نلري، د دغه روغتون لابراتوار ته د ځینې آزمیښتونو لپاره راځي، لکه د وینې فلم او د هډوکو ماغزه اخیستل (هغه پروسه چې بایوپسي لپاره د هډوکو له ماغزو څخه نمونه اخیستل کیږي).

هغه وایي چې خدمتونو لپاره غوښتنې ډیرې خو د هغوی کارکوونکي ډیر لږ دي. الکوزی وایي، ”په عادي توګه، یو تخنیکر په یوه ورځ کې له ۲۰ تر ۲۴ پورې ناروغان باید معاینه کړي، خو موږ په منځنۍ توګه ۶۰ او کله کله له هغې زیات ناروغان معاینه کوو. سره له دغې جدي ستونزې، موږ په ساري توګه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوو، ترڅو د ناروغانو اړتیاوو ته ځواب ووایو“.

جیحون الکوزی، د لابراتوار تخنیکر د یوه ناروغ د وینې نمونه معاینه کوي.

په ۲۰۲۲ کال کې ۵ میلیونه ناروغانو ته د آی سي آر سي مرسته

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې په افغانستان کې د چارواکو له بدلون وروسته، صحي سکتور چې له پخوا ضعیف وو لا نور اغیزمن شو ځکه چې بشري او پراختیایي سازمانونو دغه هیواد پریښود. آی سي آر سي په ټول هیواد کې له ۳۳ روغتونونو سره د ماشومانو د اندیرا ګاندي روغتون په ګډون مرسته پیل کړه، ترڅو دغه روغتیایي مرکز فعاله وي او خپلو ژوند ژغورونکو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د ملاتړ د یوې برخې په توګه، آی سي آر سي د نږدې ۱۰۵۰۰ روغتیایي کارکوونکو معاشونه، د دغو مرکزونو ورځني لګښتونه او د درملو او نورو وسایلو لګښتونه هم برابروي. پدې توګه موږ ډاډ ترلاسه کوو چې د دغه هیواد ۲۶ میلیونه وګړي ښو روغتیا څارنو ته لاسرسی لري. د ۲۰۲۲ له جنوري تر ډسمبر پورې، نږدې ۵ میلیونو له بستر بهر ناروغانو په ټول افغانستان کې د آی سي آر سي تر ملاتړ لاندې روغتونونو ته مراجعه کړیده.

سره لدې چې بشري سازمانونه ډیرې هڅې کوي، خو هغوی د افغانستان د خلکو مخ پر زیاتیدونکو اړتیاوو ته ځواب نشي ویلای. که چیرې نړیوالې بیړنۍ مرستې ونشي، میلیونونه ماشومان، ښځې او نارینه به له ژوند ګواښوونکو ستونزو سره مخ شي.